په اروپايي هېوادونو کې د کرونا ویروس بله څپه پیل شوې ده چې سختې اندېښنې یې پارولې دي. تازه ځینو اروپایي هېوادونو د کرونا وبا د کنټرول لپاره نوي محدودیتونه وضع کړي دي. چک جمهوریت، ښوونځي، ځینې ادارات، کلپونه او نور د ګڼې ګوڼې سیمې تړلې دي. ددې تر څنګ په پاریس کې هم د ناروغانو کچه لوړه شوې ده او ټاکل شوې چې ایمانویل مکرون نن د تازه بندیزونو په اړه ولس ته معلومات ورکړي. په ډېرو نورو اروپايي هېوادونو کې هم د ناروغانو د ډېرېدو او بستري کېدو په اړه راپورونه خپاره شوي دي. د اروپایي هېوادونو روغتیاپالانو هم ویلي چې ناروغان یو ځل بیا مخ په ډېرېدو دي چې په ډېرو سیمو کې روغتونونه د لا ډېرو ناروغانو د جذب ظرفیت نه لري.
































