د چين د کډوالو چارو ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې د دغه هېواد د سرحدي نظارت ارګانونو له خوا ۴۶۰ ميليونه تګ راتګ ثبت شوی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی ښيي. له دې جملې څخه د بهرنيانو د تګ راتګ شمېر ۵۱ ميليونه او ۲۶۸ زره و، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۷ اعشاريه ۸ سلنه زياتوالی شيي. په همدې موده کې له وېزو پرته چين ته د بهرنيانو د ننوتلو شمېر ۱۵ ميليونه او ۸۹۰ زره و، چې چين ته د بهرنيانو د ننوتلو په عمومي شمېر کې ۶۲ اعشاريه يو سلنه نيسي او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۲ اعشاريه يو سلنه زياتوالی ښيي.
له روان کال راهيسې د چين د ورخلاصون د پراختيا په رڼا کې لا زياتو چيني اتباعو بهرنيو هېوادونو ته سفرونه کړي او لا زيات بهرنيان د سوداګرۍ، سيل، کار، زده کړو او ژوند لپاره چين ته راغلي دي. دغه راز د چين د سرحدي بندرونو له لارې د وګړو د تګ راتګ شمېر مخ پر زياتېدو دی. د چين د کډوالو چارو ادارې د چينايانو او بهرنيانو ترمنځ د تګ راتګ او همکاريو د پياوړتيا لپاره يو لړ تدبيرونه خپاره او عملي کړي دي.
































