په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ د اګست په ۲۸مه نېټه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هایټي مسئلې په اړه یوه وینا وکړه. هغه د هايټي د سیاسي پروسې د پرمخبیولو، د امنیتي حالاتو د ښه والي او د اقتصاد او خلکو د ژوند د ښه والي غوښتنه وکړه.
ګنګ شوانګ وویل، په هایټي کې ډیری بحرانونه رامنځته شوي، امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، اقتصادي پرمختګ په ټپه ولاړ دی او د خلکو ژوند ډېر سخت دی. ده زیاته کړه چې چین د هایټي له خلکو په ځانګړې توګه له ماشومانو سره ژوره خواخوږي لري او د دغه هېواد د راتلونکي په اړه اندیښمن دی. نوموړي هیله وښوده چې د هایټي چارواکي، سیمه ییز هېوادونه او نړیواله ټولنه له دغه هېواد سره د مرستې لپاره په ګډه کار وکړي ترڅو ژر تر ژره له ستونزو څخه ځان خلاص کړي.
































