د چين د احصائيې ملي ادارې د اګست د ۲۷ مې د خپرې شوې شمېرې له مخې، د روان کال په جولای کې د دغه هېواد د توليد د سکټور ګټې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۶.۸ زياتوالی ښيي او د زیاتوالي سرعت يې د تېرې جون مياشتې په پرتله ٪ ۵.۴ دی.
شمېرې همدارنګه ښيي، چې د روان کال په جولای کې په چين کې د لویو تصديو ګټې د تېر کال د جون په پرتله ٪ ۱.۵ کمې شوې، خو د اندازې د کموالي بهیر يې له مسلسلو دوو مياشتو راهیسې پيل شوی دی.
































