چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د امريکا فدرالي حکومت بيا وتړل شو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 4, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د امريکا فدرالي حکومت بيا وتړل شو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

له اوو کلونو وروسته د امریکا فدرالي حکومت تر بيا تړل کېدو وروسته د ټرمپ حکومت او ديموکراتيک ګوند ترمنځ جګړه مخ په زياتېدو ده. د ټرمپ حکومت د فدرالي حکومت د تړل کېدو په پلمه د ديموکرات ګوند له خوا ملاتړ شوې پروژې کمې کړې دي. د ديموکراتيک ګوند په مشرۍ فدرالي ارګانونه يې ړنګ کړي دي. خو د دې حالت پر وړاندې ديموکراتانو بې ساري يووالی ښودلی، څو په دې شخړو کې د خلکو ملاتړ بيا تر لاسه کړي.

د امريکا د عامه افکارو په اند د فدرالي حکومت د تړل کېدو په هکله د دوو ګوندونو ترمنځ جګړه له پخوانيو جګړو سره ډېر توپیرونه لري. هغوی په ډېرې دښمنۍ او ناوړه نيت سره د دوو ګوندونو ترمنځ جګړه او تضادونه تشديد کړي دي. دا نه يوازې د دې هېواد د سياسي افراطيت ښکارندويي کوي بلکې امریکايانو ته يې ډېر زيانونه رسولي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

لومړی توپير: ټرمپ د فدرالي حکومت د تړل کېدو په پلمه د ديموکرات ګوند پر ضد مبارزه زیاته کړې ده.

ټرمپ په وروستيو کې داسې ويلي چې د فدرالي حکومت تړل موږ ته ګټې راوړي او د ډيموکرات ګوند په تړاو به ډېر څه له منځه يوسو.

د امريکا د انرژۍ وزارت د اکتوبر په دوهمه نېټه په ۱۶ ایالتونو کې د انرژۍ ۲۲۳ پروژو د بندولو اعلان کړی چې ارزښت يې شاوخوا اووه ميليارده او ۵۶۰ میليونه امریکايي ډالره دی. د اې پي خبري اژانس خبر ورکړی چې تېر کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دغو ايالتونو خلکو د ديموکرات ګوند کانديد ته موافقې رايې ورکړې او څو ورځو نه مخکې د دې ګوند پارلماني غړو د پيسو ورکولو په هکله د جمهوريپال ګوند له خوا د وړاندې شوې لنډمهاله قانوني مسودې پر وړاندې هم مخالفې رايي ورکړې دي.

ټرمپ وايي چې حکومت به يې د فدرالي حکومت د تړل کېدو پر مهال د حکومتي کارمندانو د کمولو پلان د پلي کولو لپاره هڅې وکړي، چې ډېر حکومتي کارکوونکي به له خپلو دندو څخه ګوښه شي او په دې لړ کې زياتره به يې د ديموکرات ګوند غړي وي.

د امریکا خبري رسنيو د تبصرې په ورکولو سره ويلي چې جمهوريپال ګوند د سزاوو په څېر اقدامات کړي او له دې څخه ښکاري چې دا د دوو ګوندونو ترمنځ مبارزه له پخوانيو مبارزو سره ډېر توپير لري.

دويم توپیر: د ډيموکرات ګوند بې ساري يووالی ښودلی دی.

د سنا مجلس د ډيموکراټ غړي کليس موفي پر ټولنيزو رسنيو ليکلي چې د فدرالي حکومت د تړل کېدو پر مهال د ټرمپ غير قانوني عملونه بې ساري دي، نو موږ باید ورته سر ټيټ نه کړو. څو امريکايي خبري رسنيو خبر ورکړی چې د ډيموکراټ ګوند په دننه کې بې اتفاقۍ حالت بدل کړی او ډاډ يې ورکړی چې د طبي بيمې د لګښت د کمولو لپاره به له جمهوريپال ګوند سره مبارزه وکړي. د اې پي  خبري اژانس اوسني وخت د ډيموکراټ ګوند بې ساري يووالی شېبه بللې ده. د ميريلينډ پوهنتون د نړیوالو چارو او امنيت د څېړنيز مرکز څېړونکي کلا لاموچ په دې اند دی چې تر دې وړاندې ډيموکراټ ګوند له جمهوريپال ګوند سره په مبارزه کې څو ځله ورته سر ټيټولی چې د ملاتړکوونکو انډول يې تر زياتې اندازې پورې راټيټ شوی دی. نو ډيموکرات ګوند هيله لري چې دا ځل له جمهوريپال ګوند سره د جګړې له لارې د خلکو ملاتړ بیا تر لاسه کړي او راتلونکي کال کې د منځنۍ مودې لپاره په ټاکنو کې د خلکو لا زيات ملاتړ او مالي مرستې لاسته راوړي.

درېیم توپير: د دوو ګوندونو ترمنځ دښمنۍ او بد چلندونه د پخوا په څېر نه دی.

د سپينې ماڼۍ د پخواني چارواکي پيټريک ګريفين په اند د پخوا په پرتله د دوو ګوندونو ترمنځ اوسنۍ مبارزې تر ټولو لوی توپير دا دی چې د دوی ترمنځ دښمنانه فضا لا خرابه شوې ده. د ده په خبره دا یې بنسټیز توپیر بللی دی.

د امریکا خبري رسنيو خبر ورکړی چې د فدرالي حکومت تړل به د دې هېواد د دوو ګوندونو ترمنځ پر اوږدمهاله مبارزې بدل شي او د پخوا په پرتله پر اقتصاد او سياست لازياته منفي اغېزه کولای شي.

د امریکا د بې طرفه ډلو د عامه خدمتونو د همکارۍ سازمان مسؤل مکس سټيل ويلي چې دغه مبارزه او جګړه به خامخا هېواد ته زيانونه ورسوي چې موږ ټول به زيانمن شو. دا به د هېواد او هېوادوالو لپاره لا ستونزمن کار وي.

Previous Post

میدان‌ وردګو کې د درېیو ولایتونو په کچه د والیبال سیالۍ ترسره شوې

Next Post

شي جين پينګ د لوکزامبورګ نوي پاچا ګویلاومي جین جوزف ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
شي جين پينګ د لوکزامبورګ نوي پاچا ګویلاومي جین جوزف ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

شي جين پينګ د لوکزامبورګ نوي پاچا ګویلاومي جین جوزف ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا له ایران سره مذاکراتو کې د لږ پرمختګ خبر ورکړی

امریکا له ایران سره مذاکراتو کې د لږ پرمختګ خبر ورکړی

جنوري 5, 2022
اوکراین: شل زره بهرنیان له روسیې سره د جګړې لپاره راغلي

اوکراین: شل زره بهرنیان له روسیې سره د جګړې لپاره راغلي

مارچ 7, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ