چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين نوښت د نړيوال پرمختګ لپاره خوځنده قوت برابروي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 26, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چين نوښت د نړيوال پرمختګ لپاره خوځنده قوت برابروي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې څلورمه عمومي غونډه څو ورځې مخکې په بېجينګ کې تر سره شوې او د نړيوالې ټولنې د توجې مهم ټکی ګرځېدلې ده. په دې غونډه کې ټاکل شوې، چې چين به د پنځلسم پنځه کلن پلان په موده کې پر ځان بسياينې د لوړې کچې ټېکنالوژيکي خپلواکي او پرمختګ ومومي او د نوي کيفيت توليدي قوتونه به پياوړي کړي. د چين دغه ستراتيژيک ترتيب د بهرنيو خبري رسنيو پاملرنه راجلب کړې. زياتو بهرنيو خبري رسنيو دې ته اشاره کړې، دغه غونډه ښيي، چې چين د لوړ کيفيت پرمختګ او د نوي کفيت د توليدي قوتونو په ابادۍ کې د ټېکنالوژۍ رول ته په درنه سترګه ګوري او دا کار يې د نړيوال پرمختګ لوری روښانه کړی دی.

ولې بېلا بېل اړخونه د نوي کيفيت قوتونو ته زياته توجه کوي؟ د بهرني چاپيريال له لحاظه، د ساينس او ټېکنالوژۍ انقلاب او صنعتي اصلاحات د روانېدو ترڅنګ د نړيوال کېدو جريان د پروټېکشنيزم له راپورته کېدو سره مخ او د نړيوال اقتصاد د احيا خوځنده قوت کمزوری دی، نو ځکه بېلا بېل هېوادونه د پرمختګ د نويو خوځنده قوتونو موندلو ته بېړنۍ اړتيا لري. د چين د داخلي چاپيريال له لحاظه، په تېرو ۵ کلونو کې د چين د لوړې او نوې ټېکنالوژۍ تصديو شمېر له ۵۰۰ زرو زيات شوی او د هغو ډلو شمېر ۲۶ ته رسېدلی کومې چې د نړۍ د ساينس او ټېکنالوژۍ د غښتلو سلو ډلو په درجه بندۍ کې شاملې دي او دا رقم تر نورو هېوادونو او سيمو زيات دی. دا د پنځلسم پنځه کلن پلان د طرحې او تطبیق په اړه د چين پر وړاندې اړينه مسئله ده، چې دغه هېواد په راتلونکو پنځو کلونو کې څرنګه د تاريخ له فرصت څخه کار واخلي او د نوي کيفيت توليدي قوتونو ته وده ورکړي؟

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

چين به د پنځلسم پنځه کلن پلان په موده کې په کومو برخو کې د نوي کيفيت د توليدي قوتونو د پرمختګ لارښوونه وکړي؟ (( د ملي اقتصاد ا و ټولنې د پرمختګ لپاره د پنځلسم پنځه کلن پلان د جوړولو په اړه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې وړانديز)) چې په څلورمه عمومي غونه کې تصويب شوی، يادې پوښتنې ته ځواب ورکولی شي.  په دې وړانديز کې ليکل شوي، چې چين به د ابتکاري نوښت او د مهمو ټېکنالوژو د نوښت لپاره هڅې پياوړې کړي، د ټېکنالوژيک نوښت او صنعتي نوښت ژور پيوستون ته به وده وکړي، د ښوونې او ټېکنالوژيکو مستعدو جامع پرمختګ به ومومي او د ډيجيټل چين ابادي به پياوړې کړي. يادې څرګندونې ښيي، چې په چين کې د نوي کيفيت توليدي قوتونه له ساينسي او ټېکنالوژيک نوښت، صنعتي لوړوالي او زرغون اصلاح سره وصل شوي او د لوړ کيفيت پرمختګ به وهڅوي او نړۍ ته به نوی خوځنده قوت او نوي فرصتونه ورکړي.

بازار ډېر ارزښتناکه سرچينه بلل کيږي. چين له يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونو تنو زيات نفوس لري، چې پکې څه باندې ۴۰۰ ميليونه تنه د منځنۍ کچې عايد لرونکي دي. د همدغې لويې پيمانې بازار په نړۍ کې نادر دی. چين به په راتلونکو ۵ کلونو کې د ډيجيټلي او ځيرکو تخنيکونو له لارې عنعنوي سکټورونه اصلاح او بشپړ کړي، د نوي نسل د معلوماتي ټېکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتيا په برخو کې به يو شمېر نوي سکټورونه وروزي او د کوانټوم او بيولوژيک ساينس او ټېکنالوژۍ په برخو کې به د راتلونکو صنايعو د پرمختګ پلان طرحه کړي. دغه راز د چين لوی بازار به د ګردې نړۍ د نوښتونو د ازموينې او استفادې ډګر وګرځي او ورڅخه به ګټې پيدا شي. په چين کې بهرنې تصدۍ د ياد ټکي په اړه ژور احساسات لري.

چين د نړۍ د صنعتي او اکمالاتي ځنځير يوه مهمه برخه ده او په راتلونکو پنځو کلونو کې به د نوي کيفيت د توليدي قوتونو د پرمختګ لپاره د دغه هېواد د هڅو په رڼا کې نړۍ ته پرانيستې او مختلف همکاريز فرصتونه برابر شي او د ډيجيټلي کېدو، ځيرک کېدو او زرغون کېدو په لوري به د نورو هېوادونو د پرمختګ جريان وهڅول شي. د چين د موټرونو توليدي تصدۍ بي واې ډي يوه مسوول د چين مېډيا ګروپ خبريال ته ويلي، چې د دې تصدۍ د نوې انرژۍ موټرونه د نړۍ ۱۱۶ هېوادونو او سيمو ته ننوتلي او د انسانانو د زرغون او دوام لرونکي پرمختګ لپاره يې خدمات کوي. په برازيل کې به د دې تصدۍ فابريکه په مستقيم يا غير مستقيم ډول ۲۰ زرو ځايي خلکو ته دندې برابرې کړي او لا زيات وګړي به له صنعتي پرمختګ څخه ګټې واخلي.

لا مهمه خبره دا ده، چې د نوي کيفيت توليدي قوتونه نه يوازې د چين د اقتصادي پرمختګ ملاتړ کوي، بلکې د صنعت او ټېکنالوژۍ ترمنځ د پيوستون او د پرمختللو ډيجيټلي تخنيکونو د ودې له لارې به د نړيوال اقتصاد په پرمختګ کې د نوي انجين رول ولوبوي.

Previous Post

لي چيانګ د سينګاپور له سرپرست ولسمشر سره وکتل

Next Post

د “نوښت، خلاصون، او ګډ پرمختګ” فعالیت د امریکا په واشنګټن کې ترسره شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د “نوښت، خلاصون، او ګډ پرمختګ” فعالیت د امریکا په واشنګټن کې ترسره شو

د "نوښت، خلاصون، او ګډ پرمختګ" فعالیت د امریکا په واشنګټن کې ترسره شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

غور کې د څارویو واکسینولو کمپاین پیل شوی دی

غور کې د څارویو واکسینولو کمپاین پیل شوی دی

جنوري 24, 2024

ليو جيان چاو له بورېس ګرېزلوف سره انلاين خبرې وکړې

جولای 8, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ