چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين د نرم ځواک پياوړتيا

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 27, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چين د نرم ځواک پياوړتيا
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د برېتانيې اېکونومېسټ «Economist» مجلې په دې وروستيو کې د امريکا د سروې ګلوبېسکا ”GlobeSca “  شرکت سره په ګډه له چين پرته د نړۍ په ۳۲ هېوادونو کې لویه سروې ترسره کړې او بیا یې د ۲۰۲۴م کال د ورته سروې له پايلې سره مقايسه کړې ده.

په دغې سروې د يادو هېوادونو شاوخوا ۳۲ زرو کسانو برخه اخيستې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د مقايسې پايله ښيي، چې د نړۍ د لارښوونکو ځواکونو په لېست کې د چين ځای تر ډېره لوړ شوی او د دغه هېواد نرم ځواک د ليدو وړ پياوړتيا موندلې ده.

د دغې سروې يوه پوښتنه دا وه: «تاسې غواړئ چين يا امريکا د نړۍ سوپر ځواک شي؟»

 د دغې پوښتنې ۳۳ سلنه ځواب ورکوونکو چين او ۴۶ سلنو يې بیا امريکا انتخاب کړې ده.

دلته مهمه خبره دا ده، چې د سروې په لويو هېوادونو کې د چين د انتخاب کچه ډېره لوړه شوې او د امريکا د انتخاب کچه بیا پوره ټيټه شوې ده.

دغه سروې د روان کال له جولای نه تر سپتمبر پورې ترسره شوې او همهغه مهال د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ټولې نړۍ سره د ګمرکي تعرفې جګړه پيل کړې وه.

د سروې دا پايله يوازې د چين په چټک پرمختګ پسې نه، بلکې د امريکا د حکومت په اړوندو تګلارو پسې هم تړاو لري.

د نړۍ د نرم ځواک په درجه بندۍ کې امريکا لومړی او چين بیا دوهم ځای خپل کړی دی.

د سروې د ګډونوالو جدول دا ښيي، چې له ۱۸ تر ۲۴ کلنۍ پورې د ځوانانو په ډله کې د چين او امريکا د انتخاب کچه په جلا جلا توګه ۳۹ سلنه او ۴۱ سلنه ده، چې دواړه دومره زيات توپير نه لري.

د حيرانۍ وړ خبره دا ده، چې د چين له لارښوونې څخه د امريکايانو د ملاتړ کچه زياته شوې او د ۴۰ سلنه امريکايي ګډون کوونکو په نظر چين پر نړۍ مثبته اغېزه لري.

کله چې په نړيوال وضعيت کې سخت بدلونونه رامنځته کېږي، نو د چين نرم ځواک د بې سارې پياوړتيا په حال کې وي او د نړۍ ځوانان هم د چين پرمختګ مني او تمې ترې لري.

د چين د سخت ځواک چټک پرمختګ او د نړيوال حالت بدلون او په تېره بيا د امريکا يو لړ کمزورې تګلارې د دغې پديدې د رامنځته کېدو سبب بلل کېږي.

د چين سخت ځواک د اقتصاد، علم او تخنيک او پوځ په شمول زياتو برخو کې په تېزۍ پياوړی شوی او د دغه هېواد د نرم ځواک پرمختګ ته يې ټينګ بنسټ برابر کړی دی. البته د چين دننه هم د نرم ځواک د پياوړتيا څو محرکې قوې شته دي.

۱- د کمربند او لارې نوښت د نړۍ مختلفو پرمختيايي هېوادونو ته فرصتونه برابر کړي او د چين اوسنۍ څېره په همدې اثر د دغو هېوادونو د خلکو په منځ کې جوړه شوې ده.

۲- په چين کې د عالي ټکنالوژۍ سمبالوونکي توليدات او علمي لاسته راوړنې، چې په نړۍ کې مخکښ ځایونه لري، پر له پسې رامنځته کېږي او نړيوال هم پرې باور لري چې دغه هېواد په علمي او تخنيکي چارو کې له امريکا سره يو شان سويه لري.

۳- چين له امريکا سره په سوداګريزه جګړه کې تل پر خپل دريځ ټينګار کړی او پر وړاندې يې سخته مبارزه کړې ده.

نړيوالو د چين له همدغه دريځ او مبارزې د دغه هېواد وړتيا او دنده حس کړې او پر دې اند دي، چين د نړۍ يوازينی هېواد دی چې له امريکا سره سيالي کولای شي.

۴- د انټرنېټ او ټولنيزو رسنيو کاروونکو پر چين د لوېديځو هېوادونو د خبري رسنيو تورونه رد کړي او بهرنيو ځوانانو په مختلفو چينالونو د چين رښتيني معلومات ترلاسه کړي دي.

د چين د نرم ځواک پياوړتيا د مخ په زياتېدونکو نړيوالو ځوانانو ګډه پېژندنه او د دغه هېواد د پرمختګ ثمره ده.

Previous Post

چين “په نوې زمانه کې د وسلو کنټرول، نه خپرېدل او بې وسلې کول” په نوم سپین کتاب خپور کړ

Next Post

ایشیبارا شیګیرو يو ځل بیا د تاکاچي سانای څرګندونې وغندلې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
ایشیبارا شیګیرو يو ځل بیا د تاکاچي سانای څرګندونې وغندلې

ایشیبارا شیګیرو يو ځل بیا د تاکاچي سانای څرګندونې وغندلې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تېر کال په هېواد کې ۵۷ د ښاري پراختیا پلانونه منظور شوي

تېر کال په هېواد کې ۵۷ د ښاري پراختیا پلانونه منظور شوي

اگست 5, 2024
روغتیا وزارت: تېره شپه او ورځ کې د کرونا ۵۲۰ ناروغان بېرته روغ شوي

روغتیا وزارت: تېره شپه او ورځ کې د کرونا ۵۲۰ ناروغان بېرته روغ شوي

جولای 1, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ