چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د پرمختیا پر سوله ییزې لارې د چین ټینګار او د نړیوالې سولې او ترقۍ هڅول

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 8, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د پرمختیا پر سوله ییزې لارې د چین ټینګار او د نړیوالې سولې او ترقۍ هڅول
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چين د ۲۰۲۵م کال په مني کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې کوربه توب وکړ او د جاپان د تېري پرضد د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشیزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۸۰ مې کلیزې يادغونډه يې ترسره کړه.

چین پدې سره نړۍ ته د پرمختیا پر سوله يیزې لارې لپاره خپله نه بدلېدونکې اراده وښودله. ياد دوه فعاليتونه نړۍ ته ښکارندويی کوي، چې چين نه يوازې د ولس د سوله ييز ژوند او د نړۍ د سوله يیز پرمختګ د ساتلو لپاره پیاوړی عزم او غښتلی توان لري، بلکې اغېزمن عملي اقدامات هم کوي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

تاریخ ثابته کړې چې چین په نړیواله سوله کې ستره ونډه لري

د جاپان د تېري پرضد د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشیزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۸۰ مې کلیزې په یادغونډه کې ((سوله)) تر ټولو برجسته موضوع بدله شوې. په رسم ګذشت کې د بيرغ هوايي ګارډ  هغه لوحې چې ورباندې لیکل شوې وو «سوله به حتما بریالۍ وي، «ولسونه به حتما بریالي شي» له ځان سره لېږدولې او د تيان آن من میدان د پاسه يې پرواز وکړ .

سوله ساتونکي قطعات په محکمو قدمونو سره له تيان آن من ميدان څخه تېر شول او د يادغونډې په پای کې ۸۰ زره کوترې چې د سولې نښه بلل کيږي، له پنجرو څخه ازادې شوې او  پرواز يې وکړ.

د جاپان د تېري پرضد د چينايانو د مقاومت جګړه د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې مهمه برخه ده. چيني ملت د دې جګړې لپاره لویه قرباني ورکړې او د بشري تمدن د ژغورنې او د نړيوالې سولې د ساتلو لپاره يې لوی خدمتونه کړي دي. دغه لویه بريا چې د سختې مبارزې په نتيجه کې ترلاسه شوې، تل د چيني ملت په ياد کې پاتې ده او د بشر د سولې او پرمختګ په تاريخ کې ليکل شوې ده.

شي جین پينګ وويل: تاريخ موږ ته ښيي چې پر عدالت باور نه متزلزل کېږي، سولې ته د هيلې مخنيوی نه کيږي او د خلکو ځواک ته ماتې نه ورکول کيږي. د نوموړي له دې خبرو څخه ښکاريږي، چې چيني ملت په نړۍ کې د عدالت او انصاف، سولې او ارامۍ تامین ته کلک عزم لري.

د نړۍ مدیریت؛ د چین ابتکاري او عملي اقدامات

دا يوه ډېره مهمه پوښتنه ده چې نړیوال باید څه ډول نړۍ جوړه کړي  او ابادي يې څرنګه وکړي ؟ رئیس شي جين پينګ دې پوښتنې ته د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ د نوښت په مطرحولو سره ځواب ویلی دی. دغه نوښت له تېرو لسو کلونو راهیسې د نړيوالې ټولنې اجماع ترلاسه کړې او  د عمل جامې يې ور اغوستې دي.

رئیس شي جين بينګ په تيانجين ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه کې د نړۍ د مديريت ابتکاري وړاندیز مطرح کړ چې پکې د هېوادونو ملي حکميت پر ساتلو ،د نړيوالو قوانینو پر درناوي، د څواړخيزم پر عملي کېدو، د انسانانو غوښتنو ته پر توجه او پر صادقانه اقداماتو ټینګار شوی دی. دغه نوښت د نړۍ د مديريت د لا عادلانه او معقول سیسټم د جوړولو په موخه وړاندې شوی او د نړۍ د پرمختګ، خوندېتوب او تمدني نوښتونو سره په ګډه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ عملياتي سیسټم وړاندیز پکې شوی  دی .

د بلاروس ولسمشر لوکاشنکو ويلي، چې هېواد يې د رئیس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی د نړۍ د مديريت له نوښتي وړاندیز سره پوره موافق دی. د کيوبا دولت رئيس دياس کنير ويلي، چې د شي جين پينګ دغه نوښت د نړۍ د مديريت سيسټم د اصلاح او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره خدمتونه وکړي.

چين همدارنګه د منځګړيتوب د نړيوال سازمان د جوړېدو نوښتي وړاندیز کړی او ۳۳ هېوادونو يې تړون ځای پر ځای لاسلیک کړی او بنسټګر غړي يې ګرځېدلي دي، چې پدې سره د نړۍ د مديريت د اصلاح لپاره د قوانينو د واکمنېدو لپاره زمينه مساعده شوې ده.

چين د نړيوالو همکاريزو  اړيکو د ټينګېدو لپاره هڅې کوي

چين په سوله کې د ګډ ژوند د پنځو اصولو پر اساس له نورو هېوادونو سره دوستانه اړيکې پالي، د نړیوالو اړیکو د نوي ډول سیستم جوړولو او د هېوادونو ترمنځ د مساوي، پرانيستو او همکاريزو اړيکو د ژورولو لپاره هڅې کوي.

چين له ګاونډيو هېوادونو سره د دوستۍ، صداقت،متقابلو ګټو او مشارکتي اړیکو سیاست ته ژمن دی. د چين د واکمن کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د ۲۰۲۵م کال په اپريل کې د ګاونډیو هېوادونو په تړاو کاري غونډه  ترسره کړه او خپلو کادرونو ته يې هدایت وکړ چې باید د انسانانو د ګډ برليک ټولنې پر ابادۍ تمرکز وکړي او د پنځو کورونو ( سوله يیز کور، ارام کور، سمسور کور، ښکلي کور او دوستانه کور ) ابادي باید ګډه هيله وبولي.

د چين د هڅو په نتيجه کې بريکس نوي غړي قبول کړي او پيمانه يې لاپرخه شوې ده. چين همدارنګه د سراسري جنوب د پرانيستې او ټولشموله همکارۍ نوښت مطرح کړی، له افريقا سره يې د عصري کېدو په برخه کې د مرستو لپاره لس عملي اقدامات پيل کړي، له لاتينې امريکا سره يې پنځه لويې پروژې پيل کړې او له عربي هېوادونو سره په پنځو مهمو برخو کې ژورې همکارۍ کوي. دغه هېواد د سراسري جنوب مهم لارښوونکی هېواد بلل شوی دی.

د بېجینګ د پرمختګ لاسته راوړنې؛ د چین او نړۍ لپاره نوي فرصتونه

چين په ۲۰۲۵م کال کې خپل ۱۴ م پنځه کلن پلان بشپړوي او ۱۵ م پنځه کلن پلان جوړوي. د دغه هېواد اقتصاد باکيفيته پرمختګ ساتلی او عمومي حجم به يې ۱۴۰ ټريليونو يوانو ته ورسيږي او په تېرو پنځو کلونو کې يې د ۳۵ ټريليونو يوانو زياتوالی ښيي.

د چين د ۱۴ م پنځه کلن پلان په موده کې يعنې له ۲۰۲۱م کال تر ۲۰۲۵م کال پورې د چين د ټولې ټولنې لخوا د څېړنې لګښت د ۱۳ م پنځه کلن پلان د مودې په پرتله نږدې٪ ۵۰ زياتوالی ښيي او د زیاتوالي ارزښت يې ۱.۲ ټريليونه يوانو ته رسېږي چې دغه شمېر د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان له اوسطې سويې سره برابر دی.

په چين کې د نړۍ تر ټولو لوی تعليمي، د ټولنيز ضمانت او طبي سيسټمونه جوړ شوي دي.

د جبري ښوونې کچه او  د متقاعدینو د بنسټيزې بيمې او بنسټيزې طبي بيمې د پوښښ کچه له ٪ ۹۵ لوړه شوې ده. دغه راز د اقتصادي ودې او د علمي ټېکالوژۍ پرمختګ په لاسته راوړنو سره د خلکو د ګټو او نيکمرغۍ احساس هم ډېر زیات شوی دی.

چین په ټينګار سره اصلاحاتو او ورخلاصون ته دوام ورکوي.

دغه هېواد له څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او ۳۰ نړيوالو سازمانونو سره په ګډه کمربند او لار جوړوي او له سلو هېوادونو نړيوالو سازمانونو سره په ګډه د نړۍ د پرمختګ نوښت عملي کوي، دغه راز د خپل پرمختګ ترڅنګه نړۍ ته نوي فرصتونه برابروي او د بېلابېلو هېوادونو خلکو ته پرله پسې ګټې رسوي.

په چين کې د ډانمارک د سوداګرۍ ټولنې بنسټګر سيمون ريتنبرګ د چين دولت رئیس شي جين پينګ ته په پیغام کې ليکلی: باور لرم چې د نړۍ دور اندیشان یا د لرې فکر خاوندان به خامخا پوه شي، چې چين انتخابول د راتلونکي انتخابولو مانا لري.

لکه څنګه چې د چين د دولت رئیس شي جين پينګ ويلي، د چيني شکله عصري کېدو بهیر د سوله يیز پرمختګ پر اساس روان دی او دغه هېواد به تل د نړيوالې سولې، ثبات او پرمختګ ځواک پاتې شي او په پرله پسې توګه به له نړيوالې ټولنې سره د نړيوالې سولې، پرمختګ او سمسورتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.

Previous Post

شي جين پينګ د چين او روسیې د دوستۍ، سولې او پرمختګ کمېټې ۱۵مې دوه اړخيزې غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

Next Post

روسيې د نړيوال مديريت وړانديز ډېر مهم وباله

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د پرمختیا پر سوله ییزې لارې د چین ټینګار او د نړیوالې سولې او ترقۍ هڅول

روسيې د نړيوال مديريت وړانديز ډېر مهم وباله

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا کې؛ د چورلکې نسکورېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي

امریکا کې؛ د چورلکې نسکورېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي

مارچ 29, 2021
سیګار: د پخواني ولسمشر په اړه د پلټنو راپور راتلونکې میاشت خپرېږي

سیګار: د پخواني ولسمشر په اړه د پلټنو راپور راتلونکې میاشت خپرېږي

فبروري 13, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved