چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چین تل د نړۍ د سولې، ثبات او پرمختګ د ساتلو ځواک وي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 6, 2025
in نړیوال خبرونه
0
چین تل د نړۍ د سولې، ثبات او پرمختګ د ساتلو ځواک وي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د جاپان د تېري ضد د چينايانو د مقاومت د جکړې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د اتيايمې کاليزې يادغونډه د سپتمبر په درېيمه نېټه تر سره شوه. بهرنيو خبري رسنيو يادغونډې ته پام اړولی او ويلي يې دي چې چين د دغه رسم ګذشت په تر سره کولو سره تاريخ ته درناوی کوي، بلکې نړیوالو ته يې د سولې او پرمختګ د ساتلو لپاره  د خپلې ټينګې ژمنې اعلان کړی او هم يې ګردې نړۍ ته د نړيوالې سولې د ساتلو لپاره ډېر پټ ځواک ښودلی دی. دغه رسم ګذشت ښکاري چې چین د نړيوالې سولې او ثبات ساتونکی دی. د دغو خبري رسنيو په ارزونه کې «سوله» د پاملرنې وړ کلمه ګرځېدلې ده.

دا هم د پام وړ خبره ده چې د چين د دولت رئيس شي جین پینګ په يادغونډه کې څو څو ځلې «سوله» ياده کړې او ويلي يې دي چې چينايان تل په سم تاريخي لوري او د انسانانو د تمدني ترقۍ په لاره ولاړ دي او د سولې او پرمختګ پر لار ټينګار کوي او د نورو هېوادونو له خلکو سره  د انسانانو د ګډ برخلیک  ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې کوي. د ده په خبره د چيني شکله عصري کېدل يو داسې عصريتوب دی چې د سولې او پرمختګ په لور روان دی، او چين تل د نړيوالې سولې ، ثبات او ترقۍ ځواک وي. د ده خبرو نړيوالو ته د چين هغه ټينګه اراده ښودلې چې چينايان له سولې سره مينه لري، سولې ته ارزښت ورکوي او د سولې ساتنه کوي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د انسانانو په تاريخ کې دويمه نړيواله جګړه ډېره توره برخه بلل کېږي. د دويمې نړيوالې جګړې د عمده ختيځي جنګ ميدان په توګه چين تر څوارلسو کلونو نه ستومانه کېدونکو مبارزو وروسته د جايان تېری کوونکو ته ماتې ورکړه او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د اخري بريالیتوب د تر لاسه کولو لپاره ډېر مهم خدمتونه وکړل. د دويمې نړيوالې جګړې د برياليتوب پر بنسټ چين د فاشيزم ضد له عمده ملګرو هېوادونو سره د ملګرو ملتونو د جوړولو پر جوړولو سلا مشوره کړې او په ګډه يې د ملګرو ملتونو د منشور په شمول يو لړ مهم نړيوال سندونه ټاکلي او د عصري نړيوال نظم بنسټ يې ایښودلی چې تر جګړې وروسته د نړۍ عمومي سوله تضمين شوې او نړيوال پرمختګ هم پرمخ وړل شوی دی.

اتيا کاله تېر شوي دي. اوس که څه هم دويمه نړيواله جګړه پای ته رسېدلې وه، خو شخړې د نړۍ په ځينو سيمو کې لاهم روانې دي او سوله له ننګونې سره مخ ده. د نړۍ ځينو سياستوالو تاريخ تحريف کړی او خپل تېری کوونکي جرمونه نه مني. د دې ترڅنګ ځيني هېوادونه پر بادارۍ او يواړخيزم ټينګار کړی چې همدا د ملګرو ملتونو په محور تر جګړې وروسته نړيوال نظم ته زيانونه رسولي دي. لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوترېش ويلي و، په نړۍ کې سوله له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ ده. نو څنګه له دويمې نړيوالې جګړې تراژيدۍ څخه ډډه کړو او په نړۍ کې دايمي سوله رامنځته شي؟ دا د نړيوالې ټولنې پر وړاندې موجوده مسئله ده.

تاريخ د يوې هېندارې مثال لري. د جاپان د تېري ضد د چينايانو د مقاومت د جګړې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب څخه تر لاسه شوې قيمتي تجربه دا ده چې نړۍ دې د سولې او پرمختګ پر لور ټينګار وکړي. په دې برخه کې چين هم يوه نمونه جوړه کړې ده. د برازيل د فورم مجلې په وروستيو کې په يوه مقاله کې ليکلي چې د شلمې پېړۍ له پنځمې لسيزې څخه چين تل په سوله کې د ګډ ژوند پر پنځو اصولو ټينګار کړی او يوازينی هغه اټومي هېواد دی چې ژمنه یې کړې، له نورو هېوادونو نه مخکې اټومي وسلې ونه کاروي. تر اوسه پورې چين د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکو عملياتو د تر سره کولو لپاره نورو هېوادونو ته څه باندې پنځوس زره سوله ساتونکي لېږلي چې دغه شمېر د امنيت شورا د نورو  دايمي غړو هېوادونو په پرتله زيات دی.

اوس چين د چيني شکله عصري کېدو د ابادۍ لپاره ډېرې هڅې کوي او د سولې او پرمختګ په لور روان دی. يو داسې چين چې سولې ته ډېر ارزښت ورکوي او پر سولې او پرمختګ ټينګار کوي، تل به د نړيوالې سولې او پرمختګ د ساتلو په برخه کې د ملا تیر رول ولوبوي.

Previous Post

د چين د بشري حقونو د پرمختګ صندوق پلاوي له ترکيې او ايټاليا څخه ليدنه وکړه

Next Post

د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتوني ګوترېش سره ځانګړې مرکه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتوني ګوترېش سره ځانګړې مرکه

د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتوني ګوترېش سره ځانګړې مرکه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغانان له جګړې وروسته له اقتصادي بندیزونو کړېږي

افغانان له جګړې وروسته له اقتصادي بندیزونو کړېږي

اگست 31, 2023
حامد کرزي د خیبر پښتونخوا له سېلاب‌ځپلو سره خواخوږي ښودلې

حامد کرزي د خیبر پښتونخوا له سېلاب‌ځپلو سره خواخوږي ښودلې

اگست 17, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ