د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۱۷مه نېټه په بېجينګ کې د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل.
وانګ يي په دې کتنه کې وويل، چې د دواړو هېوادونو مشرانو په ټيلېفوني خبرو کې لا لوړې کچې ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د رسولو په اړه توافقات تر لاسه کړي. ده زیاته کړه چې دواړه خواوې بايد د خپلمنځي ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګښت پر اصلي موخې، ښه ګاونډيتوب او ګډو ګټو ټينګار وکړي او يو د بل د رښتيني ستراتيژيک ملګري رول ولوبوي . نوموړي زياته کړه، چې دواړه هېوادونه بايد په ګډه د سوداګرۍ له پروټېکشنيزم سره مخالفت وکړي.
چو هيون وويل، هېواد يې غواړي له چين سره د دواړو مشرانو د مهمو توافقاتو د عملي کولو لپاره ګډې هڅې وکړي، په ګيونګجو کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو غير رسمي غونډې د جوړولو په رڼا کې د لوړې کچې تګ راتګ پياوړی کړي.
ده دغه راز وویل، هيواد يې غواړي چې خپلمنځي اقتصادي، تجارتي او کلتوري همکارۍ ژورې کړي او د کوريا جمهوريت – چين او کوريا جمهوريت – چين – جاپان د ازادې سوداګرۍ د تړونونو مذاکرات چټک کړي.
































