چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چین د مدیریت او لاسته راوړنو رازونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چین د مدیریت او لاسته راوړنو رازونه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې څلورمه عمومي غونډه د اکتوبر له ۲۰مې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې په بېجینګ کې ترسره شوه او د نړیوالې ټولنې پراخې پاملرنې یې راجلب کړې دي. په دغه عمومي غونډه کې د ملي اقتصاد او ټولنې پرمختګ د پنځلسم پنځه کلن پلان د ټاکلو په اړه د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې وړاندیز تصویب شو او د پنځلسم پنځه کلن پلان په موده کې د چین د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لارښوونیز اصول او عمده موخې په ډاګه شوي دي.

په چین کې په علمي او مسلسل ډول د هر پنځه کلن پلان ټاکل د چین کمونېست ګوند د حکومتولۍ یوه مهمه تجربه ده او د چین ځانګړتیا لرونکي سوسیالیزم یوه مهمه سیاسي وړتیا ده. چین له ۱۹۵۳م کال څخه تر ۲۰۲۵م کال پورې د څوارلسو پنځه کلن پلانونو په جدي تطبیق سره د اقتصادي ګړندي انکشاف او د ټولنې دایمي ثبات دوه لویې معجزې جوړې کړې دي. اوس د څوارلسم پنځه کلن پلان په اړه عمده موخې به ژر بشپړې شي. اټکل کېږي چې سږ کال د چین عمومي اقتصادي اندازه ۱۴۰ ټریلیونو یوانو ته ورسېږي چې له تېرو ۵ کلونو راهیسې زیاتوالی یې څه باندې ۳۵ ټریلیونه یوانه دی او د نړیوال اقتصاد لپاره خدمت یې تل شاوخوا ۳۰ سلنه ساتلی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چین دغه شان بریالیتوبونه ښيي چې پنځه کلن پلان یې موثرې اغېزې او لرې لید لري، او د پنځلسم پنځه کلن پلان د ټاکلو لپاره یې ګټور شرایط برابر کړي دي.

د چین پرمختګ د دوامدارې معجزې له امله، نړیواله ټولنه لېواله ده چې د چین د مدیریت راز ولټوي او ترې د انکشاف نوي فرصتونه ترلاسه کړي. د چین د عصري نړیوالو اړیکو د څېړنیز انستیتیوت د عمومي اقتصاد او ستراتیژۍ د مطالعې څانګې مرستیال مدیر وې لیانګ د چین مېډیا ګروپ خبریال ته وویل چې  د چین کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې څلورمه عمومي غونډه نړۍ ته د دې هېواد هغه باور او عزم انعکاسوي چې د سوسیالیستي عصري ابادۍ موخې د پوره کولو لپاره به دوامداره هڅې او کوښښښونه ترسره کړي. په دې توګه نړۍ د نړیوال اقتصاد د پرمختګ اېنجن او د ثبات لنګر په توګه پر چین لا نور زیات باور لري.

ګردې نړۍ ته په کتو مو دا پېژندلې چې د پنځه کلن پلان جوړول د چین ابتکاري اقدام نه دی، خو چین یوازینی هېواد دی چې په مداومه توګه دغه پلانونه یې ټاکلي او جدي تطبیق کړي دي. د چین مدیریت تر ټولو مهم راز د چین کمونېست ګوند لارښوونې او د خلکو تمرکز نظریه ده. په یاد وړاندیز کې په ډاګه شوې چې د پنځلسم پنځه کلن پلان په موده کې د اقتصاد او ټولنې پرمختګ باید پر ۶ اصولو ټینګار وشي او لومړی دوه اصول يې دا دي چې د چین کمونېست ګوند پر هراړخیزې لارښوونې او خلکو ته پر لومړیتوب ورکونې ټینګار وکړي.

د برازیل د فورم مجلې ویبپاڼه کې د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د یوې لیکنې په خپرېدو سره دا څرګنده شوې چې د چین لاسته راوړنې د تاریخي صبر او د تګلارو دوام نتیجه ده.

دا نړۍ ته د چین مدیریت بل راز ښودلی چې ورخلاصون او همکارۍ دي. په یاده عمومي غونډه کې د پنځلسم پنځه کلن پلان په موده کې د چین د لوړې کچې ورخلاصون د پراخېدو ځانګړی ترتیبات وشول چې د ګټو- ګټو همکارۍ ته یې زیات ارزښتونه ورکړل. د ډېرو نړیوالو شرکتونو مسئولانو ویلي، چین ته پانګونې ضروري کار دی.

د سوسیالیزم عصري کېدو موخه پوره کول یو ګام په ګام او دوامدار پرمختګ لرونکی تاریخي جریان دی. پروا نشته چې نړیوال وضعیت کې څنګه بدلونونه راځي، چین به د خپلې موخې په رڼا کې کوښښونو او زیارونو ته دوام ورکړي، د خپل باکیفیته پرمختګ د ثابتوالي په مټ به د بهرني چاپېریال د بدلون له ناثبتوالۍ سره مقابله وکړي. نړۍ دې ته په تمه ده چې چین به په راتلونکو ۵ کلونو کې د چیني شکله عصري کېدو لا نور زیات بریالیتوبونه تر لاسه کړي او نړۍ ته لا زیاتې ګټې ورسوي.

Previous Post

شي جين پينګ به له کوریا جمهوریت څخه لیدنه وکړي

Next Post

د ملګرو ملتونو د چاپېريال ساتنې ادارې مشرې انګير اندرسن د چين له مېډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د ملګرو ملتونو د چاپېريال ساتنې ادارې مشرې انګير اندرسن د چين له مېډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه

د ملګرو ملتونو د چاپېريال ساتنې ادارې مشرې انګير اندرسن د چين له مېډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کونړ کې یوه لومړني ښوونځي ته د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې

کونړ کې یوه لومړني ښوونځي ته د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې

سپتمبر 15, 2024
متقي او اسحاق ډار پر سوداګرۍ او ترانزېټ خبرې کړې دي

متقي او اسحاق ډار پر سوداګرۍ او ترانزېټ خبرې کړې دي

مې 21, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ