چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د واکسين تر تطبيق مخکې؛ کوويد ۱۹ هر وخت په کمين کې دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 19, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د واکسين تر تطبيق مخکې؛ کوويد ۱۹ هر وخت په کمين کې دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

څو ورځې مخکې د چين په چينګداو ښار کې د کوويد ۱۹، دوولس مثبتې پېښې ثبت شوې او دا خبر په رسنيو کې په پراخه کچه منعکس شو.

دا په داسې حال کې ده چې چين څو مياشتې وړاندې اعلان وکړ چې کوويد ۱۹ يې په بشپړه توګه کنټرول کړی او مثبتې پېښې نه دي ثبت شوې، نو ځکه په چين کې ټولې چارې د پخوا په شان په نورمال ډول روانې شوې.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

ډاکټران وايي چې دغه ويروس د ناروغ انسانانو، ککړو اجسامو او اشياوو په وسيله انتقالېږي او ډېر خلک يې ټرانسپورټي مرکزونو، هوټلونو، لويو مارکېټونو او … وي، نو ځکه په ډېری هېوادونو کې پر يادو ځايونو محدوديتونه وضع شوي.

دا چې د روانې اکتوبر مياشتې له لومړۍ تر اتمې نېټې په چين کې د ملي جشن عمومي رخصتي وه او ياد هېواد شاوخوا ۱۴سوه ميليون نفوس لري چې ډېری خلک يې په خصوصي او دولتي ادارو کې کار کوي، نو په داډول رخصتيو کې ټول خلک بېلا بېلو سيمو ته سفرونه کوي او ټرانسپورټ برخه ډېره مشغوله وي او له بلې خوا په دې وروستيو کې چين ته له نورو هېوادونو څخه مسافرو ته د ويزو ورکړه کې د کوويد ۱۹ له ويرې لګول شوي محدويتونه هم تر ډېره لغوه شوي او د مسافرو تګ راتګ عادي شوی، نو ځکه د ياد ويروس د احتمالي انتقال خطر هم پر خپل ځای دی.

د چيني رسنيو د معلوماتو له مخې په دې رخصتيو کې په ټول چين کې کابو شپږ سوه ميليون تنو سفرونه کړي.

د رسنيو د معلوماتو له مخې  چنګداو ښار کې کابو نهه ميلیون کسان ژوند کوي، د خپلې طبيعي ښکلا له امله  هر کال د ميليونونو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو کوربه وي.

کله چې د اکتوبر په نهمه  پکې د کوويد ۱۹ دوولس مثبتې پېښې ثبت شوې، نو ښاروالۍ يې امر وکړ چې بايد ټول استوګن په پنځو ورځو کې ازموينه وکړي.

د اکتوبر په ۱۴مه رسنيو خبر ورکړ چې تر دې دمه ۷ ميليون او ۵سوه زرو تنو ازموينې کړې او د ۴ ميليون او ۶۰زره تنو نتيجې معلومې شوې، ټولې منفي دي او هېڅ مثبت پېښه نه ده ثبت شوې.

سربېره پردې، د چين حکومتي او خصوصي سکتور په ټول چين کې د هغو کسانو د معلومولو لپاره کمپاين پيل کړ چې له يادې نېټې څخه ۱۴تېرو ورځو کې يې چنګداو ښار ته سفر کړی.

داډول کسانو او د هغوی د کورنۍ غړو ته په خپلو کورونو کې د ۱۴ وځني قرنطين امر کړی او قرنطين له پوره کېدو وروسته به اړوندې طبي معاينې کوي او له ډاډ ترلاسه کولو وروسته به خپلو کارونو ته ستنېږي او د باندې وتلو حق لري.

د کوويد ۱۹ ويروس د مخنيوي په موخه د چين ددولت جدي اقداماتو او تابياوو سره سره په چنګداو کې د ياد ويروس د نويو پېښو رامنځ ته کېدل دا ثابتوي چې تر څو واکسين جوړ او تطبیق شوی نه وي، کوويد ۱۹ هر وخت د انسان ژوند ګواښي او د بريد احتمال يې پرځای دی.

هماغه ډول چې د روغتيا نړيوال سازمان هم ويلي، کوويد ۱۹ يوه نړيواله بلا ده، نو ځکه يې بايد د مبارزې لپاره نړيواله هماهنګي موجوده وي او ټول په ګډه هڅه وکړي چې مخه يې ونيسي.

له بده مرغه چې د ځينو هېوادونو مشران لا هم له دې ويروس څخه سياسي استفاده کوي او دا کار نه يوازې ددوی خپلو خلکو، بلکې نړيوالو ته يو جدي خطر دی.

د لوېديځو هېوادونو په تېره بيا امريکا مشران که څه هم ځينې يې کرونا ويروس تر ګريوان ونيول، خو لاهم د يادو هېوادونو خلک له کوويد ۱۹ سره د خپلو حکومتونو پر مبارزې شک لري او وايي چې دوی يوازې شعارونه ورکوي.

څو ورځې مخکې د کرونا ويروس د امريکا د ولسمشر کورنۍ ته هم ورسيد، ټرمپ، لومړۍ مېرمن او زوی يې پر کرونا اخته وپېژندل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ډېری سياسي فعالانو له کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې ددغه هېواد د حکومت پر کړنو نيوکې کوي او حکومت د حقايقو پر پټولو تورنوي.

د امريکا  مشهور سناتور برني سندرز څو ورځې وړاندې ټرمپ پر دروغو تورن کړ او ويې ويل، په داسې حال کې چې کوويد ۱۹ په امريکا کې تباهي جوړه کړې، خو ټرمپ په دروغو سره خلک تېر باسي.

نوموړي ويلي چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې په لسګونو زره امريکايان پر کرونا اخته کېږي، خو ټرمپ لا هم دغه موضوع خطرناکه نه بولي.

سندرز دغه راز ويلي چې د ټرمپ بې علمۍ او سرتمبګۍ له امله امریکا د تباهۍ لور ته روانه ده.

له دې ټولو دا نتيجه ترلاسه ترلاسه کېږي چې له يوې خوا د ژمي سړه هوا په رارسېدو ده او له بلې خوا که څه هم په ډېری هېوادونو کې د کروناضد واکسين څو کلينيکي پړاونه بشپړ شوي، خو لا هم په عام ډول د تطبيق مرحلې ته نه دی رسېدلی، نو فعلا  وقايه او له کرونا ويروس ککړو کسانو سره له مستقيم تماس څخه ځان ساتل او د طب پوهانو د سپارښتنو عملي کول يوازينۍ لار ده.

اعظم منور

Previous Post

امریکایي ځواکونه:چې طالبان سرغړونه کوي، زموږ هوایي بریدونه به هم دوام کوي

Next Post

ډاکټر عبدالله عبدالله:ایران کې د کډوالو د ستونزو حل مې لومړیتوب دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ډاکټر عبدالله عبدالله:ایران کې د کډوالو د ستونزو حل مې لومړیتوب دی

ډاکټر عبدالله عبدالله:ایران کې د کډوالو د ستونزو حل مې لومړیتوب دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

حقاني: ژر به دولتي پوهنتونونه خپل فعالیت پیل کړي

حقاني: ژر به دولتي پوهنتونونه خپل فعالیت پیل کړي

جنوري 12, 2022
د بنګله‌دېش لومړۍ وزیرې د څلورم ځل لپاره ټاکنې وګټلې

د بنګله‌دېش لومړۍ وزیرې د څلورم ځل لپاره ټاکنې وګټلې

جنوري 8, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved