چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د څونګ دو نړيوال فورم کې د ګډو ګټو پر بنسټ د پرمختګ غوښتنه شوې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 11, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د څونګ دو نړيوال فورم کې د ګډو ګټو پر بنسټ د پرمختګ غوښتنه شوې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۰۲۵م کال د څونګ دو نړيوال فورم څه موده وړاندې د چين د ګوانګ دونګ ولايت په ګوانګ جو ښار کې پای ته ورسېد، چې د ۲۳ هېوادونو ۲۸ پخوانيو سياسي چارواکو او د ځينو نړيوالو سازمانونو پخوانيو مشرانو او د چين او نورو هېوادونو د سياسي او سوداګريزو چارو استازو پکې برخه اخيستې وه او د نړيوالو ننګونو پر وړاندې د چارو په هکله يې مشورې کړې دي.

د فورم ګډونوالو نړۍ له ګڼو خطرونو او بدلونونو سره مخ بللې او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې بېلا بېل هېوادونه د مقابلې پر ځای داسې خبرو ته وهڅوي، چې د ننګونو پر وړاندې خپلمنځي همکارۍ ټينګې کړي او د متقابلو ګټو له لارې ګډ پرمختګ ومومي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

څو اړخيزم د ګډ پرمختګ مخکښ شرط دی

اوسمهال په نړۍ کې يو اړخيزم او د ځاني سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې ډېرې شوي او هم جيوپوليټيکي شخړې پکې په سختېدو او پراخېدو دي.

کارپوهان وايي، د نړۍ د صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو پر وړاندې سخت خنډونه جوړ شوي، نړيوال اقتصاد او تجارت له سختو فشارونو سره مخ شوي او نړيوال پرمختګ په يوې څلور لارې کې بند پاتې دی.

د ګڼو هېوادونو پخوانيو سياسي چارواکو او د نړيوالو سازمانونو پخوانيو مشرانو په خپلو ويناوو کې پر څو اړخيزم ټينګار کړی او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې د ازادې سوداګرۍ لپاره هڅې او د خطرونو او ننګونو پر وړاندې ټينګه مقابله وکړي.

د ايټاليا پخواني صدراعظم او د اروپايي ټولنې د کمېټې مخيکني رئيس رومانو پرودي ياد فورم ته په وينا کې اوسنۍ نړۍ تړلې او بنده ياده کړې او ويلي يې دي، چې اکثره هېوادونه یوازې د خپلو ګټو لپاره کار کوي، چې دا به پر نړيوال اقتصاد، ګډو ګټو او پرمختګ منفي اغېزې وکړي.

نوموړي ويلي، ځيني هېوادونه د خپلو سياسي غوښتنو لپاره د ازاد تجارت او د نړيوال پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړوي، چې دا يې د نه منلو وړ چارې بللې دي.

د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي بان کي مون رسنيو ته ويلي، چې د روان کال له پيل راهيسې د متحده ايالاتو د تعرفو زياتوالي او تجارتي شخړو پر نړيوال اقتصاد پراخې منفي اغېزې کړي، نړيوال انفلاسيون يې سخت کړی او همکارۍ يې بې ثباته کړې دي.

نوموړي ويلي، نړيواله ټولنه باید ټولشموله او عادلانه تجارتي اصول بيا جوړ کړي او که داسې ونه کړي، نو پرمختيايي هېودونه به د وړتياوو د کموالي او د پانګونو د انتقال په برخه کې له ننګونو سره مخ شي.

د چين وړانديزونه د نړيوالو ګډو نظريو د راټولولو لپاره ګټور دي

په وروستيو کلونو کې په نړۍ کې د سولې، پرمختګ، امنيت او مديريت کسرونه زيات شوي دي. چين نړيوالې ټولنې ته د پرمختګ، امنيت، تمدن او مديريت وړانديزونه کړي او په مختلفو ليد لورو يې متزلزلې نړۍ ته ثبات برابر کړی دی.

په نړۍ کې اوس د بدلونونو او انسانانو پر وړاندې د ګڼو ستونزو د حل لپاره د چين له يادو وړانديزو کار اخيستل کېږي.

په ياد فورم کې د ګڼو هېوادونو پخوانيو مشرانو د چين د يادو څلورو وړانديزونو فعاله ارزونه کړې او د ګډو نظريو د راټولولو او د نړيوال مديريت د لا عادلانه او معقوليت لپاره يې ګټور بللي دي.

د نړۍ د مشرانو ټولنې رئيس او د سلوانيا پخواني ولسمشر دانيلو تورک رسنيو ته ويلي، چې د چين يادو څلورو وړانديزونو لوری روښانه کړی او نړۍ ته يې پيغام ورکړی، چې دوی څنګه د ننګونو پر وړاندې مبارزه کولی او یوه خوندي، متنوع او درناوي وړ نړۍ جوړولی شي؟ څنګه په نويو حالاتو کې نړيوال مديريت عملي کولی شي؟ نوموړي ويلي، چين په دغو چارو کې ستر رول لوبولی شي.

د چين پرمختګ نړۍ ته نوي فرصتونه برابروي

د بېلا بېلو هېوادونو مېلمنو د فورم پرمهال د چين د عصري کېدو پر بهير هم بحثونه کړي او ګڼ شمېر يې پر دې اند وو، چې د چين د عصري کېدو بهير پرمختيايي هېوادونو ته ارزښتناکې تجربې برابرې کړي او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره يې ثابت رول لوبولی دی.

د نايجريا پخواني ولسمشر ولوسيګوم وباسانجو ویلي، چې هغه په ۱۹۸۶م کال په لومړي ځل چين ته سفر کړی و او له همغه وخت راهیسې د چين پرمختګ څاري او زیاته کړې يې ده، په تېرو لسګونو کلونو کې په چين کې نادره اقتصادي پرمختګ شوی، اته سوه میليونه خلک یې له بېوزلۍ څخه وتلي او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په چارو کې يې يوه نمونه جوړه کړې ده.

د کاناډا پخوانۍ صدراعظمې کيم کامپبيل ويلي، چين په تېرو لسګونو کلونو کې د ليدو وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي او د نوښت او توليد په چارو کې يې پياوړی ځواک ښودلی دی.

چين په نړيوال ډګر کې مهم رول لري او نړۍ ته يې د پرمختګ نوې انجن برابر کړی دی.

د بيلجيم پخواني صدراعظم يويس ليتيرمي د مصنوعي ځيرکتيا فرعي فورم ته په وينا کې ويلي، چې د چين د نوښت د پرمختګ چارو ورته ډېرې خاطرې وربښلې دي.

نوموړي ويلي، اروپايي ټولنه او چين د متقابلو ګټو پر بنسټ همکارۍ کوي او يو بل ته ګټې رسوي او په خبره یې، اروپايي هېوادونه او چين په نورو ګڼ شمېر برخو کې هم متقابلې مرستې کولی شي.

اروپايي ټولنه او چين باید د ګډ پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

Previous Post

سروې: چين د نړيوال اقتصاد په پرمختګ کې رول لري؟

Next Post

نړیوال بانک د چين د اقتصادي ودې سږنۍ وړاندوينه لوړه کړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
نړیوال بانک د چين د اقتصادي ودې سږنۍ وړاندوينه لوړه کړه

نړیوال بانک د چين د اقتصادي ودې سږنۍ وړاندوينه لوړه کړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په روسیه کې د افغانستان سفیر او ځانګړي استازي خپله دنده پیل کړه

په روسیه کې د افغانستان سفیر او ځانګړي استازي خپله دنده پیل کړه

جولای 2, 2025
د صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د امتیازونو طرزالعمل توشیح شو

د صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د امتیازونو طرزالعمل توشیح شو

جنوري 18, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ