د ازبکستان د ملي احصایې کمیټې خبر ورکړی، چې افغانستان ته یې د روان میلادي کال په لومړیو ۸ میاشتو کې صادرات له ۸۷۳ میلیونه ډالرو څخه اوښتي دي. خو یو شمېر اقتصادي کارپوهان وایي چې دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ګډو ناستو په پایله کې، د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې په برخو کې د همکاریو پراخولو هوکړې شوې دي. بلخوا، د افغانستان د احصایې او مالوماتو ادارې ویلي، چې په تېرو ۶ میاشتو کې افغانستان له ازبکستان سره له ۲۸ میلیونه ډالرو څخه زیات صادرات کړي دي.
































