چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

پر قطر د اسرائيل بريد له دوحې سره د امریکا د امنيتي تړون دروغ ژمنې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 17, 2025
in نړیوال خبرونه
0
پر قطر د اسرائيل بريد له دوحې سره د امریکا د امنيتي تړون دروغ ژمنې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په وروستيو اسرائيل د قطر پر پلازمېنې دوحې بريد وکړ چې په نړيواله کچه يې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. روښانه حقیقت دا دی چې اسرائیل د قطر پر ملي حاکمیت دغه تېری د مریکا په اجازه ترسره کړی او دا کار دا ثابتوي چې امریکا له خپلو ملګرو هېوادونو څخه د پوځي وسلې په توګه کار اخيستی دی. په قطر کې د امريکا پرمخ تللي دفاغي سيستم خپل رول نه دی لوبولی او د دې هېواد پر وړاندې يې د واشينګټن د امنيتي ژمنې دروغ ثابتې کړې دي.

دغه بريد په دوحه کې د حماس پر هغو مشرانو شوی چې هغوی هلته د امریکا له خوا د مطرح شوي اوربند وړاندیز په اړه د مشورو لپاره راغونډ شوي وو.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د اسرائیلو په دې اقدام سره نړیوالو یو ځل بیا پر ایران د تل ابیب هوايي بریدونو ته پام  اړوولی ځکه چې هغه بريد هم په عمان کې د امريکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د نوي پړاو له پيلېدو نه مخکې وشو. مذاکرت معمولا د ترینګتیاوو د کمېدو لپاره یو سګنال وي، خو اسرائیل مذاکراتو ته د خپلو سيالانو د وژلو لپاره د یوه فرصت په سترګه ګوري. د انسان فطري خاصیت دا دی چې له دښمن سره د مذاکراتو په موده کې د جګړې خیال له ذهن څخه وباسي.

 نړیوال ګومان کوي چې امريکا پر قطر د اسرائيلو په بريد کې ور سره ستراتیژيکې همکارۍ کړې. د دې بريد له کبله واشينګټن پر ځان د نړۍ باور له لاسه ور کړی او ثابته يې کړه چې پر امریکا باور خطر لري.

پر قطر د اسرائیلو له بريد وروسته واشينګټن له يوې خوا اعلان کړی چې دغه برید د امريکا او اسرائيل له ګټو سره سمون نه لري او له بلې خوا يې منلې چې له برید نه مخکې قطر ته خبر ورکړی و. خو قطر د امریکا دا ادعا رد کړې ده. د امريکا دغه څرګندونې په دې بريد کې له اسرائيلو سره د دغه هېواد د همکارۍ د حقيقت ښکارندويي کوي. د امریکا دا ادعا چې ګواکي قطر ته يې له برید مخکې خبر ورکړی و، دا د خپل ځان د بې ګناه ثابتولو لپاره یوه سیاسي هڅه ده.

 امريکا واشينګټن پوست ورځپاڼې ليکلي،  قطر چې په غزه کې د اوربند رامنځته کولو لپاره د مذاکراتو یو ډیپلوماټيک مرکز ګڼل کېږي او ډېر شمېر امریکايي عسکر هم پکې مېشت دي، پر دغه هېواد د اسرائيلو برید د امریکا له همغږۍ پرته ممکن نه و. ځينو پوځي شنونکو دې ته اشاره کړې چې له اسرائيل څخه تر قطر پورې مستقيم هوايي واټن له ۱۶۰۰ کيلو مترو څخه زيات دی. د اسرائيل جنګي الوتکې قطر ته تر رسېدو مخکې تيلو ته اړتيا لري، نو په دې جريان کې يوازې امريکايي هوایي اډه دغه خدمت برابرولی شي، نو ځکه د دوی په اند امريکا پر قطر د دې برید نه مخکې په دې اړه معلومات درلودل او ښايي له اسرائيل څخه يې لوژستيکي ملاتړ هم کړی وي.

د پام وړ خبره دا ده چې د اسرائيل د هوايي بريد پر وړاندې د قطر پرمختللي دفاعي سيستم خپل اغيزمنتوب له لاسه ورکړی دی چې دا هم د حيرانتیا وړ خبره ده. په وروستيو کلونو کې قطر د خپل دفاعي سيستم د جوړولو لپاره سلګونه ميلیارډه ډالره پانګه کړې چې دغه سیستم په عمده توګه له امريکايي وسلو څخه جوړ شوی او په منځني ختيځ کې تر ټولو پرمختللی دفاعي سيستم ګڼل کيږي. د روان کال په جون مياشت کې ايران پر خپلو اټومي تأسيساتو د امريکا د هوايي بريدونو په مقابل کې هم په قطر کې د امريکا پر پوځي اډې متقابل بريد وکړ. قطر وويل چې د ايران له خوا د توغول شويو دوولسو توغنديو څخه يې يوولس شنډ کړل. خو ولې د اسرائيل د بريد پر وړاندې دغه دفاعي سيستم غیر فعال و؟ قطر ويلي چې اسرائيل په دې بريد کې هغه وسلې کارولې چې د دوی رادار يې نه شي کشف کولی. شنونکو هم منلې چې په قطر کې لګول شوی امریکايي دفاع هوا سیستم د دغه برید په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د روان کال په مې میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته تر بيا رسېدو وروسته له سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او قطر څخه په ليدنو کې له دغو هېوادونو سره د څو زرو ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د پانګونې او پوځي وسلو د پلور تړونونه لاسليک کړل، خو هغه وخت ټرمپ اسرائيل ته سفر ونه کړ. نو د عامه افکارو په اند ټرمپ ښايي د ماموريت په خپله دويمه موده کې د منځني ختيځ تګلاره بدله کړي او د اسرائيلو ګټو ته د لومړيتوب پر ځای به د امريکا ګټو ته لومړيتوب ورکړي. خو له دې سفر يوه میاشت وروسته اسرائيل پر ايران پوځي برید وکړ. امريکا نه یوازې پر ایران د اسرائيلو د برید مخه ونه نیوله، بلکې خپله يې پکې برخه واخیستله.  څو ورځې دمخه اسرائيل هم پر قطر هوايي بريد وکړ چې په دې دوو بريدونو سره يې د سيمې هېوادونو سرې کرښې ماتې کړې او تېری يې ورباندې وکړ.

په منځني ختيځ کې د امنیت په تامین کې د امريکا دروغ ژمنې د سيمې هېوادونو ته سوله او ثبات نشي راوستلی. شواهد دا ثابتوي چې د منځني ختیځ هېوادونه یوازې په هغه صورت کې په خپله سیمه کې امنیت تامینولای شي چې پر بهرنیو ځواکونو تکیه ونه کړي او بندې او د مساواتو پر اساس ولاړې مشورو او خپلواک امنیتي چوکاټ جوړ کړي.

Previous Post

د کابل او تهران ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه لوړیږي

Next Post

د «۷۳۱» په نوم فلم نندارچیانو ته وړاندې شوی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د «۷۳۱» په نوم فلم نندارچیانو ته وړاندې شوی

د «۷۳۱» په نوم فلم نندارچیانو ته وړاندې شوی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين او امريکا پلاويو په ماليزيا کې اقتصادي او سوداګريز مذاکرات تر سره کړل

د چين او امريکا پلاويو په ماليزيا کې اقتصادي او سوداګريز مذاکرات تر سره کړل

اکتوبر 27, 2025
لاریون کوونکي: پر حکومت د معاملې شک لرو، پخپله د پاکستان اغزن سیم ټولوو

لاریون کوونکي: پر حکومت د معاملې شک لرو، پخپله د پاکستان اغزن سیم ټولوو

اگست 16, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ