د راپورونو له مخې جګړه د یکشنبې په سهار پیل شوې ده، چې مازیګر مهال طالبانو د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه نیولې وه. تېره شپه ځانګړي ځواکونه هلمند ولایت ته رسېدلي دي او د راپورونو له مخې سختې جګړې تر ساعتونو پورې دوام کړی دی. اوس هم په هلمند کې د جګړې د درېدو راپورونه نه دي ورکړل شوي او دواړه لوري یو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو خبره کوي. افغان حکومت ویلي چې هلمند ته یې تازه تجهیزات او سرتېري لېږلي دي او ډېر ژر به هغه وسله وال طالبان له منځه یوسي چې پر لښکرګاه ښار یې برید کړی دی. دغه جګړه داسې مهال کېږي چې نړیوال د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاوو ترمنځ د خبرو د پيلېدو او تاوتریخوالي د کمېدو غوښتونکي دي.
































