چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د غزې د سولې سرمشريزه بايد د دايمي سولې پیلامه شي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 16, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د غزې د سولې سرمشريزه بايد د دايمي سولې پیلامه شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د غزې د سولې سرمشريزه د اکتوبر په ديارلسمې نېټې د مصر په شرم الشيخ ښار کې په يو لړ پرمختګونو سره پای ته ورسېده. خو د غزې وضعيت او بشري بحران ډېر سخت دي، نو یاده سرمشريزه بايد له روان لنډمهالي اوربند څخه په استفادې په غزې کې روانې ستونزې له بېخه هوارې کړي.

که د سرمشريزې ګډونوال تر اوربند وروسته د شخړو د سیاسي او دايمي حل لپاره اقدامات ونه کړي، نو دا به د تلپاتې سولې د پيل پر ځای د تېرو کړنو تکرار وي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په دغې سرمشريزې کې، چې ټاکلې موخه يې له سوله ييز تړون څخه د تضمين کوونکو هېوادونو د ملاتړ پیاوړي کول وو، د څه باندې شلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشرانو ګډون کړی و.

د مصر، امريکا، قطر او ترکيې د مشرانو په شمول د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوټرېش، د برېتانيې صدراعظم ستارمر، د ايټاليي صدراعظمې ميلوني، د هاسپانيې لومړی وزير سانچيز او د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون هم برخه اخيستې وه. ایران ته هم په دغې سرمشریزې کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو هغه هېواد پکې برخه نه وه اخيستې او لامل يې دا ښودل شوی، چې تهران نه غواړي، له داسې چا سره پر يو مېز کېني، چې پر ايرانيانو يې بريدونه کړي، ګواښلي يې دي او هم يې ورباندې بنديزونه لګولي دي.

په دغې سرمشريزې کې د فلسطين او اسرائيل استازو هم ګډون نه و کړی، چې دا ښايي د يادې سرمشريزې د پرېکړه ليکونو پر وړاندې چېلنجونه هم راپورته کړي.

د مصر، امریکا، قطر او ترکيې مشرانو د غزې د اوربند تړون لاسليک کړ او د غزې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ټرمپ د شل فقره ييز پلان د لومړي پړاو تطبیق ته يې تضمين برابر کړ.

 حماس او اسرائيل هم د دغه تړون په اړه مثبت غبرګون ښودلی او د پلي کېدو يې ویلي دي.

خو دغه پلان د پام وړ نيمګړتياوې لري، ځکه اړوندې خواوې یې د عدالت او عملياتي امکان د نشتوالي له کبله د نظريو ډېر توپيرونه لري، نو ښايي په ټوله مانا پلی نه شي او نه به هم په بنستيز ډول د غزې بحران حل کړي. ځکه ټرمپ هم اعلان کړی چې د غزې د اوربند په اړه یې د دوهم پړاو مذاکرات پيل کړي دي. خو خلک ورته ډېر خوشبين نه ښکاري، ځکه د ټرمپ پلان د فلسطينيانو له خوا د فلسطين د ادارې اصولو سره په ټکر کې دی او د فلسطين خپلواکۍ ته پکې بشپړ درناوی نه دی شوی.  تر دې وړاندې حماس د غزې تړانګې د نيولو لپاره بهرنی څارونکي واک رد کړی و او په ټينګار يې ویلي وو، چې د غزې اداره د فلسطين کورنۍ چارې دي. خو د ټرمپ په شل فقره ييز پلان کې راغلي، چې د غزې د ادارې لپاره به د نړيوالو کارپوهانو په ګډون لنډمهاله اداري کمېټه جوړه شي او د ده په مشرۍ د سولې شورا به یې چارې څاري.

د پاملرنې وړ خبره دا ده، چې د ټرمپ پلان کې ((د دوو هېوادونو لايحه)) نه ده شامله شوې، چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د سولې بنسټیزه لار بلل کېږي. که څه هم د دې پلان له مخې د بنديانو خوشي کول، له غزې څخه د اسرائيلي ځواکونو وتل او له دې سيمې سره بشري مرستې مثبت ګامونه دي، خو د شخړو هغه ستونزې يې پر ځای پاتې دي، چې له څو لسيزو راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ روانې دي.

د منځني ختيځ د مسئلو کليدي برخه د فلسطين ـ اسرائيل مسئله ده او د دې مسئلې د حل و فصل يوازينۍ لار د ملګرو ملتونو د ۱۹۶۷م کال (( د دوو هېوادونو لايحه)) ده، چې له مخې یې باید د ټاکلې سرحدي کرښې پر بنسټ يو خپلواک فلسطين جوړ شي او پلازمېنه يې باید ختيځ بيت المقدس وي.

په غزې کې بشري ناورين د ۲۱مې پېړۍ انسانانو ته يو لوی شرم دی او د نړۍ ویده انساني اخلاق باید راويښ شي. نړيواله ټولنه باید د تلپاتې سولې د رامنځته کولو لپاره ګډې هڅې وکړي، څو اوسنی بشري بحران حل او د سيمې ثبات اعاده شي.

د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ په خپلې اعلاميې کې هيله ښودلې، چې د دې سرمشريزې په ترسره کېدو سره دې د سيمې د امنيت او ثبات لپاره نوی پړاو پيل شي، ټول دې د روښانه راتلونکې لپاره ټينګې ارادې وښيي او د تلپاتې سولې لپاره دې زمينه برابره کړي.

Previous Post

شي‌ جين پينګ د سيشل نوي منتخب ولسمشر پاتريک هېرميني ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

Next Post

سروې: د چين پر وارداتو د امریکا د ګمرکي معرفو د بیا لګولو پرېکړه له پراخ مخالفت سره مخ شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
سروې: د چين پر وارداتو د امریکا د ګمرکي معرفو د بیا لګولو پرېکړه له پراخ مخالفت سره مخ شوې

سروې: د چين پر وارداتو د امریکا د ګمرکي معرفو د بیا لګولو پرېکړه له پراخ مخالفت سره مخ شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ترکیې سمندري ځواکونو ۳۲ افغان کډوال نیولي دي

د ترکیې سمندري ځواکونو ۳۲ افغان کډوال نیولي دي

دسمبر 30, 2024
د اوسپنې پټلۍ له لاې اندخوی سټېشن ته د سوداګریزو مالونو لېږد پيلیږي

د اوسپنې پټلۍ له لاې اندخوی سټېشن ته د سوداګریزو مالونو لېږد پيلیږي

جنوري 24, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ