په دې وروستيو کلونو کې د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ د پام وړ پرمختګ کړی دی.
په دې جمله کې د توکو د تجارت اندازه د زياتېدو په حال کې ده. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين او د دې سازمان د نورو غړيو هېوادونو ترمنځ د توکو تجارتي اندازه ۲۴۷ ميليارډو او ۷۰۰ میليونو ډالرو ته رسېدلې ده، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه ۸ سلنه زياتوالی ښيي. چين د شانګهای همکارۍ سازمان نورو غړو ته په عمده توګه ماشينېري او الکترونيکي توليدات، موټر او اړوند سامان الات، لباس او کيمياوي توليدات صادر کړي او ورڅخه يې په عمده توګه نفت، ګاز، کرنيز توليدات، د ډبرو سکاره او قیمتي ډبرې واردې کړې دي.
د چين او د شانګهای همکارۍ سازمان د نورو غړيو هېوادونو ترمنځ تجارتي اندازه په ۲۰۲۴ کال کې ۵۱۲ ميليارډو او ۴۰۰ میليونو ډالرو ته رسېدلې، چې په تاريخ کې يې نوی ريکارډ جوړ کړی دی او د ۲۰۲۳ کال د همدې مودې په پرتله ۲ اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی ښيي.
په عين وخت کې د چين او شانګهای همکارۍ سازمان د نورو غړيو هېوادونو ترمنځ د پانګونې، اقتصاد او تخنيک په برخو کې همکارۍ هم ثابت پرمختګ موندلی دی. د روان کال تر جون پورې د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو ته په ټولو صنایعو کې د چين د مستقيمې پانګونې اندازه له ۴۰ ميليارډو ډالرو څخه اوښتې ده.































