د شي ځانګ کورواکې سيمې د جوړېدو ۶۰مې کليزې لمانځغونډه د اګست په ۲۱مه نېټه د دې سيمې د مرکز لاسا ښار د پوتالا ماڼۍ په ميدان کې تر سره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ په دې غونډه ګډون وکړ او د شي ځانګ د بېلا بېلو قومونو له خلکو سره يې په خوشحاله فضا کې دغه شېبه ولمانځله.
کله چې وګړي د شي ځانګ پرمختګ او لاسته راوړنې يادوي، داسې وايي، چې دغه سيمې په وروستیو تېرو لسګونو کلونو کې د پرمختګ زر کلن بهير بشپړ کړی دی.
له تېرو ۶۰ کلونو راهيسې په شي ځانګ کې څه بدلونونه رامنځته شوي او لاملونه يې څه دي؟
په ۲۰۲۴م کال کې د شي ځانګ د توليد عمومي ارزښت ۲۷۶ اعشاریه ۵ ميليارډه يوانه و، چې دا رقم د ۱۹۶۵م کال د توليد عمومي ارزښت له ۱۵۰ چندو سره برابر و او عمده اقتصادي شاخصونه يې په تېرو مسلسلو کلونو کې په چين کې مخکښ وو. په ۲۰۲۴م کال کې په شي ځانګ کې ۶۲۸ زره بېوزله وګړي له غريبۍ څخه ژغورل شوي او ورسره په دې سيمه کې د مطلقې بې وزلۍ وضعيت په پوره توګه لرې شوی دی. د شي ځانګ د وګړو متوسط اټکلي عمر ۷۲ اعشاریه ۵ کلنۍ ته لوړ شوی، چې دغه عمر په ۲۰۱۰م کال کې ۶۸ اعشاریه ۱۷ کاله و. بر سېره پر دې، شي ځانګ په نړۍ کې د ايکولوژۍ او چاپيريال تر ټولو ښه سيمه بلل کيږي او غوره عنعنوي کلتور يې په بې سارې توګه په لوړې کچې ساتل شوی دی.
شي ځانګ ولې له تېرو ۶۰ کلونو راهيسې دغه حیرانونکي پرمختګونه تر لاسه کړي؟
د لمانځغونډې پر مهال د ښکليو ګاډيو په ننداره کې يو داسې شعار و، چې وايي، (( د بې دوو ستوريو تر لارښوونې لاندې به نه شي بې لارې، د کمونېست ګوند په تعقيب به نيکمرغي تر لاسه شي.)) دغه شعار د شي ځانګ د لويو بدلونونو اصلي لامل په ډاګه کړی. د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې په شي ځانګ کې سوسياليستي نظام او ولسي ډيموکراټيک واک تاسيس شوی، اصلاحات او ورخلاصون تطبيق شوی او په هراړخيزه توګه شتمنه ټولنه جوړه شوې ده. په تېره بيا د چين کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرېس راهيسې شي جين پينګ د نوې زمانې لپاره د شي ځانګ د حکومتولۍ په اړه د ګوند نقشه وړاندې کړې او ثبات، پرمختګ، ايکولوژي او سرحدي خونديتوب يې د شي ځانګ ۴ مهمې دندې ټاکلې دي. د دغو چارو په رڼا کې شي ځانګ داسې مرحلې ته ننوتلی دی، چې د پرمختګ، بدلون او خلکو ته د ګټو لاسرسي کچه يې بې سارې لوړه شوې ده.
د شي ځانګ خلکو د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د خپلو چارو او برخليک د پرېکړو واک خپل کړی، چې له دې امله د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ قوي خوځنده ځواک را ويښ شوی. د ۲۰۲۴م کال تر پايه پورې، په شي ځانګ کې د ولسي کانګرس د بېلا بېلو کچو کمېسيونونو په استازو کې د ځانګ قوم او نورو ملي لږکيو د وګړو ونډه ۸۹ اعشاريه ۲ سلنې ته رسېدلې. دا ښيي، چې د دولتي او سيمه ييزو چارو په اداره کې د بېلا بېلو قومونو د خلکو د برابر ګډون حق په پوره توګه ډاډمن شوی.
د ثبات، پرمختګ، ايکولوژۍ او سرحدي خونديتوب په برخو کې د چارو ښه تر سره کول او خلکو ته د رښتینو ګټو رسول په شي ځانګ کې د لويو بدلونونو يو بل لامل دی. له تېرو ۶۰ کلونو راهيسې په دې سيمه کې د بېلتون غوښتونکو ضد مبارزې د ثبات د ساتلو لپاره د پولادي دېوال رول لوبولی او د پرمختګ لپاره يې ښه زمينه برابره کړې. په شي ځانګ کې د سړکونو، ریل پټلیو او پروازونو ګډه ټرانسپورټي شبکه جوړه شوې. شي ځانګ له تېرو څو کلونو راهيسې د پاکې انرژۍ، زرغون صنعت، ډيجټلي چارو او کلتور او سيلانۍ په شمول عصري چارو ته وده ورکړې او د باکيفيته پرمختګ لار يې موندلې ده.
شي ځانګ به څنګه خپل باکيفيته پرمختګ پياوړی کړي؟ رئيس شي جين پينګ په دې اړه هغه مسير روښانه کړی، چې دغه سيمه دې د خپل وضعيت له مخې ځانګړې او وړتيا لرونکې چارې پياوړې کړي، د يارلونګ ځانګبو سيند د وروستۍ برخې د برېښناکوټ او د سه چوان او شي ځانګ ترمنځ د ریل پټلۍ په شمول دې مهمې پروژې بشپړې کړي، ايکولوژيک تمدی ته دې پرمختګ ورکړي او د ښارونو او ښارګوټو د ابادۍ او د کليو او کليوالو چارو د هراړخيزې سمسورتيا لپاره هڅې وکړي.
يارلونګ ځانګبو سيند به په شي ځانګ کې د چيني شکله عصري کېدو د نويو لاسته راوړنو شاهد وي.
































