د ۲۰۲۵ کال د آسیا ځوانانو د فوټسال سیالیو په پایلوبه کې نن شپه افغان لوبډله له ایراني لوبډلې سره سیالي ترسره کوي. د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه سیالي په بحرین کې نن شپه ۸ نیمې بجې پیلېږي. افغان لوبډلې د سې شنبې په ورځ تایلینډ ته ۹ د ۱ په مقابل کې په ماتې ورکولو سره د دې لوبو وروستي پړاو ته رسېدلې ده. افغان لوبډلې په دې سیالیو کې مخکې ازبکستان، بحرین او چین ته ماتې ورکړې ده.

































