چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

کرونا بايد بابېزه ونه ګڼو

نقيب الله مل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 22, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
کرونا بايد بابېزه ونه ګڼو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د روانې مارچ مياشتې په اتلسمه نېټه په ټول چين کې پر کرونا ويروس باندې د اخته کېدنې هيڅ نوې پېښه نه وه، دا حالت ورو ورو چين د کرونا ويروس په وړاندې په مبارزه کې د کاميابۍ هدف ته ورنژدې کوي، که څه هم په چين کې د کرونا ويروس اوس تر ډيره کنترول شوی دی، خو په نوره نړۍ کې د کرونا ويروس وبا ورځ تر بلې د خپرېدا په حال کې ده تر اوسه په ۱۸۶هيوادونو کې څه باندې دری لکه اته سوه اتلس د اخته کېدنې پېښې ثبت شوې دي په عمومي توګه يې د څه باندې ديارلس زره څلور سوه پنځه انسانانو ژوند اخيستی، له نېکمرغه په دې ترڅ کې د څه باندې څلور نوي زرو ناروغانو درملنه شوې ده او ددغې خونړۍ ناروغۍ د مرګ له کومي وتلي او روغ شوي دي. د روغتيا نړيوال سازمان هم د نړۍ په سطحه لومړۍ درجه خطرناکه ساري ناروغي او ستره وبا بللې ده، په ټولو هيوادونو باندې يې غږ کړی تر څو د جدي چمتوالي په نيولو سره په ګډه يې ختمولو کې، يو د بل همکاري او مرسته وکړي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په دې لړ کې افغانستان هم له دې خطر لېرې او مستنثی نه دی، څرنګه چې دا ويروس او ناروغي اوس په ګاونډي ايران کې په شدت د خپرېدا په حال کې ده خطر او ګواښ يې د افغانستان تر لمنې هم رسيدلی او په دې حساب افغانستان ته د خطر سره کرښه نوره هم نژدې شوې ده، ورځ تر بلې دا خطر نژدې او زياتيږي تر اوسه د ۳۴پېښو رسمي ارقام ثبت شوي دي، دا ټولې پېښې له ايران څخه په راغلو کې بلل شوې دي، حالاتو ته په کتلو او د حکومت امکاناتو، ظرفيتونو، د روغتونونو تجهيزاتو ناسم حالت، دا هغه څه دي چې اوتومات زموږ ذهن د ناورين انځور په کشمکش کې اخته کيږي، دا انځور هغه مهال نور هم پسې د خپلې وېرې څيره سخته کړي چې د عامو وګړو، ولس ناتواني، فقر، بېوزلي وليدل شي، د عامه پوهاوي او معلوماتو نشتون پرې وربرسېره شي، ټولنيز مسلط دودونه او بيا چې د ژوند عادتونه، په ټوله کې د خلکو بې پروايي هم ورسره ملګري وي بيا نو خامخا ددې وخامت او شدت په څو برابر زياتوالي کې به يې ونډه بې روله نه وي، سر له اوسه بايد ددې جدي اندېښنو په اړه فکر وکړو د حل اسانه او ګټورې لارې د وضعيت او شرايطو سره سمې تشخيص کړو، دا ټول هغه څه دي چې بايد د نړيوالې ټولنې، دوستو هيوادونو او د روغتيا نړيوال سازمان مرستې او همکارۍ جلبولو ته پکې اړتيا ليدل کيږي، هغه چې زموږ د مبارزې پياوړتيا هم ورته جدي اړتيا لري، موږ په يوازې توګه د حالت د کابو کولو توان او وړتيا نه لرو او کنترولول او تر عهدې وتل يې څه اسانه خبره نه بلل کيږي، مخکې له دې چې نوره هم ناوخته شي، د وخت او فرصت کمښت مو د کارونو خنډ شي،  د ورخطايۍ او ويرې په لالهاندۍ کې ايسار شو، مبارزه راته نوره هم سخته او لا ستونزمنه شي بايد له وړاندې پېشبين اوسو او لاس په کار شو.

په ايران کې له حالاتو داسې ښکاري چې ددې ناروغۍ په وړاندې او وقايې په برخه کې نا مسلکي چلند تر ډيره د پېښو زياتوالي لامل ګرځېدلی دی او قصدا له ولکې بهر کړی شوی، د ايران نامسلکي چلند له دې هم څرګند دی چې په دغسې يو حساس وخت کې يې ولې خپلې پولې او اغېزمن ښارونه تر ډيره پرانيستي پرې ايښي وو، ولې يې د ژر بندولو او قرنطين کولو په اړه لاس په کار نه شول، نه يوازې دا چې ويروس دننه په ايران کې د چټکې خپرېدا باعث شو، بلکې ګاونډيان يې او نژدې سيمه يې هم متضرره کړه. د ايران رژيم موخه چې هر څه وي، له هغې سره زموږ کار نه شته. خو کوم څه چې په موږ پورې اړه لري، يادونه يې دلته اړينه بولم او هغه په ايران کې د ميشته افغان کډوالو د ځورولو او کړولو لړۍ له تېزولو هم ارزولی شو، او دا ټول د ايراني رژيم د نړيوالو او انساني قوانينو د نه رعايت کولو په اړه یوازې يوه اشاره ده، هره ورځ بې شمېره افغان کارګران په زور او جبر ايستل کيږي، په دغسې يو ترينګلي حساس وخت کې يې دغسې چلند او کړنې د تأسف او پوښتنې وړ دي، په دغسې يو حالت کې په دې ويروس باندې اخته کېدا او خپرېدا تر بل هر وخت څو برابره زياتېدلی شي، نو دا ښکاره ده چې قصدا غواړي دا ناروغي نورو ته خپره کړي.

په کور دننه زموږ ستونزې هم کمې نه دي، نيمګړتیاوې بې نظمۍ او خپلسرۍ بې شمېره دي، د کرونا ويروس خپرېدا کمه وه چې دا هم پرې را برسيره او اضافه شوه، په دغسې ترينګلي او حساس وخت کې د افغان حکومت هغه تنظیم او ترتيب چې د افغانستان او ايران په پوله باندې تر اوسه ليدل کيږي ترې اټکل کولی شو چې پر دې ويروس اخته بې شمېره کسان به اوس د هيواد تر ډيرو ښارونو او لېرو پرتو سيمو رسېدلي وي، هغه چې د ويروس سرايت خطر يې څو برابره لوړ کړی دی. ټول حکومتي ارګانونه، که ملکي دي يا پوځي په ګډه او همغږۍ سره دې د جدي مسلکي تدابيرو په نيولو له ايران څخه د هر راتلونکي روغتيايي کتنه وکړي او هم يې دې ددوه اوونيو لپاره په قرنطين کې وساتي.

په ښارونو، کليو دواړو کې د خلکو برخورد او عادتونه تر ډيره د خطر زياتوالي او د ويروس سرايت باعث کېدلی شي، د کرونا ويروس د پترول په شان حساس دی، يوازې يو کوچنی بڅرکی ورته بسنه کوي، نوره تباهي په تېزۍ خپله سر پورته کوي. څومره چې ګورو او وينو ددې ناروغۍ په اړه د خلکو برخورد د پوهاوي او د معلوماتو له کچې اټکلولی او ارزولی شو، هغه چې بيخي صفر او په نشت حساب دي، د ټولنې او وګړو همدا حالت د حکومت پر اوږو کارونه او مسئوليتونه نور هم زياتوي او لا درانه کوي.

موږ په دې لړ کې اوس تر ټولو زيات تمرکز بايد په ټولو هغو کسانو وکړو چې له ايران څخه راغلي دي او يا په پوله را اړول کيږي، لومړی موږ بايد هلته د يو لنډمهالي کمپ بندو بست ولرو، لازمه ده چې هر شکمن تر دوه اوونيزې جبري ساتنې لاندې پکې وساتل شي، هره ورځ علاوه پر دې چې د تبې کتنه يې وشي، د وينې کتنه هم ضرور ده، د معلوماتو له مخې په چين کې د ناروغانو د تشخيص او پېژندنې په ترڅ کې دا معلومه شوې ده چې په ځينو کسانو کې د ويروس او ناروغي شتون په لومړی ځل کتنه کې، دويم ځل کتنه کې نه دی شوی، داسې موارد هم شته چې د قرنطين په موده کې د اتم يا نهم ځل د کتنې نتيجه مثبته ختلې ده. افغان ډاکټران بايد دا ټکی او د ويروس دې پېچلتيا ته متوجه اوسي، د روغتيا وزارت بايد په هرات ولايت کې د ويروس د تشخيص او پېژندنې مرکز ژر جوړ او فعال کړي، کوم څه چې د نتيجې ژر معلومېدا او هم د درملنې لپاره ډير اړين دی.

که د دومره زياتو شکمنو ناروغانو د قرنطين لپاره کمپ له وسې او توان لوړ دی، بديله نسبتاً ارزانه او اسانه لار يې دا کېدلی شي چې د روغتيا وزارت فعال روغتيايي ټيمونه، له ايران څخه ټولو راتلونکو ته لومړیطبي توصيې او لارښوونې ولري، له نورو څنګه، په تېره بيا په کور کې د کورنۍ غړو سره له تماس او نژديوالي ځان ساتلی او په کلکه ډډه کولی شي، بيا دې بشپړو روغتيايي مقرراتو په رعايت کولو سره په ځانګړو بسونو کې تر خپلو سيمو، کليو او بانډو ولېږدول شي، هلته دې تر دوه اوونيو دا کسان په خپلو کورونو کې قرنطين او تر څارنې لاندې ونيول شي. د هر ولايت روغتيا رياست سره دې دغه بهير په همغږۍ ترسره شي، خدای مه کړه که په دې لړ کېلږه اشتباه او يا بې غوري کيږي ټولې هلې ځلې بې پايلې او صفر کولی شي.

مخکې له دې چې ناوخته شي ولسمشر بايد ټول ولايتونه، وزارتونه، ادارې د يو فوق العاده حکم په مټ د همکارۍ ملي حشر ته راوبولي تر څو ددې ناورين په وړاندې مبارزه په بيدارۍ، په هوښيارۍ وشي دا مبارزه بايد د هر تن وي هر يو يې خپله دنده او مسئوليت وبولي، د يو ارګان، شخص، سيمې او خلکو  پورې تړلې ونه بلل شي، که خلک په منظمه توګه ټول هغه مهم ټکي او موارد چې ددې ويروس څخه د ځان ساتنې په برخه کې يې رعايتول اړين بلل شوي دي په پام کې ونيسي، دا د ويروس سره د مبارزې او د مخنيوي مهمه برخه بلل کيږي، په دې توګه کولی شو د ويروس خپرېدا مهار کړو.

ډلې ټپلې دې په دغسې يو حساس وخت کې خپلې شلګۍ او ناندرۍ پرېږدي او يو طرف ته کړي، وسلوال مخالفين دې له رحم، زړه سوي کار واخلي د روغتيايي او د رضاکارانو ټيمونو او ډلو سره دې همکاري او ورته اسانتياوې برابرې کړي، د مبارزې له دې پراخ سرتاسري کمپاين سره دې ملګري شي او ددې وبا مخنيوي په ملي کمپاين کې د برياليتوب تر پړاوه ونډه واخلي.

ښکاري داسې، چې حکومت او رعيت دواړه له يوې مخې لا هم د غفلت او تنبلۍ زاړه عادت په موډ کې هماغسې ډوب او خمار دي. لا فرصت دی که له دې نوره هم ناوخته کړو، له دې نازک لږ فرصت پر وخت لازمه ګټه وانخيستل شي، بيا به اوبه تر ورخ تېرې وي، پړه به د چا، کوم مسئول، چارواکي وي!

د ولسمشر هغه فرمان چې په ټول هيواد کې ورسره لومړی درجه روغتيايي حالت اعلان شوی دی، بودجه ځانګړې شوې ده، بايد جدي، له ځنډ پرته پلی شي، د منظم پلان له مخې په حساب ولګول شي، په مټ يې کيدلی شي ډيرې ښې روغتيايي چوپړتياوې برابرې او ترسره شي، خدای دې وکړي د ښامارانو او د حيف و ميل ګرانو د منګولو له تاړاکه ليرې او بچ پاتې شي، که څه هم د بودجې پر تخصيص دری اوونۍ اوښتې خو لا معلومه نه ده د روغتيا وزارت څه کوی او څه غواړي ترسره کړي، اوسني تدابير خو يې د مسخرو په شان دي او د قناعت وړ نه دي، په دې نه بايد ځان تېر باسي او نه ولس، نامسلکي چلند يې په واز کومي نارې وهي چې مسئولين په مسئوليت کارونه نه ترسره کوي.

هغه څه چې د ويروس خپرېدا په مخنيوي کې ډير مهم دي هغه د تګ راتګ د کمښت سره تر ډيره اړه لري، په دې لړ کې حالاتو او وضعيت ته په کتو، د اړتيا له مخې دې د ولايتونو ترمنځ تګ راتګ محدود او يا دې ودرول شي، په ښارونو کې په ترافيکي جريان کې عراده جات بايد تر هرې دورې وروسته تعقيم او په طبي الکولو باندې دې ابپاشي شي. ددې چارې ترسره کولو او څارنې لپاره بايد د چېک پاينټونو، دروازو کې ټيمونه مؤظف اوسي.

په افغانستان کې ښوونيز مرکزونه د خطر د کمښت تر مودې تړل شوي دي، لويې غونډې، ناستې او جشنونه لغوه شوي دي، حمامونه، د لمبا حوضونه او د ودونو تالارونه تړل شوي دي، پاتې جوماتونه دي، الحمد لله شکر موږ ټول ښه مسلمانان یو، جوماتونه زموږ لپاره سپېڅلي او د ډير درناوي وړ دي، بايد چې د خطر کمښت تر مودې وتړل شي.

دا موضوع زموږ د هيواد ستر عالم قاضي باران ډيره ښه توضيح کړې ده نوموړي په دې اړه د قناعت او د پام وړ پاخه دليلونه وړاندې کړي دي، وايي، ((کله چې ابراهيم عليه السلام کعبه معظمه او بيت الله شريف بيا د خداى پاک جل جلاله په امر سره ودان کړو، خداى پاک ورته امر وکړو چې زما کور پاک او صفا کړه ترڅو مؤمنان په بشپړ امن و امان سره خپل عبادتونه ترسره کړي که قيام يا طواف او لمونځونه دي.

 د کرونا له وژونکي ويروس څخه د خداى پاک کورونو پاکول او صفا کول ديني وجيبه ده ترڅو مؤمنان خپل طاعت او عبادت په بشپړ اطمينان او راحت او سکون او خشوع سره ادا کړي.

د خداى پاک جل جلاله کورونه مسجدونه د امن او امان کورونه دي نه د ډار او رعب يا بل انسان ته د افت نقلولو ځايونه.

ترڅو د مؤمنانو زړونه په مسجدونو کې د امن و امان احساس ونکړي له دې وژونکو افتونو څخه او په بشپړ اطمينان او راحت سره خپل عبادت ترسره و نه شي کړاى نو تګ راتګ او منع کول يې هم ديني اړتيا ده او هم وجيبه ده.))

هيله ده، افغان حکومت او اړوند ارګانونه، د همداسې پخو دلايلو په رڼا کې، ددې مسئلې لپاره لازم حل ولټوي او ستونزو د مخنيوي او ډيرښت په اړه دې پر وخت اقدام وکړي.

که لږ ځان وښوروو او هڅه وکړو موږ د ويروس سره د مبارزې، مخنيوي او کنترول په برخه کې تيار د نورو هيوادونو ترسره کړو ډيرو ښو، ګټورو، بې شمېره تجربو او مثالونو څخه د خپلو حالاتو او شرايطو سره سم اغېزمنه استفاده کولی شو.

په پای کې د کرونا ويروس په اړه دا هم تر ډيره ويل کيږي، چې په ګرمه هوا کې د فعال پاتې کېدو او د ژوند شونتيا يې ډيره کمه ده، څومره چې هوا ګرميږي هغومره ژر له منځه ځي، د افغانستان په زياتره سيمو کې هوا مخ په ګرمېدا ده، الله مهربانه دی په خپل فضل او کرم سره په طبعي توګه دا ويروس ختم شي، ژر د هغه وخت رارسېدو په تمه چې زموږ ټولو دا تمه سمه ثابته او رښتيا شي.

Previous Post

یوالی او ګډه مبارزه کرونا ویروس له منځه وړلای او د انسانانو ګډ برخلیک ټاکلی شي

Next Post

افغان حکومت او طالبانو پر دایمي اوربند او سولې خبرې کړې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
افغان حکومت او طالبانو پر دایمي اوربند او سولې خبرې کړې دي

افغان حکومت او طالبانو پر دایمي اوربند او سولې خبرې کړې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هند: افغانستان کې هدفي بریدونه د اندېښنې وړ دي

هند: افغانستان کې هدفي بریدونه د اندېښنې وړ دي

اپریل 17, 2021
ښاروالي؛ په ۷مه ناحیه کې د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

ښاروالي؛ په ۷مه ناحیه کې د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

اگست 27, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved