د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د اګېست د ۲۱مې نېټې په سهار د لاسا ښار د پوتالا ماڼۍ په ډګر کې د شي زانګ کورواکې سيمې د جوړېدو د ۶۰مې کليزې په لمانځغونډه کې ګډون وکړ. د دې سيمې د بېلا بېلو قومونو کابو شل زرو وګړو او کادرانو په دې لمانځغونډې کې برخه درلوده.
































