چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چین د عصري کېدو په بهیر کې باکیفیته پرمختګ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 14, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چین د عصري کېدو په بهیر کې باکیفیته پرمختګ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

باکیفیته پرمختګ د چين د پنځلسم پنځه کلن پلان (۲۰۲۶م ـ ۲۰۳۰م کال) کلیدي موضوع ده، چې د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په څلورمې عمومي غونډې کې هم پرې بحث شوی او منل شوی دی.

باکیفیته پرمختګ د شي جين پينګ د اقتصادي مفکورې يوه مهمه برخه ده، چې د چين د پرمختګ لپاره ستر اهمیت لري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

نوموړي ویلي، بايد نه يوازې د اقتصادي چارو کميت ته پاملرنه وشي، بلکې دې کیفیت يې په پام کې ونيول شي او د کیفیت په لوړوالي دې د کميت اغېزمن زیاتوالی وموندل شي.

د ده په اند چين بايد د کميت او سرعت پر ځای د اقتصادي پرمختګ د کيفيت او موثريت د لوړوالي هڅې وکړي.

باکیفیته پرمختګ د چین د اقتصادي جوړښت په بدلون کې اړين انتخاب دی.

د چین اقتصاد په تېرو لسګونو کلونو کې ستر پرمختګ موندلی او عمومي اقتصادي حجم یې په نړۍ کې دوهم ځای نیولی، چې په جریان کې يې ډېرې ستونزې هم رامنځته شوې دي. په چين کې د پخوانيو ځیګو تولیدي لارو چارو له امله هوا، اوبو او کرنيزو ځمکو ته سخت زیانونه رسیدلي او د عوایدو په زیاتېدو سره یې د خلکو د ښوونې، طبي خدماتو او ښه چاپېریال اړتیاوې هم مخ په لوړېدو دي. برسيره پر دې، په نړۍ کې د ټکنالوژۍ د سیالۍ بڼه هم بدله شوې ده.

امریکا د لوړې او نوې ټکنالوژۍ په چارو کې پر چین بندیزونه لګولي دي. چين اړ دی، چې د نوښتي او ابتکاري توان د لوړولو لپاره ستراتيژیک پرمختګ وکړي.

ځکه د شي جين پينګ په مشرۍ د چین کمونېست ګوند د هېواد د اقتصاد او ټولنې د ابادۍ لپاره پر باکیفیته پرمختګ تمرکز لري.

باکیفیته پرمختګ د شي جين پينګ د مفکورې د يوې مهمې برخې په توګه نه یوازې د اقتصادي جوړښت د بدلون غوښتنه ده، بلکې د ټولنې، بیولوژیکي چاپېریال او کلتور په شمول ډېرو برخو کې سیسټماټیک سمون هم دی او هم د چیني شکله عصري کېدو د جریان لومړۍ چاره ده.

چین پر ۳ لارو د باکیفیته پرمختګ ښې لاسته راوړنې لري.

۱. نوښت او ابتکار

چین د ټکنالوژۍ په څېړنيزو او ابتکاري چارو کې ډېرې پانګې لګولي او نن يې د تخنیکي څېړوونکو عمومي شمېر په نړۍ کې لومړی مقام لري. دلته به یې د ساري په توګه د نوې انرژۍ کارکېدونکو موټرو ته اشاره ولرو. په چين کې د ځیرک تخنیک پر مټ د نویو موټرونو د چمتوالي موده د پخوا په نسبت ۲۰ سلنه کمه شوې، اصلي لګښت یې ۱۵ سلنه ټيټ شوی او کلنۍ تولیدي اندازه یې له لس ميلیونو عرادو څخه اوښتې ده.

۲. زرغون بدلون

چیني تصدیو به پخوا په تولیدي چارو کې ډېره انرژي لګوله، خو اوس ورته د ټيټ کاربن لارې چارې غوره شوې دي.

چین په ګرده نړۍ کې د بیا استفاده کېدونکې انرژۍ تر ټولو لوی سیسټم جوړ کړی او د لمریزې انرژۍ د شیشه يي تختو تولید او د بادي انرژۍ د جنراتورونو ظرفیت يې د نړۍ لومړي مقامونه خپل کړي دي.

۳. ورخلاصون

شي جين پينګ د چین د اقتصادي جوړښت د بدلون لپاره د کورني او نړیوال دورانونو ستراتيژي مطرح کړې او دغه ستراتيژي يې د هېواد په څوارلسم پنځه کلن پلان کې هم شامله وه او موخه یې ترې دا وه چې د کورني دوران له لارې د کورني ستر بازار بالقوه ځواک رامنځته او د نړۍ لوړې سرچینې راجلب کړي.

نړیوال دوران یانې د تخنیکي همکاريو او سرچینو د اغېزمنې کارونې په مټ د نړۍ د اکمالاتي او تولیدي ځنځیرونو پراخول.

سږ کال د چین په نړیوال وارداتي نندارتون کې د سوداګریزو تړونونو ارزښت له ۸۳ میلیارډو یوانو زیات و او نوی ریکارډ یې جوړ کړی دی.

چین د باکیفیته پرمختګ په مټ پنځلسم پنځه کلن پلان او د عصري کېدو موخه سره پيوست کړي، چې دغه جریان یې نه یوازې د اقتصادي اندازې زیاتېدو پسې تړاو لري، بلکې د پرمختګ لوړ کیفیت یې هم ترې ښکاري، چې په بهیر کې به یې هر څوک ترې ګټې واخلي.

چین به له نړۍ سره سمسور او دوامدار پرمختګ او ګډ راتلونکی ولري

Previous Post

لي چيانګ به بهرني سفرونه وکړي

Next Post

کيرستي کوېنتري: رئيس شي جين پينګ سپورټي چارو ته ستر ارزښت ورکوي او ډېر شوق ورسره لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کيرستي کوېنتري: رئيس شي جين پينګ سپورټي چارو ته ستر ارزښت ورکوي او ډېر شوق ورسره لري

کيرستي کوېنتري: رئيس شي جين پينګ سپورټي چارو ته ستر ارزښت ورکوي او ډېر شوق ورسره لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

لاجورد دهلېز؛ د سیمه ییز او نړیوال جیوپولیټيک په رڼا کې

لاجورد دهلېز؛ د سیمه ییز او نړیوال جیوپولیټيک په رڼا کې

اگست 4, 2021
له غږ څخه دوه چنده چټکه الوتکه

له غږ څخه دوه چنده چټکه الوتکه

اکتوبر 14, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ