افغان پلاوی لا هم په دوحه کې د تګلارې پر سر د رامنځ ته شوې لانجې د حل په لټه کې دی. له نږدې یوې میاشتې راهیسې د طالبانو او افغان حکومت د مخامخ خبرو بهیر پرانیستل شوی دی خو رسمي مذاکرات نه دي پیل شوي او د مذاکراتو پر تګلاره ناندرۍ روانې دي. اوس د سولې په چارو کې ددولت وزارت وایي افغان پلاوي هڅې پيل کړې چې ژر تر ژره لانجې حل شي او دواړه لوري د تګلارې پر سر هوکړې ته ورسېږي. ددغه وزارت ویانده ناجیه انوري همدا راز وایي افغان پلاوي له بېلو اړخونو سره لیدنې پيل کړې دي څو دغه ستونزه حل او مذاکرات رسما پیل شي. د افغان حکومت مرکچي پلاوي هم ویلي هیله من دي چې وکړی شي ناندرۍ ختمې کړي او مذاکرات رسما پیل شي. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ خونړیو جګړو اندېښنې پارولې دي.
































