سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home راشه ورشه

کونړ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 26, 2020
in راشه ورشه
0
کونړ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

کونړ د افغانستان یو غرنی ولایت دی، چې د هېواد په ختيځ کې موقعیت لري. دغه ولایت د شمالي عرض البلد د ۳۵ درجو په کرښه کې پروت دی، شمال- ختیځ ته یې نورستان، سوېل ته يې ننګرهار، لوېديځ ته يې لغمان او ختیځ ته يې ډېورنډ کرښه ده، چې هاخوا د مومندو او باجوړ ایجنسۍ پرتې دي او قبایلي مومند او سالارزي قومونه په کې ژوند کوي.

کونړ د (لرغونى او اوسنی کونړ) کتاب پر بنسټ، یوه نورستانۍ کلمه ده، چې مانا يې د ښون يا زيتون دره ده. کونړ پخوا د ننګرهار ولایت حکمراني وه، چې په شاهي دولت کې په ۱۳۴۴ لمریز کال کې په ولایت بدل شو، چې دا مهال د مرکز اسعداباد په ګډون، ١٥ اداري واحدونه خاص کونړ، نورګل، څوکۍ، نرنګ، سرکاڼو، مروره، شیګل، دانګام، اسمار، غازي اباد، ناړۍ، وټه پور، ماڼوګى او چپه دره ولسوالۍ لري. په کونړ کې  ١٣ لوی قومونه: ساپي، سالارزي، مشواڼي، شینواري، مومند، ترکاڼي، الکوزي، مومند، بزرګخېل، ملاګوري، سرکاڼي، ګجر او کوهستاني ژوند کوي.

You might also like

پروان

وردګ

غور

کلتور

په کونړ کې د فرهنګي هڅو پیل د رسا ادبي او فرهنګي ټولنې لخوا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په غیر رسمي توګه  پيل شوي دي، چې یادې ټولنې په ۱۳۸۰ لمریز کال کې په مرکز اسعداباد کې په رسمي توګه فعالیت پیل کړ، چې د کونړ ولایت د ټولو سیمو شاعران، لیکوالان، فرهنګیان او د ادب مینه وال په کې راټول شول. ورپسې ادبي او کلتوري ټولنه، اخلاص ادبي او فرهنګي ټولنه، د لوستو ځوانانو ټولنه، د ځوانانو اصلاحي ټولنه، شپول ادبي ټولنه او ځینې نورې چې دا مهال په کونړ کې د ۱۸ ادبي او فرهنګي ټولنو په ګډون په مرکز او ولسوالیو کې یادې ټولنې فعالیت کوي چې هره یوه يې د ځوانانو د پرمختګ او د ټولنې د اصلاح لپاره کار کوي. په کونړ کې د کونړ سیند په نوم کلنۍ مشاعرې هم له تېرو څلورو کلونو راهيسې پيل شوې دي، چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له کرښې هاخوا فرهنګيان او شاعران په کې ګډون کوي.

په کونړ کې دوه دولتي کتابتونونه چې د اطلاعات او کلتور ریاست په چوکاټ کې دي، ډېر د مطالعې مینه وال  ورځې او همدارنګه ۱۶ کتابپلورنځي هم په دغه ولایت کې فعالیت کوي، چې تازه چاپ شوې مجلې او کتابونه ورته په وخت ورسېږي. په دغه ولایت کې لرغوني اثار شته، خو د ساتنې لپاره يې موزیم نشته.

په کونړ کې د انګليسي ژبې د زده کړې ۷ مرکزونه دي، چې یو يې یوازې د نجونو دی، ۸ د کمپیوټر د زده کړې مرکزونه، ۳ د تېکواندو او ۳ د بدن ښکلا ورزشي کلبونه هم شته.

په کونړ کې خلک سندرې خوښوي، خو سندرغاړي ته په کې تر ډېره په ټيټه سترګه ګوري، نو له همدې امله په کونړ کې د سندرغاړو هېڅ کومه ډله نشته، چې کله هم کوم ځانګړي څوک د واده لپاره د ټنګ ټکور پروګرام کوي، نو له ننګرهاره يې را غواړي. په دغه ولایت کې یوازې د لوی او کوچني اختر ورځې په ډېرو ساده مراسمو سره لمانځل کیږي.

مشاهیر

دغه ولايت ډېر مهم اجتماعي او هر اړخيز علمي او سياسي شخصيتونه په ځان کې روزلي او د علم، هنر او ادب له پلوه يې هېواد ته ډېر کادرونه وړاندې کړي دي، چې مهم هغه یې علامه سيد جمال الدين افغان، سید شمس الدین مجروح، سید بهاوالدین مجروح، کشمیر خان، میرزمان خان، پروفیسور رسول امین، وکیل عبدالخالق اخلاص، سلطان محمدخان، ملک محمدزرین، وحیدالله سباوون، شېخ جمیل الرحمن، مولوي نورجلال، سیدمحمود پاچا، مستوره شال، وکیل محمدهاشم، محکم خان، وکیل غلام محمد، جلال خان، شاه محمود میاخېل، پوهان رازقي نړیوال، ګل نبي ساپی، شمس الهدا شمس، مولوي محمدهاشم منیب، مولوي شهزاده شاهد، حاجي سخي مشواڼی، صالح محمد صالح،  رفیع الله  حیدري،   محمد امین،  ګلبهار  جلال، وږمه  ساپۍ،  شجاع الملک  جلاله، محمدروزي،  داوود جنبش، وکیل صدیق،  فرید ماموندزی، جنرال سردار باجوړی، عبدالکبیر ستوری، عبدالله غمخور، عبدالرشید جلیلي، صاحب حق، عبدالهادي خلیلزی، میراعظم ګجروال، جانداد، صاحب الرحمن او مفتاح الدین ساپی دي.

رسنۍ

په کونړ کې لومړنۍ چاپي جریده د کونړ په نوم  ده، چې د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال خپرېده. د کونړ دولتي راډیو په  ۱۳۶۲ لمریز کال کې تاسیس شوه او د کونړ ټلوېزیون په ۱۳۶۴ لمریز کال کې په خپرونو پیل وکړ. د ځلا په نوم لومړنۍ خپلواکه راډیو وه، چې په ۲۰۰۷ کال کې يې په خپرونو پیل وکړ، همدارنګه بدلون او نښتر اېف اېم راډیوګانو په  ۲۰۱۰ کال کې فعالیت پیل کړ. کونړ مجله چې دولتي خپرونه ده، لومړنۍ ګڼه يې په ۱۳۷۸ لمریز کال کې چاپ شوه، ورپسې ستوری، خوځښت، غنچه، سپرغۍ، روزنه، لوپټه، کونړ غږ، افاق، غزا، چغان، سیمه، فکري یون او کرکټ مجلې دي چې دا مهال له کونړه خپرېږي. کونړ، کونړ ځوانان، رغاونه، ځلا، اسعداباد، څار، شېبه، اخلاص، ځوان یون، ولس ارمان، بدلون او ځینې نورې جریدې په پرله‌پسې ډول له چاپه راووتې، چې په دې کې هم ډېرى د لنډمهال لپاره وې او ځینې يې اوس هم چاپیږي. په دغه ولایت کې ملي ټلوېزيون، لمر، طلوع، اريانا او د شمشاد ټلوېزيون خپرونې هم بروډکاسټ کيږي. ازادي راډيو، مشال، بي بي سي، ډېوه، ارمان او اراکوزيا راډيوګانې په اېف اېم څپو کې خپرونې کوي او په کونړ کې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې ټلوېزيوني کیبلي خپرونې هم پیل شوې.

پوهنه

په کونړ کې دا مهال له ۴۷۱ ښوونځيو یې ۲۳۹ لومړني دي، چې له دې ډلې یې نهه د هلکانو، ۴۲ يې د نجونو او ۱۸۸ يې ګډ دي. ۱۰۷ يې بیا منځني ښوونځي دي چې ۳۲ يې د هلکانو، ۳۱  د نجونو او ۴۴ يې ګډ دي. ۷۸ یې بیا لیسې دي چې ۲۳ يې د  نجونو او ۱۳ يې ګډې دي، چې په دې ټولو ښوونځیو کې ۱۵۹۷۰۷ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.  د یاد شمېر زده کوونکو له جملې ۶۵۷۲۹  يې نجونې دي او ۳۸۲۵ ښوونکي لري، چې ۱۸۰ يې ښځینه دي. دغه ولایت اته تخنیکي او مسلکي لیسې لري، چې ۷۸۵ زده کوونکي په کې زده کړې کوي. ۳۳ دیني مدرسې لري چې ۸۹۸۴  طالب‌العلمو ته په کې د ۲۴۰ مدرسینو لخوا زده کړې ورکول کيږي. د نالوستو لپاره د لیک لوست ۱۴۶۱ کورسونه لري، چې ۳۴۸۰۰ د بېلابیل عمر کسان په کې د لیک لوست زده کړې کوي، چې ۲۰۰۹۵ يې ښځینه دي. درې خصوصي لیسې لري چې ۴۷۰ زده کوونکي په کې زده کړې کوي، یو عالي دارالمعلمین دى او پنځه حمایوي څانګې لري چې ټول ۱۰۲۰۹ زده کوونکي لري، چې ۹۵ يې نجونې دي او د ۶۵ ښوونکو لخوا ورته تدریس کېږي. د کونړ پوهنتون چې د سیدجمال الدین افغان په نامه یادیږي، په ۱۳۸۹ لمریز کال  کې تاسیس شوی او څلور پوهنځي (شرعیات، کرنه او مالداري، کمپیوټر ساینس او  ښوونه روزنه) لري. دا پوهنتون ۱۲۲۵ محصلین لري چې اووه يې نجونې دي او د ۵۸ استادانو لخوا ورته تدریس کېږي او لومړۍ دوره فارغین يې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې ورکړل. له دې پوهنتون څخه تر اوسه پورې د ماسټرۍ او یا هم د د کتورا لپاره استادان کومو بهرنیو هېوادونو ته نه دي لېږل شوي.

کرنه

کونړ چې یو غرنی ولایت دی او د کرنې لپاره وړ او مناسبه ځمکه کمه لري او غرونه يې د هېواد په کچه اصلي د نښترو (چهارتراش) بې ساري ځنګلونه لري، نو پر دې سربېره، د ښون (زیتون)، څېړۍ او نور ډول ډول د سون لرګيو ځنګلونه هم لري. د دې تر څنګ، د دغه ولایت غرونه په مېوه لرونکو ونو لکه ګورګورې، ټیټاقې، شینۍ، چهارمغز او تورو املوکو هم په قدرتي ډول پوښل شوي، چې د مېوو حاصلات يې په کال کې یو ځل دي. د کونړ په کرنیزو ځمکو کې  جوار، غنم، اوربشې او شولې کرل کیږي، چې د کونړ د خلکو اړتیا نه شي پوره کولای او زیات خلک يې پر مالدارۍ او سوداګرۍ بوخت دي.

کانونه

په کونړ کې پر قدرتي ځنګلونو سربېره، کانونه هم شته چې د پېچ درې په ولسوالیو (ماڼوګي او چپه دره) کې د قیمتي ډبرو  (بیروچ) کانونه ډېر زیات دي، چې هر څوک يې په خپل سر او غیر فني توګه  استخراجوي او بهرنیو هېوادونو ته يې قاچاق کوي. په خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالیو کې د یو بل ډول قیمتي ډبرو (کرومایټ) کانونه هم موندل شوي، چې په اوسپنه جوړېدو کې ترې کار اخېستل کیږي، چې دا هم په قاچاقي توګه کیندل کېږي.

لاسي صنایع

په کونړ کې لاسي توکي ډېر نه جوړیږي، کلونه وړاندې د ډېرو کمو خلکو لخوا د ګډو له وړيو څخه لېمڅي او د وزو له وژغنو څخه ټغرونه جوړیدل، چې اوس دغه رواج هم له منځه تللی. یوازیني لاسي توکي چې اوس په کونړ کې جوړېږي، هغه د اهنګرانو لاسي توکي لکه چاقو، لور، تبرګی او په دې ډول ځینې نور هغه دي.

ورزش

ورزش له ډېر پخوا راهيسې په کونړ کې دود دی، خو نړیوالو او عصري ورزشونو د پخوانیو هغو مخه تر ډېره حده نیولې ده، پخوا په کونړ کې خوسى، تيږه اچول، توپ ډنډه، ډمې کول، والیبال، فوټبال او لامبو وهل وو، چې اوس هم په کلیوالو سیمو کې کیږي، خو په دې وروستیو کې کرکټ ډېر پرمختګ کړی، چې د نورو ورزشونو په پرتله ډېر مینه وال لري او حکومت هم ورته ډېره پاملرنه کوي. په کونړ کې  درې د تېکواندو، درې د اندامونو ښکلا او یو د سوک وهنې کلب شته.

اړتیاوې

۱ـ د کونړ په لوی سیند د سره طاق په سیمه کې د برېښنا بند جوړېدل، چې ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدولى شي، د کونړ سیند دواړو غاړو ته د استنادي دېوالونو جوړېدل، په مرکز اسعداباد کې د کرکټ اساسي لوبغالي جوړېدل، د کونړ ناواپاس لار چې له پاکستان سره د قیر سړک په وسیله سره نښلول شوې، ترانزیټ کېدل او د سالارباغ د نجارۍ فابریکې بېرته ودانول به د دغه ولایت د اوسېدونکو پر ژوند خورا مثبت اغېز ولري.

حشمت الله نوري

Previous Post

شیاومي ۱۴۴ هرتز مخ‌پاڼه لرونکی ځیرک موبایل معرفي کړ

Next Post

د رومي بانجانو د جوسو ګټې!

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

پروان
راشه ورشه

پروان

by Spogmai Radio
جنوري 11, 2021
وردګ
راشه ورشه

وردګ

by Spogmai Radio
جنوري 4, 2021
غور
راشه ورشه

غور

by Spogmai Radio
دسمبر 28, 2020
راشه ورشه

غزني

by Spogmai Radio
دسمبر 21, 2020
سمنګان
راشه ورشه

سمنګان

by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2020
Next Post
د رومي بانجانو د جوسو ګټې!

د رومي بانجانو د جوسو ګټې!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کډوال؛ پرون څه باندې ۱۵۰۰ کورنۍ هیواد ته را ستنې شوې دي

کډوال؛ پرون څه باندې ۱۵۰۰ کورنۍ هیواد ته را ستنې شوې دي

نوومبر 18, 2025
د جي ۷ هیوادونو؛ د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

د جي ۷ هیوادونو؛ د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

اگست 20, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved