چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د جګړې اوسنی ډګر افغانستان؛ د علم او پوهې لرغونې زانګو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 10, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د جګړې اوسنی ډګر افغانستان؛ د علم او پوهې لرغونې زانګو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

له هرڅه مخکې غواړم يادونه وکړم چې افغانستان راته په ذهن کې د يوه ټپي زمري په شان ښکاري، که څه هم اوږدو جګړو ډېر ځپلی، خو ډېر وياړلی تاريخ لري، د پوهانو او تورياليو لرغونې زانګو پاتې شوې او ولس يې هم د علم په برخه کې ځلېدلی اوتر څنګ یې له خپلې خاورې د مېړانې کارنامې هم لري.

څوک چې د لوی احمد شاه دراني، ميرويس خان  هوتک، محمود غزنوي، خوشحال خان خټک او نورو باتورو افغانانو تاريخ مطالعه کړي، نو د افغانستان عظمت ته به په دواړو لاسونو سلام وکړي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

ما ددغه هېواد ژبه زده کړې او د تاريخ په اړه يې څه ناڅه معلومات لرم، نو ښايي له افغانستان او افغانانو سره زما د علاقې لامل همدا وي.

تل دا دعا کوم چې دغه ټپي زمری دې روغ شي چې هم له خپل ځانه دفاع وکړي او هم نړۍ ته د ابن سينا بلخي، مولانا جلاالدين محمدبلخي رومي ، سيدجماالدين افغان او… په شان پوهان نړۍ ته وړاندې کړي.

کله چې په رسنيو کې د افغانستان په اړه مثبت خبر واورم، د خوښۍ احساس کوم او کله چې منفي او د غم خبرونه واورم نو زړه مې بد شي، لنډه دا چې کټ مټ د خپل هېواد په شان مينه ورسره لرم.

نن مې د افغانستان په اړه دوه مثبت خبرونه واورېدل، يو دا چې د صبغت الله په نامه ۱۱کلن افغان ماشوم څه ده موده مخکې د رياضي مضمون په يوه سيالۍ کې د څلوېښتو هېوادونو په کچه لومړی مقام خپل کړ.

خبر وايي ‌صبغت الله په اصل کې د هلمند اوسېدونکی دی او د هرات په افغان ـ ترک معارف ابتدائيه ښوونځي کې د څلورم ټولګي زدکوونکی دی.‌

سيالي په کمبوډيا کې وه چې له بېلا بېلو هېوادونو تر څلورو زرو ډېرو زدکوونکو ګډون پکې کړی و.‌

صبغت الله افغان رسنيو ته ويلي چې ددې ازموينې ډول له نورو سره توپير درلود او د سوالونو د ځوابولو لپاره وخت کم و.

مناسبه ګڼم چې په دې اړه ووايم چې باز خانه بې بازه نه وي، افغانستان د علم او پوهې ټاټوبی دی، د ابن سينا بلخي، مولانا جلاالدين محمد بلخي رومي، سيد جماالدين افغان او امام ابوحنيفه په شان پوهانو کور دی، پوره باور لرم چې که زمينه ورته برابره شي نو هر بچی به يې د صبغت الله په شان وځلېږي او افغانستان به يوځل بيا د علم او پوهې زانګو شي.

بل خبر مې دا وليد چې چين له افغانستان سره د يو ميليون ډالرو په ارزښت د طبي وسايلو بله جوپه مرسته وکړه.

د دغه خبر په لېدو مې هم د خوښۍ احساس وکړ، د خوښۍ يو لامل مې دا و چې دوه پخواني دوستان يو له بل سره په غم او ښادۍ کې شريک او نږدې دي او بل لامل يې دا و چې افغانستان دې مرستو ته اړتيا لري او هيله ده چې دغه مرسته د کوويد ۱۹ وبا په مخنيوي کې ګټوره ثابته شي.

البته بايد ووايم چې دا له افغانستان سره د کوويد ۱۹ ويروس سره د مبارزې په برخه کې د چين د مرستو شپږمه جوپه ده چې د خبر د معلوماتو له مخې تر اوسه د ټولو مرسته شويو موادو وزن شاوخوا شل ټنو ته رسېږي.

خبر کې راغلي چې ياد توکي د اکتوبر په اتمه نېټه په افغانستان کې د چين سفير د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سرپرست ته وسپارل.

ددغه خبر له مخې د افغانستان د روغتيا سرپرست وزير د يادو موادو ترلاسه کولو پرمهال د چين د پرله پسې مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه چې په افغانستان کې د کرونا لومړۍ څپه کنټرول شوې ده، خو ددويمې څپې خطر موجود دی او د کنټرول لپاره يې پوره چمتوالی نيول شوی.

په افغانستان کې د چين سفير وانګ يو ويلي، چې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ته يې د يو ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت طبي وسايل وسپارل او تر څنګ يې د کرونا ناروغۍ د مخنيوي په موخه پوهنې وزارت، سرې مياشتې او محلي ارګانونو خپلواکې ادارې ته ځينې صحي بستې ورکړې دي چې د افغانستان ټولو ولايتونو ته يې ورسوي.

که څه هم دا مرسته به  د کوويد ۱۹ ويروس سره د مبارزې په برخه کې کمه وي او افغانستان ډېرې مرستې ته اړتيا لري،  خو د هغه اصطلاح په خبره چې “برګ سبز تحفه درويش” يعنې که تحفه څومره کوچنۍ هم وي خو چې د صداقت له مخې وي نو ډېر ارزښت لري او په دې هيله چې د دوستو هېوادونو ترمنځ د داډول تحفو تبادله دوام وکړي.

 تېر کال مې چې په لومړي ځل خبر واوريد چې په افغانستان کې د کوويد ۱۹ مثبته پېښه ثبت شوې، که څه هم هغه مهال په چين کې هم د ياد ويروس پېښې ډېرې وې او پروړاندې يې بېړنی حالت نافذ شوی و او هېڅوک نه پوهېدل چې څوک روغ او څوک ناروغ دی، خو زما له افغانستان سره اندېښنه ځکه پيدا شوه چې په دې هېواد کې له يوې خوا د جګړې شدت دی او د حکومت ټول پام جګړې ته اوښتی، د نورو برخو په شان طبي برخه هم د جګړې تر اغيزې لاندې راغلې او په ورته وخت کې به دغه هېواد ته د کوويد ۱۹ ورتګ د حکومت او ولس په تېره بيا طبي ټولنې د اوږو بار او مسووليت لا دروند کړي او اندېښنه مې دا وه چې خدای مه کړه ياد ويروس د افغانانو ملا ټيټه نه کړي.

خو له نېکه مرغه چې ياد ويروس په افغانستان کې د نورې نړۍ په پرتله ډېر شدت پيدا نه کړ او د خدای شکر دی چې مرګ ژوبله يې دومره ډېره نه وه.

خو لا هم اندېښنې پرځای دي، ځکه د روغتيا نړيوال سازمان خبرداری ورکړی چې د ژمي او يخنۍ په رارسېدو سره په نړۍ کې د کوويد ۱۹ ويروس د بلې څپې خطر پرځای دی.

په حقيقت کې دغه ويروس يوه نړيواله بلا ده، نو ځکه يې بايد نړيوال په ګډه مخه ونيسي، شتمن او مخکښ هېوادونه بايد له بې وسه او په تېره بيا جګړې ځپلو هېوادونو سره مرسته وکړي.

هماغه ډول چې د روغتيا نړيوال سازمان مشر او د چين حکومتي مشرانو په خپرو خبرو کې پردې خبرې ټينګار کړی چې د کوويد ۱۹ ويروس پروړاندې مبارزه به تر هغې بريالۍ نه شي چې آن په ډېر وروسته پاتې هېواد کې هم ددغه ويروس ټغر ټول شوی نه وي.

هيله ډېره ده چې چين به له افغانستان سره په ټولو برخو، په ځانګړې توګه طبي برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي، ځکه د چين ولسمشر څه موده وړاندې د روغتيا نړيوالې غونډې ته د وينا پرمهال وويل چې چين کولای شي د کوويد ۱۹ ويروس سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان او نورو دوستو هېوادونو سره لا ډېرې مرستې وکړي.

لیکواله: زرينه؛ د چين ميډياګروپ خبرياله

Previous Post

سږ کال د نوبل جایزه د خوړو نړېوال سازمان ته ورکړل شوه

Next Post

د سولې چارو وزارت:قطر کې د سولې مذاکراتو غیر رسمي ناستې دوام لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د سولې چارو وزارت:قطر کې د سولې مذاکراتو غیر رسمي ناستې دوام لري

د سولې چارو وزارت:قطر کې د سولې مذاکراتو غیر رسمي ناستې دوام لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د افغانستان مسئله د شانګهای همکارۍ سازمان او ناټو ترمنځ د توپير ښه بېلګه ده

د افغانستان مسئله د شانګهای همکارۍ سازمان او ناټو ترمنځ د توپير ښه بېلګه ده

سپتمبر 18, 2022
چین: امریکا دې افغانستان کې خپله سیاسي او نظامي ماتې نه هیروي

چین: امریکا دې افغانستان کې خپله سیاسي او نظامي ماتې نه هیروي

اگست 16, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved