چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ولې چين ډېره برېښنا لري؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 3, 2025
in نړیوال خبرونه
0
ولې چين ډېره برېښنا لري؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د برېښنا د تصديو ګډې ټولنې په يوه راپور کې ويلي، چې په روان کال کې به د چين د برېښنا د عمومي مصرف اندازه ۱۰ اعشاريه ۴ ټريليونو kWh ته ورسېږي.

راپور وايي، په چين کې د بېلا بېلو صنايعو توليدي اندازه زیاته شوې او ټولې تصدۍ یې برېښنا ته لاسرسی لري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د يادونې ده،‌ چې په ۲۰۲۴م کال کې د چين د برېښنا تولیدي‌ اندازه په لومړي ځل له ۱۰ ټريليونو kWh اوښتې وه.

برېښنا د یو هېواد لپاره د وينې د جريان په څېر مهمه ده او مصرفي اندازه يې د يو هېواد د اقتصادي حالت څرګندويي کوي.

کافي، ثابته او ارزنه برېښنا نه يوازې د خلکو د ژوند لپاره اساسي تضمين برابروي، بلکې د اقتصادي پرمختګ کليدي تکيه هم بلل کېږي.

چين د برېښنا د تولید په برخه کې د نړۍ تر ټولو لوی هېواد دی او په کور دننه یې د برېښنا تر ټولو لوی تولیدي سيسټم او د بېټريو چارج د اساسي تأسيساتو شبکه جوړه کړې ده.

د چين  د اوبو برېښنا، بادي برېښنا، لمريزې برېښنا، بيوماس برېښنا او اټومي برېښنا د نصب شويو تجهيزاتو توليدي ظرفيت په نړۍ کې لومړی ځای نيولی دی.

د روان کال په جولای او اګست کې د چين د برېښنا د عمومي مصرف اندازه له يو ټريليون kWh څخه زياته وه، چې دا د نورو هېوادونو د ورته کلني رقم سره برابره ده.

 د چين د دغو دوو مياشتو «جولای او اګست» د برېښنا د مصرف عمومي اندازه د جاپان د يو کال مصرف اندازې سره برابره ده او هم د جرمني او فرانسې د يو کال د برېښنا د مصرف اندازه جوړوي.

په تېر کې د چين د برېښنا صنعت ډېر کمزوی و.

 تاريخ ته په کتو، کله چې نوی چين جوړ شو، نو د دې هېواد شاوخوا ۸۰ سلنه خلکو برېښنا ته لاسرسی نه درلوده.

چين تر يو لړ هڅو وروسته په ۱۹۷۸م کال کې د برېښنايي صنعت خپلواک او بشپړ سيسټم جوړ کړ.

چين اوس نه يوازې د برېښنا له کمښت سره مخ نه دی،‌ بلکې پاکه او لوړ موثريت لرونکې برېښنا کاروي.

د چين د انرژۍ ملي ادارې تازه شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۵م کال د مې مياشتې تر پايه، په دغه هېواد کې د بيا کارېدونکې انرژۍ له لارې د برېښنا توليدي ظرفيت شاوخوا ۲ ميليارډو او ۱۰۰ ميليونو kW ته رسېدلی، چې دا د دې هېواد د برېښنا د ټولو نصب شويو تجهيزاتو د توليدي ظرفیت ۵۸ سلنه جوړوي. د دې ترڅنګ،‌ د بیا کارېدونکې انرژۍ له لارې يې د برېښنا توليدي اندازه د برېښنا د ټولو تولیدي اندازو ۳۶ سلنې ته رسېدلې ده.

چين د انرژۍ زرغون بهير ته دوامداره وده ورکوي، د ټېکنالوژۍ او صنعت پيوستون پياوړی کوي او د برېښنا بازاري ميکانيزم بشپړوي، څو د باکيفيته پرمختګ لپاره يې د انرژۍ بنسټ نور هم ټينګ شي.

د چين د برېښنا زرغون بهير د نړۍ د دايمي پرمختګ لپاره هم ګټور دی. د چين لمريزه برېښنا د ټېکنالوژۍ د ورکولو او د پروژو د همکارۍ له لارې د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې کارول کېږي او دغه هېواد د نړۍ د اقليمي بدلون ضد مبارزه کې پوره خدمت کړی دی.

Previous Post

د جاپان د پارلمان غړی: تاکاچي باید د وضعیت د ارامولو لپاره خپلې ناسمې څرګندونې بېرته واخلي

Next Post

چین: د فلسطین مسئلې سیاسي حل باید چټک شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چین: د فلسطین مسئلې سیاسي حل باید چټک شي

چین: د فلسطین مسئلې سیاسي حل باید چټک شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

حقاني: تواضع او د خلکو خدمت د علماوو مسوولیت دی

حقاني: تواضع او د خلکو خدمت د علماوو مسوولیت دی

جنوري 6, 2026
ځایي چارواکي: په اروزګان کې د ګازو زېرمې موندل شوې دي

ځایي چارواکي: په اروزګان کې د ګازو زېرمې موندل شوې دي

اپریل 25, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ