د جاپاني تیري پر وړاندې د چینایانو د مقاومت او د فاشیزم ضد نړیوالې جګړې د بریا د ۸۰مې کلیزې د نمانځنې لپاره د چین د مطبوعاتي مرکز ۲مه مطبوعاتي غونډه د اګست په ۲۹مه نېټه تر سره شوه.
د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ما جاو شو په دې غونډه کې وویل: د تایوان مسئله په بشپړ ډول د چین داخلي مسئله ده او هېڅ بهرنۍ لاسوهنه نه زغمي. ده زیاته کړه چې یو لږ شمیر بهرني ځواکونه هڅه کوي چې د چین د کنټرول لپاره د تایوان مسئله وکاروي، خو د دوی دسیسه به ناکامه او چین به بالاخره متحد شي.
































