د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. د رویټرز د راپور له مخې، دواړو لورو، د امریکا د لوړو تعرفو په ځواب کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراخېدو پر اړتیا خبرې کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د روسي تېلو د پېر له امله پر هندي توکو ۵۰ سلنه تعرفه لګولې ده.












