چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين او امريکا به د ميلتاريزم د بيا ژوندې کېدو د مخنيوي لپاره پوره هڅې وکړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 30, 2025
in نړیوال خبرونه
0
چين او امريکا به د ميلتاريزم د بيا ژوندې کېدو د مخنيوي لپاره پوره هڅې وکړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين او امريکا مشرانو د نومبر د ۲۴مې نېټې په ماښام تليفوني خبرې وکړې. چين د کوريا جمهوريت په بوسان کې د دواړو هېوادونو د مشرانو له کتنې وروسته خپلمنځي اړيکې په عمومي توګه د باثباته او ښه کېدو په حال کې بللې دي. امريکا د چين له دې نظريې سره پوره موافقه وکړه.

د دواړو هېوادونو د اړيکو ثابت پرمختګ په ګن شمېر نړيوالو او سيمه ايزو موضوعاتو کې د دواړو خواوو همکارۍ او همغږۍ ته اړين شرايط برابر کړي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

چين په ځانګړې توګه يادونه کړې چې دغه هېواد او امريکا مخکې څنګ په څنګ د فاشيزم او ميلتاريزم پر ضد ګډې مبارزې کړې او اوس بايد د دويمې نړيوالې جګړې برياليتوبونه په ګډه وساتي.

دا د پاملرنې وړ ده، چې د چين او امريکا مشرانو په وروستيو نږدې لسو کلونو کې اول ځل په مستقيمه توګه ميلتاريزم ياد کړی. دغه کلمه څه مانا لري؟ په دې وروستيو کې د جاپان حکومت د تاريخ او خاورو په مسئلو کې يو لړ لمسونکې کړنې تر سره کړې، چې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته يې نړيوال نظم خراب کړی او د بېلا بېلو خواوو سخت غبرګونونه يې راپارولي دي.

د روسیې، ډيموکراتيکې کوريا، کوريا جمهوريت، ماليزيا او ميانمار په شمول ګن شمېر هېوادونو په وار سره د جاپاني حکومت پر اړوندو خبرو او کړنو نيوکې کړې. دغه هېوادونه پخوا د جاپان د ميلتاريزم پراختيا په موده کې له سختو زيانونو سره مخ و او له خپلې لارې يې په فاشيزم ضد جګړه کې ګډون کړی دی.

چين او امريکا د فاشيزم او ميلتاريزم پر ضد د ګډې جګړې تاريخ ياد کړی او روښانه پيغام يې ورکړی، چې نړيواله ټولنه بايد د جاپان د ميلتاريزم د بيا راژوندي کېدو ته د ګډې ننګونې په توګه وګوري او په ګډه دې ورسره مقابله وکړي.

بايد وويل شي، چې نړيواله ټولنه د جاپان د ميلتاريزم بيا راژوندي کولو ته کافي احتياط نه لري. همدا لامل دی چې چين په دې وروستيو کې دا مسئله په مکرر ډول وړاندې کړې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت له نومبر راهيسې په مختلفو خبري ناستو او ډيپلوماتيکو ډګرونو کې اته ځلې ميلتاريزم ياد کړی.

په جاپان کې د اوږد وخت لپاره هغه نظريې راپورته شوې، يوازې حکومت د پوځ تر کنټرول لاندې نه دی، ميلتاريزم نشي رامنځته کېدای. خو حقيقت دا دی، چې د جاپان زياتې کړنې د دويمې نړيوالې جګړې وروسته د ميلتاريزم د مخنيوي لپاره جوړ شوي ميکانيزم او چوکاټ خراب کړی او له دې امله د ميلتاريزم د راژوندي کولو خطرونه رامنځته شوي دي.

د جاپان په نظر، د ميلتاريزم مانا دا ده، چې د سياست، اقتصاد، قوانينو او ښوونې په شمول بېلا بېلو ساحو کې تګلارې او تشکيلاتي شکلونه بايد ټول د جګړې د پيل کولو لپاره خدمت وکړي او هېواد پر نورو د يرغل له لارې خپل وقار پياوړی کړي.

د جاپان اوسنيو کړنو ته په کتو د دوی هڅې له ميلتاريزم سره سمون لري.

د اقتصاد په برخه کې: د جاپان د دفاع وزارت، د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت په مستقيمه توګه د تصديو د نظامي صنعت له توليدي چارو څخه ملاتړ کوي چې د دولتي پانګې له نظامي صنعت سره په ټينګه توګه تړلې دي.

د قانون په برخه کې: د جاپان د ليبرال ډيموکراتيک ګوند څو ځلې د اساسي قانون د تعديل مسودې وړاندې کړې او کوشش يې کړی، چې د اساسي قانون نهمه ماده لرې کړي. وروسته له هغه چې د تاکايچي ساناي حکومت په ۲۰۲۵م کال کې واک ته ورسېد، د اساسي قانون تعديل يې په واقعي سياسي اجنډا کې شامل کړ او و يې غوښتل چې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د سوله ايز نظام قانوني بنسټونه ړنګ کړي.

د ټولنې او ښوونې په برخه کې: جاپان پر نورو هېوادونو د يرغل تاريخ ته ښکلا ورکړې ، له دې کبله ځوان نسلونه په دې اړه حقيقي معلومات نه لري، برعکس يې د ځان دفاع پوځ مثبت تبليغات پياوړي کړي. داسې ټول د ايډيالوژۍ له لحاظه د ميلتاريزم د راژوندې کېدو ته بنسټونه جوړوي.

چين د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې د جاپان د ميلتاريزم يوازينی زيانمنونکی هېواد نه و. د جاپان د ميلتاريزم د راژوندي کېدو مخنيوی د نړيوالې ټولنې له پراخو ګډو ګټو سره سمون لري، امريکا له دې څخه ځان نشي خلاصولی .

د چين د فودان پوهنتون د امريکا د څيړنې مرکز څيړونکي وو شين بو وويل، که د جاپان ميلتاريزم بيا راژوندې شي، لومړی خطر به دا وي چې دغه هېواد د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې نظامي شخړې راوپاروي او دا به نه يوازې د سيمې سوله خرابه کړي، بلکې د جګړو لامل به وشي. نو چين او امريکا د جاپان د ميلتاريزم د راژوندې کېدو د مخنيوي په چارو کې د همغږۍ او همکارۍ فضا ته اړتيا لري.

د تايوان مسئله د جاپان د ميلتاريزم د بيا ژوندي کولو يوه مهمه نښه ده. جاپان په وروستۍ موده کې د تايوان مسئلې په هکله زياتې ناسمې خبرې او کړنې وکړې، چې د چين سره کرښه يې تر پښو لاندې کړې او د چين په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه کړې. د جاپان ځينو سياستوالو خپل اصل پرېښودلی او له مسئوليت او نړيوالو اصولو څخه يې سرغړونه کړې ده.

د پاملرنې وړ دا ده، د امريکا ولسمشر له خپل چيني سيال سره په وروستيو تليفوني خبرو کې ويلي چې چين ته د تايوان مسئلې پر اهميت ښه پوهېږي.

د هېواد بشپړ يووالی يو انتخاب نه، بلکې تاريخي دنده ده او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره اړينې چارې هم دي.

Previous Post

اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان د ۱۹ کلونو کرکټ لوبډلې نوملړ په ډاګه شو

Next Post

سي ايم جي د ايسلند له ولسمشرې سره مرکه کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
سي ايم جي د ايسلند له ولسمشرې سره مرکه کړې

سي ايم جي د ايسلند له ولسمشرې سره مرکه کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ د چين د سره صليب ټولنې د استازو دوولسمې غونډې ته پيغام ولېږه

اکتوبر 10, 2024
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۴۲۸ زره ټنه انتقالات شوي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۴۲۸ زره ټنه انتقالات شوي

مې 27, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved