چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

مه وېرېږئ؛ پيل یې کړئ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 14, 2020
in کتاب
0
مه وېرېږئ؛ پيل یې کړئ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د کتاب لیکوال وايي: په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د کتاب نړیوالې ورځې د مراسمو پر مهال له ما څخه وغوښتل شول، څو د (مه وېرېږئ، پیل یې کړئ) کتاب ولیکم. موخه دا وه چې د لوستونکو لپاره ګټور او الهام بښونکي مطالب ولیکم، څو هغوی د لا ډېرو کتابونو لوستلو ته وهڅول شي.

د دغه کتاب لومړنی چاپ زما د تمې خلاف په زیاته کچه وپلورل شو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شو. دغه کتاب په سوېلي افریقا کې د ډېر پلورل شوي کتاب لقب تر لاسه کړ او همدارنګه په اسټرالیا کې د غوره کتابونو په ډله کې راغی. د مینه والو لخوا د دغه کتاب د زیاتې ستاینې او خوښولو له کبله له ډېرې خوشالۍ څخه په جامو کې نه ځایېدم. ډېرو کسانو لیکونه راته واستول او ویل به یې چې دا کتاب د هغوی لپاره یو ښه لارښود او الهام بښونکی و. له دې سره مې دې ته هم پام شو چې کتاب یوازې د نویو لوستونکو د پام وړ نه، بلکې د پخوانیو مینه والو او کتاب لوستونکو د خوښې وړ هم ګرځېدلی دی.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

یو کال وروسته له ما وغوښتل شول څو د کتاب دویم چاپ هم خپور کړم او په مطالبو کې یې زیاتونه وکړم څو په زیاته کچه خلک ترې برخمن شي. د کتاب په دویم چاپ کې د ژوند ټول لومړني درسونه او ډېر هغه مطالب چې راتلونکي ته یې کتنه درلوده، خپاره شول.

د کتاب د لیکلو پر مهال مې له تمې او ارادې پرته ډېر اړین درسونه او موضوعات زده کړل. د درسونو زده کړه هغه وخت پیل شوه کله چې ماشوم وم. زده کړې مې په ښوونځي کې پیل شوې، خو دوام یې د سوداګرۍ په برخه کې و. زه لا هم د زده کړو په حال کې یم او هېڅکله به د درس او زده کړې دوام ته د پای ټکی کې نږدم. دغو درسونو د ژوند په ټوله موده کې له ماسره مرسته کړې ده او هیله‌من یم چې تاسو هم د دې کتاب په لوستلو سره داسې مطالب تر لاسه کړی، چې ستاسو لپاره الهام بښونکي او ګټور وي.

په دې کې شک نشته چې موږ غواړو د نورو سوداګرو او شرکتونو خلاف خپل کارونه په منظم ډول او په پاک نیت سره سرته ورسوو او دا هغه څه دي چې تل زما لپاره ګټور او اغېزناک تمام شوي دي. زه یو زیارکښه انسان یم، خو په زیاته کچه تفرېح او لوبې هم کوم. زه د موخې په درلودلو باور لرم. د هیلو درلودل هېڅکله ناسمه ځانګړتیا نه ده، خو زه تل د عملي هیلو او غوښتنو په اړه فکر کوم. زه د هغه څه په اړه چې ناشوني دي، فکر نه کوم. زه د ځان لپاره موخې ټاکم او وروسته یې د لاس ته راوړو لپاره لارې لټوم. کله چې د یوه کار د تر سره کولو هوډ کوم، په سمه توګه یې پای ته رسوم. په کارونو کې مې هېڅکله شک او دوه زړي‌توب نه کوم. په ښوونځي کې لیکل او لوستل راته سخت وو. هغه مهال مې د لوستلو په برخه کې د ستونزې لامل لا نه و مشخص شوی، په همدې اساس به ښوونکو فکر کاوه چې زه ټنبل یم. همدا علت و چې تل به مې مطالب په یادو یادول. اوسمهال ښه حافظه لرم او د یوې ښې وسیلې په توګه ترې ګټه اخلم.

له کومه وخته مې چې د «ویرجېن» ټولنه رامنځ ته کړې، یانې له ۱۹۶۷ کال را پدېخوا مې ډېر کارونه تر سره کړي دي. موږ یو کوچنی شرکت و چې په تدریجي ډول سره رالوی شوو. زموږ وده او پرمختګ په ډېرو برخو کې لکه د څښاک تولید، د ناویو جامې، موبایل ټلیفونونه، کتابونه، مجلې، د کارتوني او ګرافیکي فلمونو تولید، الوتکې، هوایي شرکت، د ګاډي پټلۍ او ان تر فضایي سفرونو پورې؛ دا هر څه دومره لوی او سخت نه دي چې لاسرسی ورته ناشونی وي. زه له دې امله چې زموږ ټیم په پوره مینه خپل کارونه تر سره کوي، پر ځان ویاړم. د دې هرڅه په اړه مې اغېزمنې لارې چارې درسره په همدې کتاب کې شریکې کړې دي.

مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

هغوی چې ‌ډېرې پیسې ګټي؛ څنګه فکر کوي؟

Next Post

د تماس ډلې غونډه او د اختلاف د حل تمه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
په کابل کې حکومت غلو ته جواز ورکړئ!؟

د تماس ډلې غونډه او د اختلاف د حل تمه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

دسمبر 20, 2020
تاجکستان د افغانستان پولې ته نږدې امنیتي تاسیسات زیاتوي

تاجکستان د افغانستان پولې ته نږدې امنیتي تاسیسات زیاتوي

اکتوبر 20, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved