چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چین ته د امریکا د عوامو مجلس د پلاوي سفر د نړیوالې ټولنې پام جلب کړی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 28, 2025
in نړیوال خبرونه
0
چین ته د امریکا د عوامو مجلس د پلاوي سفر د نړیوالې ټولنې پام جلب کړی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چین ته د امریکا د عوامو مجلس د پلاوي سفر د سپتمبر په ۲۵مه نېټه پای ته رسېدلی، چې دا د ۲۰۱۹ میلادي کال له مارچ وروسته چین ته د امریکا د عوامو مجلس د پلاوي لومړی سفر دی او د نړیوالې ټولنې پراخ پام يې جلب کړی دی.

د يادولو وړ خبره دا ده، چې چین ته د امریکا پلاوي د دې سفر څخه مخکې، د چین او امریکا مشرانو ټېلیفوني اړیکه ونیوله. دواړو خواوو د چین او امریکا د اوسنیو اړیکو او د متقابلې اندیښنې وړ مسئلو په اړه د نظریو ژوره تبادله وکړه او په راتلونکي پړاو کې د چین او امریکا د اړیکو د باثباته پرمختګ ستراتيژيک لوری يې روښانه کړی دی. چین ته د امریکا د پلاوي یاد سفر د دواړو هېوادونو د مشرانو د ستراتيژيکې لارښوونې يوه لاسته راوړنه بلل کيږي. دغه سفر په دې وروستيو کې د چین او امریکا ترمنځ د لوړې کچې د تبادلې او تګ راتګ د پياوړتيا تمايل ساتلی او د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د ثبات لپاره یو مثبت ګام دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

څېړنې ښيي چې تقنين د چین په اړه د امریکا پر سیاست د دغه هېواد د کانګریس د غړو د اغیز لرلو اصلي وسیله ده.

برسېره پر دې، د امریکا کانګرس کولی شي پر منظمو پالیسیو د بیا کتنو او د اجرائیوي څانګو د راپورونو د غوښتنو له لارې د چین په اړه پالیسي هم جوړه کړي. له تاریخي پلوه د امریکا کانګرس د چین او امریکا د اړیکو د پرمختګ لپاره رغنده رول لوبولی و. خو په وروستیو کلونو کې د امریکا د کانګرس غړو په مکرر ډول د چین پرضد د منفي قوانینو وړاندیزونه کړي کوم چې د تایوان، هانکانګ، شینجیانګ مسئلې او سوداګریزې او اقتصادي مسئلې پکې شاملې دي. ځینې دا وړاندیزونه په پای کې د امریکا د ولسمشر لخوا تصویب او په قانون کې لاسلیک شول چې د چین ګټې یې په جدي توګه زیانمنې کړې.

د امریکا د یاد پلاوي مشر او د امریکا د عوامو مجلس د پوځي کمیټې لوړ پوړي غړي ادم سمیت وویل: د امریکا د عوامو مجلس د غړو سفر باید په هرو ۶ یا ۷ کلونو کې یو ځل نه وي، موږ ژر ژر داسې نورو تبادلو ته اړتیا لرو.

د چین او امریکا اړیکې په نړۍ کې ترټولو مهمې دوه اړخیزې اړیکې دي. دواړه هېوادونه کولی شي او باید ملګري او دوستان شي. د چین او امریکا په اړیکو کې اوسنی ثبات په سختۍ سره ګټل شوی او د ارزښت وړ دی.

چین ته د امریکا د عوامو مجلس د پلاوي د سفر په ترڅ کې، چیني لوري هيله څرګنده کړه، چې له امریکا سره یو ځای د مساواتو، درناوي او متقابلو ګټو پر بنسټ د مشورې له لارې د متقابلو اندیښنو د حل لپاره کوښښ وکړي. چین دغه راز د خپل ملي حاکمیت، امنیت او پراختیایي ګټو د دفاع په اړه خپل کلک دریځ بیا تکرار کړ.

د امریکا لوري څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه باید د همکارۍ د پياوړتیا او په سوله ییزه توګه د توپیرونو د حل لپاره په ډېرو خبرو اترو کې ښکیل شي. د چین د بهرنیو چارو پوهنتون پروفیسور لي های دونګ په دې باور دی چې د همکارۍ د غوښتلو لپاره د امریکا اراده روښانه ده او په راتلونکي کې د چین او امریکا ترمنځ تګ راتګ ممکن ډېر ژور شي. هغه هیله لري چې د امریکا د عوامو مجلس پلاوی به په چین کې د خپلو مشاهدو او تجربو په اړه راپورونه امریکا ته وړاندې کړي او د امریکا کانګرس به وهڅوي چې د چین او امریکا ترمنځ د مثبتې تبادلې په برخه کې فعال رول ولوبوي.

Previous Post

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ايران د اټومي مسئلې تړون نه دی تمدید او چين په دې اړه افسوس څرګند کړی

Next Post

د کمبوډيا د مشرانو مجلس مشر هون سين: چين د سيمه ييز او نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر مهم خدمات کړي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د کمبوډيا د مشرانو مجلس مشر هون سين: چين د سيمه ييز او نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر مهم خدمات کړي دي

د کمبوډيا د مشرانو مجلس مشر هون سين: چين د سيمه ييز او نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر مهم خدمات کړي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کرونا څه ډول ویروس دی؟

کرونا څه ډول ویروس دی؟

مارچ 17, 2020
افغان کرکټ ملي لوبډله سبا له اماراتو سره تمریناتي لوبه کوي

افغان کرکټ ملي لوبډله سبا له اماراتو سره تمریناتي لوبه کوي

دسمبر 24, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ