د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره د چین د يون نان په تنګ چونګ ښار کې کې کتلي دي. وانګ یي ویلی، چې نړۍ د بدلونونو شاهده ده، خو تر څنګ یې له یو لړ جدي ستونزو او ننګونو سره هم مخ ده.
نوموړي ویلي، چې نړیوالې ټولنې ته تر بل هر وخت ډېر مسوولیت متوجه دی چې نړیوال عدالت تامین او ګډې همکارۍ پیاوړې کړي. هغه چین او ایران دوه ستراتیژیک شریکان بللي دي. د وانګ یې په خبره چې پکن غواړي له ایران سره په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پیاوړې کړي او تر څنګ یې له پر مختللو هېوادونو سره یو ځای د نړیوال عدالت او د هېوادونو د ګډو ګټو لپاره کار وکړي.
وانګ یي ویلي، چې هېواد یې د ایران د اتومي تړون ارزښت ساتلو ته ژمن دی او دغه ژمنتیا په دې مانا ده چې دوی د ملګرو ملتونو ټول قوانین عملي کوي او د هغه تړونونو ملاتړ کوي، چې هغه د سیمې او ټولې نړۍ په ګټه وي.
محمد جواد ظريف د کوويد-۱۹ وبا پر ضد د مبارزې او کنټرول برخه کې د چین د تر لاسه شويو سترو برياوو په مناسبت دغه هېواد ته مبارکي ویلې ده. ايران دغه راز د خپل هيواد د ذروي مسئلې په هکله د هر اړخيز تړون د ساتلو په برخه کې د چين د مهم رول ستاينه کړې ده. ایران غواړي چې له چين، روسيې او اروپايي ټولنې سره يو ځای د دغه تړون اهميت وساتي.
































