د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ۶۹ عمومي غونډه د سپتمبر په ۱۵مه نېټه په ویانا کې تر سره شوه. د چین د اټومي انرژۍ ملي ادارې عمومي مدیر شان جونګ ده د چیني پلاوي په مشرۍ په عمومي بحث کې وینا وکړه.
هغه وویل، د چین د دولت رئیس شي جين پينګ لخوا څلور نړيوال ابتکاري وړاندیزونه د اوسنۍ نړیوالې اټومي انرژۍ د مدیریت معضلې د حل او د اټومي انرژۍ د سوله ییز، امنې او پایداره صنعت لپاره ستر اهمیت لري. ده وویل چې چین غواړي د اټومي انرژۍ له نړیوالې اېجنسۍ او نورو هېوادونو سره په ګډه د پرمختګ، امنیت، تمدن او مديريت نړیوال نوښتونه پلي کړي.











