د چین ميډیا ګروپ سي جي ټي اين (CGTN) د شي ځانګ د کورواکې اداري سيمې د تاسيس د ۶۰مې کليزې په مناسبت، د نړۍ په ۳۸ هېوادونو کې د ۶۷۴۷ ځواب ويونکو سروې خپره کړه. سروې ښودلې چې ځواب ويونکو د شي ځانګ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په برخه کې د هر اړخيز پرمختګ او تاريخي لاسته راوړنو او د ډيموکراتيکو اصلاحاتو له لارې ترلاسه شويو تاريخي بدلونونو ډېره ستاينه کړې ده. دوی په عمومي توګه په دې باور دي چې چيني شکله عصري کېدل د شي ځانګ د ستر پرمختګ بنسټيز خوځنده ځواک دی.
۸۰ اعشاریه ۶ سلنه ځواب ويونکي په دې باور دي چې د شي ځانګ د خلکو د عایداتو کچه په دوامداره توګه ښه شوې، ۸۰ اعشاریه ۶ سلنه ځواب ويونکو د شي ځانګ د بېوزلۍ د له منځه وړلو د هڅو اغېزمنتوب تائيد کړ او ۷۸ اعشاریه ۴ سلنه ځواب ويونکو د شي ځانګ د اقتصاد د چټک پرمختګ او ګټورو پايلو ستاينه کړې ده.












