په دوحه کې مېشت خبریالان وایي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره کتلي دي او دوی یې هڅولي چې ژر تر ژره د مذاکراتو پر تګلاره توافق وکړي. سرچینې وایي چې ښایي د دواړو لورو ترمنځ نن هم کومه غونډه و نه شي خو په راتلونکو ورځو کې به مهمې غونډې ولري. بلخوا افغان پلاوی هیله من دی چې وکړی شي ژر تر ژره ناندرۍ ختمې کړي او مذاکراتو ته ادامه ورکړي.
































