«چیوشه» مجلې د اګست په ۱۶مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، د دولت د رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون د رئيس شي جين پينګ یوه مهمه مقاله خپره کړه چې عنوان يې دی «د خصوصي سکټور اقتصاد ته سالم او باکيفيته پرمختګ ورکول».
په دې مقاله کې ويل شوي، چې خصوصي سکټور د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې پرمختګ موندلی و. په نوې زمانه کې د خصوصي سکټور اقتصاد ډېر ښه راتلونکی لري. په مقاله کې دغه راز ویل شوي چې اوس په چین کې خصوصي اقتصاد لويه ونډه لري او د نوښت او بازاري سيالۍ توان يې ډېر لوړ شوی دی، په دې سره يې د خصوصي اقتصاد د باکيفيته پرمختګ لپاره کلک بنسټ برابر کړی دی.
د دې مقالې له مخې، اوسمهال په چين کې سياسي، اقتصادي او ټولنيز چاپيريال د خصوصي اقتصاد د پرمختګ لپاره ډېر ګټور دی او خصوصي شرکتونه او سوداګر بايد خپلې چارې په ښه او زياته توګه تر سره کړي.































