چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د ژمي په رارسېدو سره د کرونا خطر زياتېدای شي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 28, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د ژمي په رارسېدو سره د کرونا خطر زياتېدای شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

دې ته په پام سره چې د ژمي په رارسېدو سره په ځينو هېوادونو کې د کرونا ويروس د نوې څپې راپيدا کېدو خبرونه ورکړل شوي، له خلکو سره يوځل بيا د ياد ويروس په اړه اندېښنې زياتې شوې  دي.

که څه هم د کرونا ويروس د اصلي سرچينې په اړه بېلا بېل نظرونه شتون لري، خو کابو يو کابل وړاندې په چين کې و پېژندل شو او په چټکۍ سره د زياتېدو په حال کې و چې امله يې د نړۍ طبي ټولنو د ياد ويروس د لا پېژندنې، ورسره د مبارزې لارو چارو، درملنې او واکسين په اړه چټکې څېړنې پيل کړې. تر اوسه د ګڼ شمېر واکسينونو د جوړېدو خبر ورکړل شوی، خو لا د ګوتو په شمېر واکسينونه د کلينيکي ازموينې پړاو ته رسېدلي دي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

لنډه دا چې دغه ويروس لا هم د يوه نړيوال خطر په توګه باقي دی او هېڅ دايمي حل يې نه دی پيدا شوی، که څه هم ښايي په نږدې راتلونکي کې ځينې واکسينونه د کلينيکي ازموينې له پړاو څخه په بريالۍ توګه ووځي او د عامه تطبيق وړ شي، خو د رسنيو د معلوماتو له مخې، د يادو واکسينونو د توليد کچه به په لومړيو کې د نړۍ د نفوس په پرتله ډېره کمه وي او څو چې د نړۍ ټولو وګړو ته رسېږي، ښايي کال يا کلونه وخت ونيسي. نو ځکه د اوس لپاره بايد خلک يوازې وقايې ته پاملرنه وکړي او په جدي توګه يې عملي کړي.

که په عمومي ډول د ويروس پېژندل کېدو کابو يو کلن تېر وخت ته پاملرنه وشي، نو ښايي چين يوازينی هېواد وي چې په خپل هېواد کې يې له کرونا ويروس سره مبارزې مثبته نتيجه درلودلې او کنټرول دی، خو دا چې د دې نتيجې مهم راز په څه کې دی، دلته يې څو مهمو ته يادونه شوې:

وړيا ازموينه

په چټکۍ او وړيا توګه د خلکو طبي ازموينې د ياد ويروس په کنټرول کې تر ټولو مهم رول لوبولی او هغه کسان چې د ازموينې نتيجه يې مثبته وي، کرنتين او يا اړوندو روغتونونو ته ور پېژندل کېږي، تر څو له يادو کسانو څخه نورو ته د ويروس د انتقال د خپرېدو مخه ونيول شي.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير معاون، بروس ايلوارډ د ۷۶ ورځو لپاره د ووهان ښار (چېرته چې د لومړي ځل لپاره د کرونا ويروس وپېژندل شو) چټک کرنتين د چين د دولت د ستاينې وړ اقدام و.

د ناقلينو پيدا کول

بل مهم اقدام د ناقلينو يا په ياد ويروس د ککړو کسانو ژر پيدا کول دي. دا چې ياد ويروس په ډېرې چټکۍ او مرموز ډول د خپرېدو وړتيا لري، نو ځکه يې په هماغه لومړيو کې د ناقلينو پيدا کول او کرنتين کول ډېر اهميت لري.

چيني شرکتونه بايد خپلو کارمندانو ته د سلامتيا تاييد لپاره يو (کيو آر) کد جوړ کړي او دغه کد د ياد کس د سالم توب تاييد دی او په دې توګه په چين کې د مېشتو بهرنيانو په شمول ټول خلک په خپلو ګرځنده ټلیفونونو کې د سلامتيا د تاييد اپلېکشنونه لري او عامه ځايونو او دفترونو ته د داخلېدو پرمهال يې اړوندو کسان ګوري او له تاييد وروسته د ننوتلو اجازه ورکوي چې په دې توګه د ويروس څارنه ډېره ساده شوې.

د همدې تدابيرو په نتيجه کې د سپټمبر په اتمه چين په خپل هېواد کې د کرونا ويروس سره په مبارزه کې د بري خبر ورکړ.

که څه هم له يادې نېټې وروسته هم په ځينو سيمو کې د کرونا د محدودو مثبتو پېښو خبر ورکړل شو، خو دا چې مخکې له مخکې يې په اړه تدابير نيول شوي، نو يادې پېښې يوازې تر هماغو ناروغانو محدودې پاتې شوې او نورو ته يې سرايت نه دی کړی.

لنډه دا چې افغانان دې د واکسين په تمه نه کېږي، بلکې خپل پام دې وقايوي چارو ته واړوي، ځکه د ژمي او سړې هوا په رارسېدو سره د دغه ويروس د زياتېدو خطر لا پر خپل ځای دی.

اعظم منور

Previous Post

سوله؛ لیدلوري او وړاندوینه

Next Post

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا: ښايي ځینې هېوادونه په کابل کې خپل سفارتونه وتړي

امریکا: ښايي ځینې هېوادونه په کابل کې خپل سفارتونه وتړي

جون 13, 2021

How To Win Online United Kingdom Roulette

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved