چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين ستورمزلي په بریالیتوب سره بېرته ځمکې ته راستانه شول

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 29, 2025
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د نومبر په ۲۵مه نېټه د چين د جيو چوان د سپوږمکيو د توغولو په مرکز کې د شن جو د ۲۲ م نمبر انسان وړونکې بېړۍ فضا ته توغول شوې او په همدې ورځ له فضايي سټېشن سره وصل شوې ده. تر هغه وروسته دغه بېړۍ به  بېرته ځمکې ته د شن جو د ۲۱م نمبر ستورمزلو د ستنېدو وسيله هم وي. دا ځل د دې بېړۍ توغول د چين د انسان وړونکې فضايي پروژې لومړۍ بېړنۍ دنده ده او د چين د فضايي چارو د پياوړې وړتيا او تکنالوژۍ ښکارندويي کوي. د يادې بېړۍ توغول نه يوازې د چين په فضايي سټېشن کې له امنيتي پېښو سره د مقابلې لپاره يو مهم اقدام دی بلکې نړيوالو ته يې د امنيت، ورخلاصون او همکارۍ په محور د چين د فضايي چارو د پرمختګ مفکوره هم ښودلې ده.

څه موده دمخه د چين په فضايي سټېشن کې هغه پېښه رامنځته شوې چې د شن جو د شلم نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ د ستورمزلو د بېرته راتګ د دستګاه کړکۍ له فضایي ټوټې سره ټکر کړی چې له دې امله ځمکې ته د ستورمزلو د بېرته راتګ دنده وځنډېدله. نو ځکه ځمکني کارکوونکو چټک اقدامات کړي او بېړنۍ لایحه يې پلې کړې چې ستورمزلي د شن جو د ۲۱م نمبر انسان وړونکې بېړۍ په وسيله په امن سره بېرته ځمکې ته راستانه شول. په ورته مهال د شن جو د ۲۲م نمبر انسان وړونکې بېړۍ د توغولو دنده هم شروع شوې څو همدا د نورو فضايي دندو د تر سره کولو لپاره ضمانت برابر کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چین له يادو فضايي اقداماتو څخه د چين د ليدو وړ سرعت ښکاري. تر دې وړاندې د امريکا ستورمزلي د انسان وړونکې فضايي بېړۍ د تخنيکي ستونزو له کبله په فضا کې د نهو میاشتو لپاره پاتې شوي دي.د چين او امريکا توپیري اقدامات د دې ښکارندويي کوي چې د باور وړ او چټک فضايي بېړني ژغورونکي سيستم په فضا کې د انسانانو د امنيت د تضمين لپاره ډېر مهم دی. د چين چټک او اغېزناک د فضايي ژغورنې بهیر د نړيوالې ټولنې لپاره يوه قيمتي نمونه جوړه کړې ده.

خو چين يوازې پر يادو برخو تمرکز نه کوي. د شن  جو د ۲۲م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ له توغولو نه مخکې ساينس پوهانو د فضا د لټون نوې نقشه خپره کړې چې موخه يې د فضايي او ژوندانه سرچينو په هکله د سترو مسئلو د ځوابونو پیدا کول دي. په دې برخه کې د چين هڅې به د فضا په اړه د انسانانو د پوهې د زياتوالي لپاره ګټورې وي. اوس مهال چين هم په دې برخه کې خدمتونه کړي او کوي يې.

لا مهمه دا ده چې چين تل پر دې باور لري چې د فضا لټون د ټولو انسانانو ګډې چارې دي. د چين فضايي سټېشن په تاريخ کې لومړنی داسې فضايي سټېشن دی چې د ملګرو ملتونو د ټولو غړو پر وړاندې يې دروازه پرانيستې ده. تر اوسه پورې د څو هېوادونو ساينسي ازمايښتي پروژې انتخاب شوې او تر هغه وروسته به دلته پلې شي. د چين دغه پرانيستې روحيه هم په پراخو نړيوالو همکاريو کې ښکاري. چين د فرانسې، المان او ايټاليي په شمول له څو اروپايي هېوادونو سره ټينګ همکاريز بنسټ لري او په ورته وخت کې د منځني ختيځ هېوادونو په شمول له نړيوالو همکارانو سره ګډې هڅې کوي. د بېلګې په توګه چين د کومپس په نوم د لارښود او د فضايي استعداد لرونکو کسانو ترمنځ د نظريو د تبادلې په برخو کې له ايران سره همکارۍ کړې او له سعودي عربستان سره يې د سپوږمۍ د څارنې او د سپوږمکيو د ډيزاين او جوړولو په برخو کې لاسته راوړنې درلودلې دي. دغه راز چين هم د سپوږمۍ ځمکې د څېړنې په برخه کې د نورو هېوادونو غوښتنليکونه منلي او د دغو ځمکو نمونې يې د ملګرو ملتونو مقر ته لېږدولې چې له دې لارې يې له نورو هېوادونو سره فضايي لاسته راوړنې شريکې کړې دي.

یو چینایي  اصطلاح ده  چې د بې پایه فضا پر وړاندې ټول انسانان ګډ برخليک لري. چين به په دوامداره توګه په پرانيستې او ټولشمولې رويې سره د سولې او همکارۍ له لارې د فضايي چارو د پرمختګ او د انسانانو د نېکمرغه ژوند د لټون لپاره له نورو هېوادونو سره ګډې هلې ځلې وکړي.

Previous Post

امیرخان متقي د ایکو سازمان غونډه کې ګډون کړی

Next Post

وانګ يي به د چين او روسيې ترمنځ د ستراتيژيک امنيت د سلامشورو په شلم پړاو کې ګډون وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

وانګ يي به د چين او روسيې ترمنځ د ستراتيژيک امنيت د سلامشورو په شلم پړاو کې ګډون وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ګوه جيا کون: هيله لرو چې د کمبوډيا او ټايلنډ په سرحدي سيمو کې ژر تر ژره امن تامین شي

ګوه جيا کون: هيله لرو چې د کمبوډيا او ټايلنډ په سرحدي سيمو کې ژر تر ژره امن تامین شي

جولای 31, 2025
امریکا کې پنځه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امریکا کې پنځه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جون 7, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved