د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اېڼ يو نظرسنجی ترسره کړی او نتيجه يې ښيي چې ٪ ۷۵.۱ ګډونوالو چين د شانګهای همکارۍ سازمان د پراختيا لپاره د ډېر مثبت رول لوبونکی بللی دی.
د دغې نظرسنجۍ نتيجه ښيي، ٪ ۷۴.۹ ګډونوال پدې نظر دي، چې چين د شانګهای همکارۍ سازمان نورو غړو هېوادونو ته په مساوي سترګه ګوري او درناوی يې کوي. ٪ ۷۸.۴ ګډونوال پدې اند دي چې (کمربند او لار) نوښت د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګريزو، ساينسي، ټکنالوژيکي او کلتوري برخو په همکاريو او باکيفيته پراختيا کې ډېره مرسته کړې ده. ٪ ۸۳.۸ ګډونوال بيا پدې نظر دي، چې چين د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د متقابل اعتماد د زياتولو، د صادقانه همکاريو د ژورولو او د خونديتوب ساتلو په برخو کې ډېرې هڅې کړې دي.
په ياده نظرسنجۍ کې د نړۍ د ۳۸ هېوادونو د ۸۸۷۳ کسانو نظرونه را اخیستل شوي چې عمرونه له ۱۸ کلنۍ پورته دي.
































