افغانان دې تېرې خونړۍ تجربې نه تکراروي بلکې د یوه با ثباته افغانستان د جوړولو لپاره دې هوکړې ته سره ورسېږي. فارن پالیسي نشریې په یوه اوږده مطلب کې د افغانستان د سولې پر مسئله خبرې کړې دي. سرچینه کاږي افغانانو ته په کار ده چې د تېرو حکومتونو تېروتنې تکرار نه کړي، نرمښت وښيي، تاوتریخوالی کم کړي، په خپلو کې دې جګړه نه کوي او د هېواد د امنیت او ثبات لپاره دې سره همکار شي. نشریې دغه راز ویلي چې په افغانستان کې اوس کورنۍ جګړه پيل شوې ده او ددې جګړې د پای لار دا ده چې لنډمهاله حکومت جوړ شي او ورپسې ژر او په چټکه توګه د سولې یو توافق رامنځ ته شي. سرچینه وایي ولسمشر غني هم باید د ټولو اړخونو نظریاتو ته درناوی وکړي، او هغه څه باید عملي شي چې افغانستان کې ددایمي ثبات او جګړو د ختمېدو سبب ګرځي.
































