د جاپاني تيري کوونکو پر وړاندې د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړیوالې جګړې د بريا د ۸۰ کليزې په وياړ انځوريز نندارتون د اګست په ۱۵ مه د کينيا د پلازمېنې نايروبي په ملي موزيم کې ((د تاريخ ياد او د سولې ساتنه)) تر عنوان لاندې ترسره شو او د پرانيستنې په مراسمو کې يې د کينيا سياستوالو، کارپوهانو، د رسنيو استازو او په دغه هېواد کې چيني اتباعو او چیني الاصله بهرنيانو ګډون کړی و.
په کينيا کې د چين لويې سفیرې (ګوه های يا) د دغه انځوريز نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل: تاريخ تر ټولو ښه تدريسي کتاب دی، مونږ باید له تاريخ درس واخلو، د سولې ساتلو ټينګ هوډ دې ولرو، له هر ډول تسلط او زورزياتي سره دې ټينګ مخالفت وکړو او د انسانانو د لاښه راتلونکي لپاره دې ګډ کار وکړو.
د کينيا د کيسي والي الاتي له نندارتون تر ليدنې وروسته وويل: د جاپاني تيري کوونکو پر وړاندې د چينايانو جګړه د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې مهمه برخه ده او نړيواله جګړه يې ساتلې ده او پر چين آن نړۍ ډېر لرې او ژورې اغېزې يې کړې دي.
دغه انځوريز نندارتون په کينيا کې د چين د سفارت او د چين دولتي رسنۍ شينهوا خبري اژانس لخوا په ګډه جوړ شوی او لسګونه هغه انځورونه او عکسونه پکې نندارې ته وړاندې شوي چې د جاپاني تيري کوونکو پر وړاندې د چينايانو د سختې جګړې ښکارندويي کوي.
































