د چنګدو د نړيوالو سپورټي لوبو د پای ته رسېدو مطبوعاتي غونډه د اګست په ۱۷مه نېټه تر سره شوه.
په دې غونډه کې د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د ۱۱۶ هېوادونو او سيمو ۶۶۷۹ لوبغاړو، د لوبډلو مامورينو او تخنيکي مامورينو په دغو لوبو کې ګډون کړی، چې شمېر يې د تېرو دورو د نړيوالو سپورټي لوبو په پرتله زيات دی.
په دغو لوبو کې. ۲۳۳ طلايي مډالونه لوبغاړو ته ورکړل شوي او ۱۸ نوي نړيوال ريکارډونه جوړ شوي دي. د لوبو د ټکټ پېرودونکو شمېر له ۲۲۰زرو څخه اوښتی دی.











