د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي له کرونا ویروس یې ډېر څه زده کړل. ټرمپ چې له روغتون تر رخصتۍ وروسته یې لومړنی ویډیويي پیغام خپور کړی دی وایي امریکا د روغتیایي خدماتو له اړخه پیاوړی هېواد دی. دده په خبره پر خپل روغتیايي سکتور ویاړي او امریکایانو ته یې ډاډ ورکړی چې له کرونا دې وېره نه لري. نوموړي په خپل ویډيويي پیغام کې ویلي چې په کرونا اخته کېدل ورته یوه تجربه شوه او ډېر څه یې زده کړل. ټرمپ داسې مهال له روغتون رخصتېږي چې تر دې دمه په بشپړه توګه نه دی ښه شوی. بلخوا د ټرمپ د کمپاین مشر تازه رسنیو ته ویلي چې ټرمپ رک روغ دی او له جوبايډن سره به په دویمه مناظره کې هم ګډون وکړي.
































