چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

یوالی او ګډه مبارزه کرونا ویروس له منځه وړلای او د انسانانو ګډ برخلیک ټاکلی شي

لیکنه: وانګ يو؛ په افغانستان کې د چين لوی سفير

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 22, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
یوالی او ګډه مبارزه کرونا ویروس له منځه وړلای او د انسانانو ګډ برخلیک ټاکلی شي
1.2k
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چين؛ د رئيس شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې له ناول کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ډېرې ښې او اغېزناکې لارې موندلې دي او ښه مبارزه یې ور سره کړې ده. خو تر څنګ یې اوس نیږدې په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره ددغه ويروس خپرېدل د خواشینۍ وړ دي. په ډېری هېوادونو کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر په پر له پسې ډول زياتېږي، چې تر څنګ یې په افغانستان کې هم ددغه ساري ناروغۍ ځينې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دا د انسانانو پر وړاندې یوه ګډه ننګونه بلل کېږي. د نړیوال کېدو په اوسني دور کې د بېلابېلو هېوادونو برخليکونه له يو  او  بل سره نښلول کېږي، نو د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې، ګډه ابادي د انساني ټولنې د پرمختګ او پراختيا يوازنۍ سمه لاره ده.

د ناول کرونا ويروس پر ضد د چين بريالۍ تجربې ډېرې وستایل شوې. د چين د دولت رئيس «شي جين پينګ» ددغه ويروس پر ضد بې ساري ولسي مبارزې خپله څارله او مابریزینو ته یې لارښوونې  کولې. د نوموړي تر قوي مشرۍ لاندې به ډېر ژره په ټول چین کې دغه ویروس مخه ونیول شي او د مخنيوي او کنټرول واحد ميکانيزم یې جوړ شوی دی. د روغتيا نړيوال سازمان د عمومي مدير عالي سلاکار دوکتور بروس ايرود څرګنده کړې چې د چين تدبيرونو پر دغه ويروس د زرګونه کسانو د اخته کېدو مخنيوی کړی دی. ددغه نړيوال سازمان د ځينو کارپوهانو لخوا د برابرو شويو شمېرو له مخې، د چين په هڅو سره له دغه هېواد بهر د يادې ساري ناروغۍ چټک خپرېدل له ۲  تر ۳ اوونيو پورې ورو شوي دي ، له دې ښکاري چې د چين حکومت نه يوازې د چينايانو د ژوند او روغتيا د ساتلو لپاره خپلې دندې تر سره کړې دي، بلکې د نړيوالې ټولنې د عامې روغتيا د امنيت په خوندي ساتلو کې يې خورا زيات خدمتونه کړي دي. چين په خپلو اقداماتو سره د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ژور او غني محتويات بيان کړي دي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

دوی يو له بل سره ګډ برخليک لري او له نورو سره ګډ ګامونه پورته کوي. د څه باندې ۱۷۰ هېوادونو مشرانو او ۴۰ نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو مسؤلينو د ويروس پر ضد د چيني مبارزې له کبله په جلا جلا توګه له چين څخه خپله خواخوږي او ملاتړ څرګند کړ او ډېری دوست هېوادونو، نړيوالو يا سيمه ييزو سازمانونو ان ځينو ولسي بهرنيانو موږ ته زياتې مرستې برابرې کړې دي. موږ به دا هېڅکله هېر نه کړو چې دوکتور بروس ايرود د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو ګروپ په مشرۍ سره ووهان ښار ته لاړ، هلته يې ليدنې کتنې وکړې او نړيوالو ته يې د چينايانو زړورې کيسې بيانې کړې. زموږ به په یاد وي چې د ځينو هېوادونو مشرانو په ستونزمن وخت کې چين ته سفر وکړ او له چينايانو یې خپل ټينګ ملاتړ اعلان او نيکې هيلې وړاندې کړې. زموږ به دا هم په یاد وي چې ځينو بهرنيو محصلينو په چين کې پاتې کېدل غوره وبلل او د ويروس پر ضد په مخکنۍ کرښه يا د اورګاډيو په سټېشنونو کې يې د داوطلبانو دندې پر غاړه واخیستې. دا به مو هم په یاد وي چې د بېلا بېلو هېوادونو ولسي خلکو چينايانو ته ”چينه، تکړه شه! ووهانه، تکړه شه!“ په څېر ټينګ ملاتړ او نيکې هيلې وړاندې کړې دي.

”څوک چې ما ته شفتالو راکړې، په ځواب کې به قيمتي ډبرې ورکړم. “  دا له څو زرو کلونو راهيسې د چيني ملت عنعنوي دود او د چين لخوا د انسانانو ګډ برخليک ټولنې ابادۍ د پرمخبيولو یو ضروري انتخاب هم دی. منندوی چينايان اوس تر خپلې وسې پورې نړۍ ته پخپلو ځوابي کارونو او خدمتونو بوخت دي، موږ له هغو هېوادونو او سيمو سره يو شان احساسات لرو او خپل زغم مو شريک کوو چې پکې د ناروغانو شمېر په چټکۍ سره ډېرېږي. چين د خپلې مبارزې تر څنګ د مرستې رسولو لاسونه اوږد کړي. تر اوسه پورې يې پاکستان، لاوس، تايلنډ، ايران، کوريا جمهوريت، جاپان، ايټاليا او د افريقايي هېوادونو ټولنې په شمول زياتو هېوادونو او سيمو ته د بيړنۍ اړتيا وړ طبي توکي برابر کړي، ايران، عراق او ايتاليا ته يې د طبي کارپوهانو ډلې لېږلي او د ويډيويي غونډو له لارې يې له اړوندو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره د ناروغۍ د درملنې او مخنيوي تجربې شريکې کړې دي.  پردې سربېره، د چين د جدي او اغېزناکو تدبيرونو د نړيوالو لپاره زيات وخت سپما کړی او تر زياتې اندازې پورې يې د نورو هېوادونو فشارونه کم کړل.

چين او افغانستان ګډ برخليک لري او خپلمنځي اړيکې له ويروس سره په ګډه مبارزه کې پياوړې کېږي. افغانانو آن ددغې مبارزې په پيل کې چين ته خپل ملاتړ څرګند کړی. ولسمشر اشراف غني، پخواني اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش، د بهرنيو چارو سرپرست وزير هارون چخانسوري، د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز، د دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد، د کورنيو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي، د افغانستان او چين د دوستۍ ټولنې، د ورېښمو لارې څېړنيز مرکز په جلا جلا توګه له چين څخه ملاتړ څرګند کړی دی. څو تنو افغان ملګرو چې پخوا یې په چين کې زده کړې، د چيني سفارت له لارې چينايانو ته د بيړنۍ اړتيا وړ يو شمېر طبي توکي ورکړل، ځینو کسانو د پيسو بسپنې کړې او له چيني سفارت څخه يې غوښتنه کړې چې هرومرو دې داسې پيسې تر ټولو د اړتيا وړ ځايونو ته ولېږي. دا چې افغانان په ستونزمن وخت کې تل د چين تر څنګ ولاړ دي، دا به زموږ چينايانو هېڅکله هېر نشي. چيني حکومت د ووهان په شمول ټول چين کې پاتې شويو افغان محصلينو ته زياته پاملرنه کړې ده، دوی تر اوسه ټول روغ او جوړ او ژوند يې نورمال روان دی. د چين د بهرنیو چارو وزارت، د روغتيا ملي کمېټې، د ناروغيو د وقايې او کنټرول مرکز او ګمرکاتو عمومي ادارې اړوندو کارپوهانو او چارواکو د نو روز په ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو او عامې روغتيا وزارتونو له کارپوهانو سره يوه ۴ ساعته ويډيويي ناسته جوړه کړه او د چين تجربې یې ور سره شریکې کړې. د چين حکومت، سفارت او تصدۍ به بيا په خپلو کوښښونو سره افغانانو ته د طبي او وقایعې توکو مرستې برابرې کړي څو چې افغانان ژر له دې ستونزې را ووځي. د ناول کرونا ويروس پر وړاندې چين او افغانستان د یو او بل مرسته کوي او لاس په لاس، اوږه په اوږه په ګډه سره د انسانانو د ګډ برخليک په اړه يوه خوندره موسيقي غږوي.

ويروس له سرحدونو سره خپرېږي. ټول انسانان باید ددې ویروس د مخنیوي لپاره کار وکړي. چين د ناول کرونا ويروس پر ضد د مبارزې په مخکنۍ کرښه کې ولاړ دی، زياتې قربانۍ يې ورکړې او په ټوله نړۍ کې د دغه ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه لا هم خپله دنده تر سره کوي. خو ځينو کسانو په تنګ نظرۍ، مغرورۍ او بې پوهۍ سره پر چين تور ولګاوه او د عامې روغتيا دغه پديده يې پر چين د بريد پر وسلې بدل کړه. دغه ډول بې دليله او شرمناکې خبرې کوونکي خلک به په خپله د چينايانو او نړيوالو پر وړاندې ماتې وخوري او مختوري به شي.

يو چيني متل چې وايي، يووالی خپله یو ځواک دی. دې ساري ناروغۍ ته د ماتې ورکولو لپاره يووالی او همکاري تر ټولو قوي وسله ده. د جهاني کېدو په دغه زمانه کې چې تاسو موږ لری او موږ تاسو لرو، نو انسانان باید په ګډو هڅو سره د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي، ګډې ګټې موندلای او د انسانانو ګډه راتلونکې خوندي ساتلای شو.

Previous Post

افغان سفیر: ایران راسره په کرونا د اخته افغانانو شمېر نه شریکوي

Next Post

کرونا بايد بابېزه ونه ګڼو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
کرونا بايد بابېزه ونه ګڼو

کرونا بايد بابېزه ونه ګڼو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بایډن پولنډ ته سفر کوي

بایډن پولنډ ته سفر کوي

فبروري 5, 2023
کلیوالي سیمو کې روغتیايي ستونزې؛ د سرپرست حکومت د جدي پاملرنې اړتیا

افغانان باید تل بشري مرستو ته لاس تر زنې پاتې نه شي

نوومبر 30, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved