چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ولې ګڼ هېوادونه د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 4, 2025
in نړیوال خبرونه
0
ولې ګڼ هېوادونه د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په دې وروستيو کې د لاوس، ويتنام،‌ کمبوډيا، ميانمار، پاکستان او کولمبيا په شمول ګڼو هېوادونو په رسمي اعلاميو يا د بهرنيو چارو وزارتونو په څرګندونو کې یې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې تايوان د چين د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ده او  له هر ډول بېلتون غوښتونکو اقداماتو او بهرنيو لاسوهنو سره  يېکلک مخالفت څرګند کړی دی.

د دغو هېوادونو څرګندونې او دریځونه د زمانې له څپې او هم له نړیوالې ګډې موافقې سره سمون لري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اوسمهال نړیوال وضعيت ډېر پېچلی دي. ځيني هېوادونه د تايوان تنګي په چارو کې لاسوهنې کوي، چې له امله یې د سیمې وضعيت کړکېچن شوی دی.

د يو چین پېژندنې اصل د نړیوالو اړيکو اساسي اصل دی او نړیواله ټولنه يې هم پوره مراعاتوي.

د ملګرو ملتونو په۱۹۷۱م کال کې ۲۷۵۸ نمبر پرېکړه ليک صادر کړ او د سیاست، قانون او پروسې له لحاظه یې په دغه نړيوال سازمان کې د تايوان د غړيتوب مسئله حل کړه او د چين ولسي جمهوريت حکومت يې د ټول چين يوازينی قانوني حکومت وباله.  دغه پرېکړه ليک د تايوان مسئلې د حل اساسي اصل او هم يوه بېلګه بلل کېږي.

د نړۍ هغو ۱۸۳ هېوادونو، چې له چين سره رسمي اړیکې لري،‌ د یو چين پېژندنې اصل منلی دی.

دا د دې ښکارندويي کوي، چې ملي حاکميت او مساوات او د بل هېواد په کورنيو چارو کې نه لاسوهنه د نړیوالې ټولنې ګډه غوښتنه ده.

پرمختيايي هېوادونه د خپل پرمختګ حق ساتي .

د ويتنام، لاوس او ميانمار په ګډون یو شمېر هېوادونه په تېر کې د استعمار او لاسوهنو سره مخ وو او اوس هم د زورواکو د نامشروع غوښتنو له فشارونو سره مخ دي. ځکه دوی په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې د اصل په اړه ډېر حساس دي او همدغه اصل په حقیقت کې د ټولو پرمختيايي هېوادونو ملي حاکميت ساتي.

لاوس په خپله اعلاميه کې ويلي، چې ۲۰۲۵م کال د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب ۸۰مه کليزه او د ملګرو ملتونو د جوړېدو له ۸۰مې کلیزې سره برابر دی او د یو چين پېژندنې له اصل څخه يې کلک ملاتړ کړی او له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د رامنځته شوي نړيوال نظام د ساتلو غوښتنه يې کړې ده.

د ويتنام بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د تايوان تنګي سوله او ثبات د سيمې  او حتی د نړۍ لپاره مهم ارزښت لري.  تایوان مسئله د چين کورنۍ چارې دي او هيڅ بهرني ځواکونه پکې لاسوهنه نه شي کولی.

‌ويتنام د يو چین پېژندنې له اصل او د ملي حاکميت له خپلواکۍ څخه يې کلک ملاتړ کړی او له زورواکۍ سره يې کلک مخالفت ښودلی دی او  همدغه دريځ يې د بېلا بېلو هېوادونو د خپلواکۍ،‌ پرمختګ او مرکزي ګټو لپاره ګټور بللی دی.

د يادو هېوادونو څرګندونې د دې ښکارندويي کوي، چې د چين د پرمختګ لاره ډېرو هېوادونو ته منظوره ده او د عدالت او انصاف ملاتړي دي.

چين تل پر دې ټينګار کړی، چې لوی او کوچني هېوادونه دې د مساوات پر بنسټ يو له بل سره ښه چلند وکړي، کوم هېواد دې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې نه کوي او د ګډو همکاريو له لارې دې بېلابېلو هېوادونو ته د پرمختګ فرصتونه برابر کړي. که هېوادونه له چين سره دوستانه اړيکې وساتي او يو د بل د مرکزي ګټو ته درناوی وکړي، نو ګډې ګټې به ترلاسه کړي.

د بېلا بېلو هېوادونو په يو غږ او ملاتړ به د يو چین پېژندنې اصل نور هم ټینګ او د تایوان د بېلتون غوښتونکو هڅې به ناکامې شي.

چين به خامخا د هېواد یووالی پوره کوي او هيڅوک د دغه تاريخي بهير مخه نه شي نيولی.

د چين ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا نه يوازې د چینايانو مرکزي ګټو پسې تړاو لري، بلکې دا د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره ټينګ او ثابت ځواک هم برابرولی شي.

Previous Post

مجاهد: په تېرو ۹ مياشتو کې هېڅ لويه امنيتي پېښه نه‌ده رامنځته شوې

Next Post

د چین څو وزارتونو تازه اقتصادي شمېرې خپرې کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چین څو وزارتونو تازه اقتصادي شمېرې خپرې کړي

د چین څو وزارتونو تازه اقتصادي شمېرې خپرې کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ له ما اينګ جيو سره وکتل

شي جين پينګ له ما اينګ جيو سره وکتل

اپریل 11, 2024
امریکایي پوځ؛ د ایران پر وړاندې د عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي

امریکایي پوځ؛ د ایران پر وړاندې د عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي

فبروري 15, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ