چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ايا د فلسطين او اسرائيل د نوي پړاو مذاکرات به پایله ولري؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 7, 2025
in نړیوال خبرونه
0
ايا د فلسطين او اسرائيل د نوي پړاو مذاکرات به پایله ولري؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) دوه کاله وړاندې يعنې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷مې نېټې له غزې تړانګې څخه پر اسرائيلي ميليشاوو ناڅاپي بريد وکړ او ورپسې اسرائيلي ځواکونو پر غزې پراخ پوځي عمليات پيل کړل، چې لاهم دوام لري.

پر يادې شخړې دوه کالونه واوښتل، خو تراوسه د دواړو خواوو ترمنځ اوربند او سوله نه ده شوې.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د حماس او اسرائيل ترمنځ د نوي پړاو مذاکرات د روان اکتوبر په ۶مې نېټې په مصر کې پيل شوي دي.

د غزې د اوربند خبرې څنګه روانې دي؟ ایا ښکېلې خواوې به اوربند وکړي؟

د اسرائيل او حماس مرکچي پلاويو د اکتوبر په ۶مې نېټې د مصر په شرم الشيخ ښار کې غېرمستقيم مذاکرات پيل کړي دي. دواړو خواوو د بندیانو د ازادولو، له غزې څخه د اسرائيلي ځواکونو د وتلو مهالوېش، بشري مرستو ته د اجازې ورکولو، د غزې د راتلونکي مديريت او امنيت او د حماس د بې وسله کېدو په اړه خبرې کړې دي.

د حماس پلاوي د اکتوبر په ۷مې نېټې له اسرائيلي لوري سره له غېر مستقيمو خبرو وروسته د مثبت پرمختګ خبر ورکړی، خو پر غزې تړانګې د اسرائيلي ځواکونو د دوامدارو هوايي بريدونو له امله د اسرائيلي بندیانو د ازادولو په برخه کې ستونزې راپورته شوې دي.

تراوسه اسرائيلي لوري د خبرو اترو په اړه هيڅ اعلاميه نه ده خپره کړې.

د مصر د بهرنيو چارو وزارت د يادو خبرو له پيل مخکې ويلي وو، چې د حماس او اسرائيل ترمنځ خبرې به د امريکا د شل فقره ییز پلان پر محور ترسره شي او دواړه خواوې به د بنديانو د تبادلې د شرايطو او تفصيلاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړي.

قاهرې نيوز ويلي، د اسرائيل او حماس روانې خبرې به د بندیانو د ممکنې تبادلې لپاره زمينه برابره کړي او همدا یې د يادو خبرو عمده موخه بللې ده.

سرچينې قاهرې نيوز ته ويلي، چې د مصر او قطر منځګړي له اسرائيلي او فلسطيني مرکچي پلاويو سره د همغږۍ په هڅه کې دي، څو د بندیانو د ازادۍ لپاره اغېزمن ميکانيزم جوړ شي.

د اسرائيل صدراعظم بنيامين نيتانياهو د اکتوبر د ۴مې نېټې په ماښام په يو ويډيويي پيغام کې ويلي، چې د امريکا د شل فقره ييز پلان د لومړي پړاو له مخې به حماس ټول اسرائيلي بندیان ازادوي او اسرائيل به د غزې تړانګې د دوامدار کنټرول لپاره خپل ځواکونه له سره ځای پر ځای کوي او د دغه پلان په دوهم پړاو کې به حماس بې وسلې کېږي او په پای کې به په غزې کې غير پوځي وضعيت رامنځته شي.

د سعودي عربستان الننراق ټلويزيون د اکتوبر په ۵مې نېټې خبر ورکړی، چې حماس د شل فقره ييز پلان په اړه د اسرائيلي او فلسطيني بنديانو د ازادولو په برخه کې د هراړخيز اوربند او د غزې له نفوس ډکې سيمې څخه د اسرائيلي ځواکونو د وتلو شرايط وضع کړي، خو د غزې د غېر پوځي کېدو او د غورځنګ د بې وسله کېدو په شمول له حساسو مسئلو څخه يې ډډه کړې ده.

د نينګشيا پوهنتون د عربي هېوادونو د چارو څېړنيز انسټېټيوټ مشر نيو شين چون رسنيو ته ويلي، که څه هم اسرائيل او حماس د امريکا د دغه پلان د لومړي پړاو له بنسټيز چوکاټ سره موافقه کړې، خو لاهم دواړه خواوې د يو شمېر مشخصو مسئلو په اړه د نظريو لوی توپيرونه لري. د بېلګې په توګه، کوم فلسطيني بندیان باید ازاد شي؟ اسرائيلي ځواکونه بايد له غزې څخه تر وتلو وروسته کوم ځای ته ولاړ شي؟ آيا حماس به اسرائيلي بنديان ازاد کړي؟

د غزې روغتيا ادارې د اکتوبر په ۶مې نېټې خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهيسې په غزې کې د اسرائيلي ځواکونو د عملياتو له امله ۶۷۱۶۰ تنه وژل شوي او ۱۶۹۶۷۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د اکتوبر په ۶مې نېټې په يوې اعلاميې کې له ښکېلو خواوو غوښتي، چې سمدلاسه او له شرطونو پرته بنديان ازاد کړي او په غزې کې دې روان ناورين پای ته ورسوي.

د اکتوبر په ۵مې نېټې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د فلسطين د ملاتړ په موخه پراخ لاريونونه شوي دي.

Previous Post

لي چيانګ به له ډيموکراتيکې کوريا څخه رسمي ليدنه وکړي

Next Post

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د چین پیشنهادي قطعنامه تصویب کړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د چین پیشنهادي قطعنامه تصویب کړه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د چین پیشنهادي قطعنامه تصویب کړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اسراییلو پر مصر فشار را وړی څو له ایران سره اړیکې ښې نه کړي

اسراییلو پر مصر فشار را وړی څو له ایران سره اړیکې ښې نه کړي

مې 17, 2023
هیواد کې د اوبو مدیریت لپاره د کانونو له عوایدو ګټه اخیستل کېږي

هیواد کې د اوبو مدیریت لپاره د کانونو له عوایدو ګټه اخیستل کېږي

نوومبر 12, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ