چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د تماس ډلې غونډه او د اختلاف د حل تمه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 14, 2020
in تبصرې
0
په کابل کې حکومت غلو ته جواز ورکړئ!؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

له څو ورځني ځنډ وروسته په دوحه کې د طالبانو او حکومت د مذاکراتي ټیمونو د تماس ډلې ترمنځ ناسته شوې چې پکې د بین الافغاني خبرو د اصولو او کړنلارې پر اختلافي مواردو بحث شوی دی. که څه هم ویل شوې چې اختلاف لا پر ځای دی، خو دواړو اړخونو ټینګار کړی چې د اختلاف د حل لپاره به غونډې روانې ساتي. شاوخوا دوولس ورځې د تماس ډلې رسمي ناسته نه وه کړې او یوازې غیر رسمي لیدنې کېدلې، خو د امریکا د فشارونو او د ځینو نورو هېوادونو په غوښتنه یو ځل بیا رسمي غونډې پیل شوې دي.

په دوحه کې د تماس ډلې خبرې له هغه وروسته پیلېږي چې په ټول افغانستان کې د سختو جګړو او نښتو خبرونه ورکول کېږي چې په دې وروستیو کې تمرکز پر هلمند و او دواړو اړخونو یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې هم کړې دي. د سولې په خبرو کې پرمختګ په طبیعي ډول پر جګړه اغېز کوي او جګړه به ورسره کمېږي، خو د خبرو درېدل او پکې ستونزې د جګړې د زیاتوالي سبب کېږي، ځکه چې دواړه اړخونه به پر یو بل د فشار لپاره نظامي لاره کاروي. دا طبیعي ده چې خبرې به ډېر وخت اخلي، خو ورسره تمه دا ده چې د خبرو دوام به د سولې لاره پرانیستې پرېږدي او د جګړې منطق به کمزوری کړي او ورو ورو به جګړه پیکه شي. له همدې امله خلک د سولې خبرو ته هیله من دي او د دغو خبرو پر دوام او پرمختګ خوشاله کېږي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

له بله اړخه دواړه اړخونه باید درک کړي چې سوله او جوړجاړی نه یوازې د ولس غوښتنه ده، بلکې د دوی په ګټه هم ده او د دواړو اړخونو  ډېری بهرني ملاتړي هم غواړي چې دا خبرې بریالۍ شي. له همدې کبله دوی له خبرو پرته بله لاره نه لري. ښکاره ده چې په دې خبرو کې به کله یو اړخ او کله بل اړخ د ځینو غوښتنو په مطرح کولو سره خنډ جوړوي، خو وروسته به د بهرنیانو په فشار له هغو غوښتنو تېریږي او جوړجاړی به کوي. دا واضح ده چې دواړه اړخونه محکوم او مجبور دي چې جوړجاړی وکړي. سرې کرښې به ماتیږي او ډېر هغه څه به منل کېږي چې تر اوسه نه دي منل شوي. له همدې امله دواړه اړخونه دې هغه څه نه مطرح کوي چې نه منل کېږي او یا هم وروسته ترې تېریږي. که دوی د چنو وهلو لپاره داسې مسایل مطرح کوي، ښايي دوی ته موقته ګټه وکړي، خو ولس ته زیان کوي او وروسته به د دوی په زیان هم تمامیږي. موږ ولیدل چې حکومت له ډېرو سرو کرښو تېر شو، بندیان یې خوشې کړل او ډېر نور څه یې ومنل. طالبان هم مجبور شول چې د حکومت له پلاوي سره کېني. نو ښکاره ده چې له ډېرو نورو مسایلو به هم تېریږي. د دوی دریځ دایمي نه دی، دوی به خپل دریځ بدلوي، خو ستونزه دا ده چې هغه وخت چې دوی پکې دریځ بدلوي، د ګڼو افغانانو ژوند اخلي او خپله دواړو اړخونو ته هم زیان رسوي. له همدې امله پکار ده چې پر جوړجاړي تمرکز وشي او دواړه لوري هغه څه ومني چې وروسته یې منلو ته اړ کېږي.

Previous Post

مه وېرېږئ؛ پيل یې کړئ

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
وکیلان: د عامه تاسیساتو او ګټورو پروژو د ویجاړولو لپاره منظم او پلان شوی کار روان دی

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د څرخي پله یو شمېر بندیانو اعتصاب کړی دی

د څرخي پله یو شمېر بندیانو اعتصاب کړی دی

اپریل 20, 2020
بامیان؛ د څه باندې ۳۴میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل شوې دي

بامیان؛ د څه باندې ۳۴میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل شوې دي

اکتوبر 13, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved