چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

منځګړی نړیوال سازمان به د نړيوالې ادارې لپاره خوځنده ځواک برابر کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 23, 2025
in نړیوال خبرونه
0
منځګړی نړیوال سازمان به د نړيوالې ادارې لپاره خوځنده ځواک برابر کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

منځګړی نړیوال سازمان د اکتوبر په ۲۰مې نېټې د چين په هانکانګ کې په داسې حال کې پرانيستل شو، چې د نړيوالو جنجالونو  د هواري ميکانيزم اعتماد له خطر سره مخ دی او نړيوال اداري سیسټم هم خراب شوی او دواړه اصلاحاتو ته اړتيا لري.

منځګړی نړیوال سازمان د ۳۷ هېوادونو لخوا په ګډه جوړ شوی، چې دا نه يوازې د نړيوالو توپيرونو د حل يو نوښت دی، بلکې د ملګرو ملتونو د منشور او نړيوال قانون پر بنست د نړيوال نظام د بيا جوړولو لپاره يو مهم ګام هم دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

لوېديځ له تېر اوږدمهال راهیسې د نړيوالو توپيرونو د هواري ميکانیزم مشري کوي او مقررات او پروسې يې هميشه د لوېديځو هېوادونو يا ډلو د ګټو له مخې جوړېږي او ان د جيوپوليتیکې وسيلې په توګه کارول کيږي، نو دا ميکانيزم د ټولو هېوادونو استازيتوب نه شي کولی، ځکه ډېری پرمختيايي هېوادونه پر دغه دوديز ميکانيزم باور نه لري او د ناپييلي ميکانيزم د جوړولو غوښتنه کوي. د منځګړي نړیوال سازمان په جوړونه کې د دوی غوښتنې ځواب شوې دي.

دغه سازمان د ګډو سلامشورو،‌ ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر بنسټ او د منځګړتيا، همکارۍ او همغږۍ له مخې توپيرونه حل کوي او غړي یې د اسيا، افريقا او لاتيني امریکا هېوادونه دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د منځګړي نړیوال سازمان په پرانيستونکو مراسمو کې ويلي، چې په تېرو پنځو مياشتو کې دغه سازمان په ډېرې چټکۍ ګډ تړون لاسليک او نافذ کړی او خپل کار يې پيل کړی دی او په وينا یې، دغه سرعت د نړيوال سازمان د جوړونې په تاريخ کې ډېر لږ تر سترګو کېږي. دا د دې ښکارندويي کوي، چې د منځګړي نړیوال سازمان جوړونه د تاريخ له څپې سره سمون لري او د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ يې ترلاسه کړی دی.

د هوا چون يينګ په خبره، د منځګړي نړيوال سازمان افکار د چين د نړيوال مديريت وړانديز سره ښه سمون لري، دواړه له منځګړتيا،‌ همکارۍ او همغږۍ څخه ملاتړ او  پر عدالت او انصاف ټينګار کوي او‌ د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر بنسټ بشري ګټو ته لومړيتوب ورکوي.

دغه سازمان به د انسان د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره حقوقي ځواک برابر کړي او په دې سره به هانکانګ منځګړی مرکزي ښار وګرځي.

نوموړې په دغه سازمان کې د نورو هېوادونو د شاملېدو  هرکلی کړی او هيله يې ښودلې،‌ چې منځګړی نړیوال سازمان د نړيوالو توپيرونو د سوله ييز حل لپاره نوي خدمتونه وکړي.

د ملګرو ملتونو منشور پر دې ټينګار لري، چې نړيوال توپيرونه باید په سوله ييز ډول حل شي.‌ خو په دې وروستيو کلونو کې يواړخيز بنديزونه او وسله وال ګواښونه ډېر شوي، چې له امله یې د څواړخيزم بنسټ سخت ويجاړ شوی دی.

منځګړی نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو څخه ملاتړ کوي او د دعوې او ريفرنډم ترڅنګ  ))درېیمه لاره ((یې هم وړاندې کړې،‌ چې د ملګرو ملتونو له هغه نظر سره، چې وايي د مديريت چارې دې د ټولشموليت پر اساس ترسره شي، سمون لري.

د يادونې ده،‌ منځګړی نړيوال سازمان داسې موخه نه لري، چې د اوسني ميکانيزم ځای ونيسي، برعکس غواړي له اوسني ميکانيزم سره په متقابل درناوي چارې ترسره کړي.

دغه سازمان به له بېلا بېلو هېوادونو سره او په تېره بيا له منځنيو او کوچنيو هېوادونو سره مرستې وکړي، چې په لا عادلانه چاپېريال کې توپيرونه حل کړي.

که څه هم د منځګړي نړیوال سازمان لرليد ښه او تمه ورته کېدای شي، خو بیا هم دغه سازمان له يو شمېر ستونزو سره مخ دی، چې د ساري په توګه به ځينو ته اشاره ولرو.

 منځګړی نړیوال سازمان بايد خپل غړي زیات کړي، څو استازيتوب يې پياوړی شي او د اعتماد ښه نمونه بايد واوسي او نړيوالو ته باید وښيي، چې د منځګړيتوب پايلې يې روښانه او د پلې کېدو وړ دي.

اوسمهال په نړۍ کې اقليمي بدلون او د اکمالاتي ځنځير د امنيت په شمول يو شمېر چلينجونه ډېر شوي، نو نړیواله ټولنه تر هر وخت ډېر موثر او د درناوي وړ ميکانيزم ته اړتيا لري.

که منځګړی نړیوال سازمان د عدالت او انصاف پر ژمنو ټينګار ولري،‌ نو د نړیوال اداري سيسټم د لا ټولشموله او ډيموکراتيک کېدو لپاره به ځواک برابر کړي.

Previous Post

زیلېنسکي؛ پر روسیې د امریکا له تازه بندیزونو هرکلی کړی دی

Next Post

چین: د سوریې انتقالي حکومت دې د ترهګرۍ ضد پرېکنده ګامونه واخلي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چین: د سوریې انتقالي حکومت دې د ترهګرۍ ضد پرېکنده ګامونه واخلي

چین: د سوریې انتقالي حکومت دې د ترهګرۍ ضد پرېکنده ګامونه واخلي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

نړیوال د خدماتي سوداګرۍ په تړاو د شي جین پینګ هڅې ستايي

نړیوال د خدماتي سوداګرۍ په تړاو د شي جین پینګ هڅې ستايي

سپتمبر 4, 2023
لغمان کې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

لغمان کې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

جون 10, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ