د افغانستان د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د ځوانانو آسیایي سیالیو په درېیمه لوبه کې د چین پر وړاندې د ۵–۱ ګولونو په توپیر بریا ترلاسه کړه. افغان لوبډلې له دې وړاندې خپلې دوه لومړنۍ سیالۍ هم په بریا پای ته رسولي، چې په هغې کې یې ازبکستان ته ۱۰–۲ او کوربه بحرین ته ۷–۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړې وې. د ۲۰۲۵ کال د ځوانانو اسیایي فوټسال سیالۍ د روانې میلادي میاشتې پر ۲۳مه د بحرین په کوربهتوب د اتو هېوادونو په ګډون په دوو ګروپونو کې پیل شوې دي.

































